پاکستاني مطبوعات وايي د پاکستان تحریک انصاف لخوا اعلان شوي احتجاجي مظاهرې وړاندې د سرښار انتظامیې اسلام اباد تړلی بلخوا ځاې پر ځاې د پي ټي ايي د پلویان اسلام اباد ته د داخلیدو هڅې کوي.
وړاندې د دې نه مطبوعاتو د راولپندۍ په فیض اباد سیمه کې د تحریک انصاف د یو شمېر پلویانو د نیولو رپورټ هم ورکړی وو. ځايي پولیسو مطبوعاتو ته ویلي وو چې د تحریک انصاف ګوند د ۱۰۰ نه تر ۱۵۰ پوری پلویان فیض اباد ته رسیدلي وو.
د خېبر پښتونخوا نه د صوبې د اعلا وزیر علي امین ګنډا پور په مشرۍ کې بیا د ګوند یوه قافله اسلام اباد ته روانه شوې. د خېبر پښتونخوا سرښار پېښور نه روانه شوې دغه قافله صوابۍ ته رسیدلې او هلته اعلا وزیر خپلو پلویانو ته وینا کې ویلي، چې هر څه وي ځان به اسلام اباد ته رسوو.
نن په ۲۴م نومبر د اسلام اباد په ډي چوک کې د احتجاج لپاره د پاکستان د بیلابیلو برخو نه د تحریک انصاف قافلې روانې شوې دي خو حکومت د وړاندې څخه اعلان کړی دی چې په هیڅ حال کې به اسلام اباد کې د احتجاج اجازه نه ورکوي .
حکومت د احتجاج نه مخکې د ملک د بیلابیلو برخو نه اسلام اباد ته غځېدلي سړکونه په کنټینرونو تړلي اؤ هم یې په سړکونو کې غټ غټ خندقونه کنستلي دي.
د پي ټي آي د احتجاج په مهال د ملک بیلابیلو برخو کې د موبایل فون اؤ انټرنیټ خدمات هم تړل شوي، په پېښور کې د بسونو اډې تړل شوي، اسلام اباد کې هاسټلونه د طالبعلمانو څخه خالي کړل شوي دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د سړکونو اؤ لارو په بندولو اؤ د هاسټلونو په تړلو اندېښنه ښکاره کړې ده اؤ دا یې د بشري حقونو څخه سرغړونه بللې ده.
د پاکستان تحریک انصاف بندي مشر عمران خان د خپل ګوند په پلویانو غږ کړی چې په ۲۴م اکتوبر باید ټول ځانونه اسلام اباد ته ورسوي اؤ هلته د حکومت په ضد احتجاج پیل کړي.
تحریک انصاف ګوند درې مهمې غوښتنې حکومت ته وړاندې کړي چې په هغې کې یوه غوښتنه د عمران خان په شمول ددغه ګوند د ټولو بندي مشرانو د خوشې کولو، دویمه د ۲۶م اییني ترمیم د ختمولو اؤ دریمه په الیکشن کې د شوؤ درغلیو د پلټنو لپاره د خپلواکه کمیشن جوړولو ده.
د احتحاج نه مخکې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبریالانو ته ویلي چې اسلام اباد هایکورټ امر کړی چې اسلام اباد کې به هیڅ قسمه احتجاج یا غونډه نه شي کولی نو ځکه به دوي چاته اجازه ورنه کړي چې اسلام اباد ته د احتجاج لپاره ورټول شي.
حکومت د تحریک انصاف د فعالانو اسلام اباد ته د ورتګ د مخې نیولو لپاره د اسلام اباد په لوري غځېدلې لارې یا سړکونه په بیلا بیلو مقاماتو تړلي، په زرګونو کنټينرونه یې په سړکونو ودرولي اؤ هم یې په موټروی اؤ کشمیر هاي وی ځای پځای سړکونو کې خندقونه کنستلي دي.
د پاکستاني میډیا تر مخه د پینډۍ اؤ اسلام اباد د رابطې 33 سړکونه ټول په ټوله تړل شوي اؤ د پېښور نه اسلام اباد ته غځېدلې موټروی باندې ستر ستر خندقونه جوړ کړی شوي دي.
د لاهور اؤ فیصل اباد نه اسلام اباد ته تلونکې ټولې لارې هم تړل شوې
د تحریک انصاف مشران اؤ فعالان چې د اسلام اباد په لوري د ملک د بیلابیلو برخو نه روان شوي د ځان سره یې ستره مشینري روانه کړې ده اؤ د هغې په مرسته تړلې لارې ځان ته خلاصوي.
د تحریک انصاف د پېښور صدر عرفان سلیم دعوه کړې ده چې صوابۍ ته روانه د هغوي په شخصي مشینرۍ د پېښور سره نزدې نامعلومه وسله والو برید کړی اؤ د مشینرۍ سوځولو هڅه یې کړې ده.
هغه ویلي وسله والو د مشینرۍ ټایرونه ویشلي اؤ سوري کړي یې دي اؤ تر هغې وروسته یې هڅه کړې چې په دې مشنیرۍ پټرول وشیندي اؤ وي سوځوي خو وایي د تحریک انصاف فعالینو یې مخه نیولې ده.
عمران سلیم ویلي چې په مشنیرۍ له برید وروسته د دغه شخصي مشینرۍ اؤ کرینونو ډرایواران اؤ نوره عمله لادرکه شوې ده.
د پاکستان میډیا د رپورټونو له مخې د تحریک انصاف د احتجاج له امله د ملک بیلابیلو برخو کې د موبایل اؤ انټرنیټ خدمات تړل شوي اؤ د یو شمیر ټولنیزو رسنیو د تړل کېدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند تېره ورځ ویلي وؤ چې یوازې په هغو سیمو کې به موبایل اؤ انټرنیټ تړل کیږي چې د امنیت اندېښنې پکې موجودي دي.
ویاند ویلي وؤ د ملک نورو برخو کې به موبایل اؤ انټرنیټ د نورکله پشان فعاله وي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د تحریک انصاف د احتجاج په مهال د اسلام اباد په لوري د غځېدلو سړکونو اؤ اسلام اباد کې د هاسټلونو په تړل کېدو اندېښنه ښکاره کړې ده .
پخپل یو بیان کې د ایچ ار سي پي ویاند ویلي چې د هلکانو اؤ جینکو هاسټلونه خالي کول د بشري حقونو سړغړونه ده .
بیان وایي چې طالبعلمان پرته له کوم قصوره د سرپناه څخه محروم کړل شوي دي.
ایچ ار سي پي وایي د پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا نه اسلام اباد ته د غځېدلو سړکونو اؤ موټر وی تړل کېدو سره عام وګړي اؤ مزدوران اغېزمن کیږي اؤ وایي ددې مزدورانو د ازادانه تګ راتک حق د دوي د روزۍ سره تړل شوی دی.