په بنو کې د پي ټي ایم د جلسې په وخت د فسادونو د مخ نیوی ماده ولې ولگیده؟

د پښتون ژغورنې غورځنگ یو مشر عبدالله ننگیال د بنو ښار څخه د ٢٧ م اکتوبر په ماسخوتن د ټلیفون په لیکه وي او ای​ ډیوه ته وویل که څوک یې غواړي او کنه سبا به جلسه کیږي، هغه وویل:

"د غورځنگ غړیو سټېډیم د کرسیو ډک کړی دی، ساونډ سسټم (د اواز نظام) لگېدلی دی، د زرگونو په شمېره کې د پښتونخوا د گوټ گوټه اولس بنو ته راروان دی"

ښاغلي ننگیال وویل دوي نور په پاکستان کې په ټیټو سترگو ژوند تیرولو ته تیار نه دي د یو سیال ژوند حق غواړي.

په ٢٧م اکتوبر په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنگ د جلسې څخه د مخه د ښار سرکاري افسرانو د غونډو د مخ نيوي قانوني ماده ١۴۴ په ځای کړې، د قانون پوهانو په خیال پي ټي ایم د پاکستان په ايني چوکاټ کې خپل جمهوري مټ ازماي او حکومت یې د فسادونو د مخ نیوی په ماده لاره نیسي.

وتلی قانون دان او سپين روبې پښتون م‍شر قاضی انور وايي د پي ټي ایم غوښتنې جمهوري او ايني دي. دهغه په خیال د سیاسي مقاصدو لپاره په اجتماع پابندئ په جمهوري کلچر کې نه وي، هغه وي او ای ډیوه ته وویل:

"دفعه ١۴۴د فساد د مخ نيوي لپاره لگول کیږي"

د قاضی انور په خیال د پي ټي ایم غوښتنو ته د دښمن سازش ویل یو نه مننوکی تهمت دی، د ښاغلي انور په خیال په پاکستان کې وضع نه خو اسلامي ده او نه قانوني:

"وسنی کلچر؟ نه دا اسلامي دی او نه دا جمهوري دی، دا شخصي دی"

د بنو سرکاري افسر محمد علي اصغر ويلي دي د تر هگرۍ د خطر په خبر داري یې په ښار کې په هر قسمه اجتماع پابندي لگولې ده،د هغه د وینا تر مخه د قانون سر غړونه کونکو نه به تپوس کیږي.

خو د پي ټي ایم دمشرانو خیال دی حکومتد ١۴۴ مادې په ځای کولو د دوي د جلسې مخه نیسي، د غورځنگ مشران دعوا کوي که هر څو د دوي مخه ونیول شي جلسه به ارو مرو کوي.

د بنو جلسې ته د خېبر پښتونخوا د صوابۍ ښاره په سفر روانې د بشري حقونو کارکونکې گلالۍ اسماعیل وي او ډیوه ته د ټیلیفون په لیکه وویل دا جلسه به کېږي، پښتانه نور د ریاستي جبره ستړي شوي دي، هغې وویل:

" پښتانه به سبا د ریاست نه تپوس کوي چې کله پورې به یې د جنگ د معیشیت لپاره خرسوي؟"

که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنگ مشران په خپلو تقریرونو او مرکو کې بیا بیا واي چې دوي د ریاست په قانوني چوکاټ کې د پښتنو سره د ریاستي ظلم په ضد پر امنه احتجاج کوي خو د پاکستان د پوځي مشرانو دریز دا دی چې د پي ټي ایم مشران پاکستانی اولس بې لارې کوي. د پاکستان د پوځ یو ویاند افسر میجر جنرل اصف غفور روانه میاشت د پي ټي ایم په حقله خبریالانو ته ويلي وو د پښتون ژغورنې غورځنگ د تگلارې او پېغام سره اختلاف لري، د هغه په خیال:

"پي ټي اېم د پاکستانيانو د بې لارې کولو هڅه کوي"

په پاکستان کې زیاتره سیاسی گوندونه د پي ټي ایم غوښتنې سمې گڼي. د پاکستان په سینېټ کې د بشري حقونو د کمیټۍ غړی عثمان کاکړ واي د هیواد د ادارو په ضد اولس احتجاج ځکه کوي چې تگلارې غلطې دي.

هغه وویل په پاکستان کې تر ټولو زیات ځپل شوی قام پښتون دی:

"ظلم ورسره کیږي، ٦٠ ، ٧٠ زره خلق د ترهگرۍ ښکار شوي دي، په لکونو اي ډي پيز (په کور دننه جبري کډوال) شوي دي، کورونه یې بمبار شوي دي، بې روزگاره دي، وږې دي، تږې دي، او په دې ملک کې د دریمې درجې د شهري په توگه وسي" د ښاغلي کاکړ په خیال ریاستي ادارو پښتانه بدنامه کړي دي.

خو ښاغلی عثمان کاکړ په حکومتي تگ لارو د تنقيد سره سره دا هم مني چې باوجود د ډېرو بې وځلیو او جبر لاندې ژوند تیرولو پښتانه د خپل مستقبل په حقله هيڅ تگ لاره نه لري.

ښاغلي کاکړ د سیاسي او مذهبي گوندونو د مشرانو او د ټولنې د زموارو وگړيو څخه وغوښتل چې د تروړل شوو حقونو د گټلو او د وسنیو ستونزو د هواري په خاطر دې پښتانه یوه قوي قامي ایجنډه تیاره کړي.