د شاهين شاه افريدي تېز رفتاره بالينگ ته د ملتان سلطانان ټينگ نه شو

په گس مټ تېز رفتاره بال کونکي اولس کلن شاهين شاه افريدي د پاکستان د سپر ليگ د تر ټولو غوره لوبډلې ملتان سلطان پينځه لوبغاړي وسوزول. د پاکستان د انگریزۍ ورځپاڼه اېکسپرېس ټريبون ليکي د افريدي رفتار ته د ملتان سلطانان ټينگ نه شو.

" شاهين افريدي په پینځه وکټونو اخستلو د ملتان سلطان لوبډله په ١١۴ رنزونو راټوله کړله"

نن په دبۍ کې د ليگ په شلمه لوبه کې د لاهور قلندرز لوبغاړي شاهين شاه افريدي په ٣.۴ اورونو کې ۴ رنزونه ورکړل او ٥ لوبغاړي یې وسوزول. افريدي یو اُورو میډن هم وکړو .

چې افريدي د ملتان سلطان اخري دوه لوبغاړي په پرله پسې بالونو وسوزول نو د لوبې کمنټېټر او پخواني کرکټ لوبغاړي رمېز راجه چغې کړې "څه جادوگر بالینگ یې وکړو -واه - واه"

افریدی د افغانستان د پلې سره جوختې سيمې خېبر درې دی. هغه ٦.٦ فوټه لوړ دی او دا وخت یې عمر یواځې ١٧ کاله دی.

د شاهين شاه افريدي یارکرې، او بونسری د کرکټ د مينه والو په وجود غونی ودروي. دهغه په حقله د کرکټ وتلي څېړونکي گورو جوشي ويلي وو "شاهين د پاکستان ميچل سټارک دی"

د پاکستان د کرکټ د پوهانو خیال دی د شاهين قد، رفتار او انداز د سپر سټار لوبغاړي دي او په اینده کې هغه د پاکستان په قامي لوبډله کې د لوبې کولو ښکاره امکانات دي.

د شاهين څخه د مخه د خیبر یو بل افريدي شاهد خان هم د کرکټ په میدان کې لوی نوم گټلی دی او خلق یې د بوم بوم افريدي په نوم پیژني