په اسلام اباد کې د تحریک انصاف لخوا نن د اعلان کړل شوي احتجاج له امله اسلام آباد اؤ دې سره د تړلي ښار راولپینډۍ ټولې داخلي لارې تړل شوې دي اؤ ددغو ښارونو اکثره برخو کې د موبایل فون خدمات هم تړل شوې دي.
د سیمې نه د ډیوه خبریالان وایي چې په اسلام اباد کې کلک امنیتي ګامونه اخستل شوي اؤ د رینجرز ځواکونه ځای پر ځای کړل شوي دي.
څيړونکي نیوکې کوي چې تحریک انصاف ګوند پخپله ځان لپاره د احتجاج حق غواړي خو په خېبر پښتونخوا کې چې بیا ددغه ګوند حکومت دی اؤ هلته پي ټي ایم احتجاج کوي نو پولیس پرې بریدونه کوي اؤ د صوبې وزیراعلا په دغو بریدونو غلی دی.
پخواني وزیراعظم عمران خان د اډیاله زندان نه په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپل یو پیغام کې ویلې دي نن به اسلام آباد کې احتجاج کیږي اؤ سبا به لاهور ښار کې احتجاج وي.
هغه ویلي ګوند یې د حقیقي ازادۍ جنګ کوي اؤ دا جګړه به ګټي.
خبریال محمود جان بابر وي او اې ډیوه ته وایي، پاکستان تحریک انصاف مدام دا ګڼي چې دوي سم دي نور ټول ناسم دي.
هغه وایي "مثال یې دا دې چې خپله د احتجاج حق غواړي خو بیا پښتون ژغورنې غورځنګ ته دا حق خپله صوبه کې نه ورکوي، یو خوا اعلا وزیر منظور پښتین سره ملاقات کوي خو بیا د پي ټي ایم په احتجاجي کیمپ باندې د پولیسو لخوا په شوي برید باندې غلی وي".
دا احتجاج په داسې حال کې کیږي چې تیره ورځ سترې محاکمې یا سپریم کورټ د دستور د آرټیکل 63A په هکله د خپلې یوې پخوانۍ فیصلې پرضد اپیل منظور کړی دی اؤ دې له وجې به اوس د پارلیمان غړي کولی شي چې د خپل ګوند له خوښې بغیر قانون سازۍ کې یا بیا د وزیراعظم انتخاب د پاره خپله رایه د خپلې خوښې په اساس ورکړي.
دا فیصله په داسې وخت کې مخې ته راغلې ده چې په پاکستان کې د حکومت ستر مخالف ګوندونه د حکومت لخوا د شپږویشتم آییني ترمیم مخالفت کوي.
د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان رسنیو ته ویلي موجوده پارلیمان د ولس استازی نه دی، دې پارلیمان نه دا ترامیم منظورول به زیاتی وي.
هغه ویلي دوي به خپل پارلیماني کردار جاري ساتي اؤ ټينګار یې کړی چې حکومت باید د یو تن اؤ سیاسي مقصد د پاره ترامیم ونه کړي.
د مولانا فضل الرحمان په خبره "داسې ترامیم نه غواړو چې د بنیادي حقونو پرضد وي اؤ پوځ نور پیاوړی کوي"
بلخوا پاکستان تحریک انصاف ویلي دي که چرې حکومت دا اییني ترامیم درویشتم اکتوبر پورې پارلیمان ته وړاندې نه کړي نو دوي به خپل حتجاج وځنډوي.
په دې نیټه د موجوده چیف جسټس د ملازمت موده پوره کیږي.
دا مهال اسلام آباد په مکمله توګه د کنټنیرونو له لارې تړل شوی دی اؤ اسلام آباد اؤ راولپینډۍ ښارونو کې د موبایل فون د خدماتو ځنډول کېدو تر څنګ پنډۍ، لاهور، سرګوده اؤ اټک ښارونو کې رینجرز هم راغوښتل شوي دي.
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له وړاندې ویلي که اسلام آباد کې چا د احتجاج هڅه وکړه نو سخت عکس العمل سره به مخامخ کیږي.
خبریال شیراز احمد شیرازي ډیوه ته وایي، دا وخت د حکومت ټوله توجو په دې ده چې څنګه دا ثابته کړي چې پاکستان تحریک انصاف ېو ترهه ګر اؤ هیواد پرضد ولاړ ګوند دی.
هغه وایي د دې ښکاره مثال په نهم مې د احتجاج نه پس دد ې ګوند په مشرانو باندې د ترهه ګرۍ درج شوې مقدمې دي.
د شیراز احمد په خبره ،داسې ېو ګوند د احتجاج نه ایسارول ېو غیر جمهوري عمل دی ځکه چې هر چاته د احتجاج حق د پاکستان دستور ورکوي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند په ګرد هیواد کې خپل احتجاج یو بنیادي حق ګڼي خو بیا ورباندې په ټولنیز رسنیو دا تنقید هم روان دی چې خیبر پښتونخوا صوبه کې چې ددغه ګوند حکومت دی هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا رابلل شوې جرګه باندې د پښتونخوا پولیس بریدونه کوي اؤ د صوبې وزیراعلا په دې بریدونو غلی دی.