"د جي ایچ کیو د ناول په هره جمله کې د پښتنو د بربادۍ، تباهۍ او بې عزتۍ قیصې پرتې دي" منظور پشتين

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتين ويلي دي چې د پاکستان په پوځي مرکز (جرنلز هیډ کوارټرز) کې د پښتنو د بربادۍ قیصې ليکلې پرتې دي. هغه د امریکې په ورجينیا کې یوې جلسې په یو ویډیو وینا کې وویل:

"د جي ایچ کیو د ناول په هره جمله کې د پښتنو د بربادۍ، تباهۍ، بې عزتۍ قیصې پرتې دي"

هغه وویل چې د جنگ په نومپه تېرو څو کلونو کې ټوله گټه د هیواد نورو برخو ته ورسول شوه او پښتنو ته یواځې تباهي ورسول شوه، هغه وویل:

" کنسټرکشن (ابادي) په پنجاب او ډيسټکرشن(بربادي) په پښتونخوا کې کیږي"

هغه ووویل سړکونه او د ترقۍ ټولې منصوبې د لاهور او پنډۍ د پاره دي.

د منظور پشتين په خیال د تر هگرۍ خلاف په جگړه کې یواځې هغه ځایونه برباد شول چرته چې پښتانه اباد وو:

"په جنگ کې دوي ځانونه اباد کړل او پښتانه پکې برباد شول"

هغه وویل چې د تر هگرۍ په نوم د جگړې په وخت پوځ پښتانه په خپلو کې جنگول:

"په وزیرستان کې به پښتنو ته بریگیډیرانو ویل چې خپل پښتانه مو وژني او په کرک کې بې یې پښتنو ته وویل خپل قبایل پښتانه درباندې حملې کوي"

هغه وویل چې د پښتنو حالات دا دي چې په پاکستان کې ریاست پښتانه د خپلو گټو لپاره استعمال کړي دي. هغه وویل:

"د ١٠٠٠٠٠ نه باندې د پښتنو کورونه ړنگ دي. د ډالرو لپاره یې په پښتنو کې خپل منځه دښمنۍ پیدا کړې ، په جایدادونو یې ورله قبضې وکړې"

منظور پشتين وویل:

"زمونږ ٨٥٠٠ خلق ورک دي، خبریې نشته"

د منظور پشتين تر مخه د پښتنو سره ریاست غیر انساني سلوک کوي.

منظور پشتين تور پورې کړو چې په پاکستان کې پښتانه هډو څوک انسانان نه گڼي:

"په دره ادم خیل کې د پاکستان جټ طیارو په بمبارۍ کې ماشومان اوژل خو اخبارونو وویل چې تر هگر اووژل شول"

منظور پشتين د خپل تحریک د کامیابۍ د ذکر سره دعوا وکړه چې یو کال کېږي چې پښتانه یو شوي دي او خپله خبره کوي:

"وس چې پښتانه خپل حق غواړي نو غداران ورته وايي. پښتانه چې د خپل وطن د ابادۍ او دانساني حقونو خبره کوي نو بیا ورباندې پابندئ لگوي او بدناموي یې"

هغه وویل چې ډېرې گټې یې کړي دي خو وس یې هم زمونږ په ملگرو تششدد روان دی.

منظور پشتين وویل پاکستان خپل گاونډي هیواد انډیا ته لوی دښمن وايي خو د ټولو لویه دښمنه رویه یې د پښتنو سره ده:

"نه ډاکټر معاف کوي، نه پولیس افسر او نه پي ایچ ډي معاف کوي ټول وژني"

د منظور پشتين په خیال:

" دخپل وطن سره ننگ که د چا په نظر کې غداري ده نو زه به یې کووم"

منظور پشتين په امریکا کې میشت پښتنو ته وویل چې پښتانه سره یو ځای کیږي او د وطن خبره کوي نو د مظلوم اولس زړونو ته پرې اطمينان رسیږي. هغه وویل:

"په دې د ټولې پښتونخوا اولس خوشحاله دی"

هغه د امریکا د پښتون ژغورنې غورځنگ د تنظيم په غړیو د یو والي او اتفاق غږ هم وکړو:

"د امرېکې ملگري دې منظم شي او اتفاق دې ولري"

هغه ورته په تلقيني لهجه کې وویل:

" اتفاق په مينه راځي، اتفاق په لوی زړه راځي، کوم ملگری هم چې په خپلوملگرو اعتماد نه کوي لوی زړه نه ورته ساتي، مينه نه ورسره لري، هغه په اتفاق کې همیشه د پاره خنډ پاتې کیږي"

په امریکا کې د پي ټي ایم د یو کال پوره کیدلو په وخت جلسې ته حبیب وزيري، ډاکټر نایل، اریانه بلوڅ، سپوږمۍ کاکړ،

خبریال مجیب الر حمان، او وتلي شاعرعبدالباري جهاني هم ویناگانې وکړې.

دجلسې گډون والو په لور الايي کې د پي ټي ایم د غړي ارمان لوڼي د وژلو غندنه هم وکړه. د پي ټي ايم امرېکې غړو وویل د ارمان لوڼي وژنه هدفي ریاستي تر هگري ده.

د پي ټي اېم غوښتنو ته د پاکستان د پوځ ځواب

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور د تېرې میاشتې په سر کې ويلي وو، پي ټي ایم د عدم تشدد په لار روان تحریک دی او دوي خواهش لري چې د پي ټي اېم مشرتابه د خپلو خلکو د گټې دپاره د حکومت سره خبرې وکړي.

هغه د يو شخصي ټي وي سره په مرکه کې ويلي وو چې د پي ټي اېم درې غوښتنې وې، د ماینونو پاکول، د چیک پوسټونو کمول او د بې درکو خلکو موندل، چې وایي ځینې پوره شوي او پر ځینو کار روان دی.

خو نوموړي ويلي وو اوس دا تحریک پر داسې خوا روان دی چې که تر "سرې کرښې" تېر شي نو پوځ به یې په ضد له زوره کار واخلي.