د پنجاب صوبه دترهگرو مور ده ؟

pakistan protest bounty on Hafiz Saeed

د نړۍ لپاره خطرې پېداکونکي د دهشتگردو پټ پناځاېونه ېواځې په شمالي وزیرستان کې دي؟ ددې پوښتنې ځواب که څوک د پاکستان په مېډېا کې لټوي نو کېدې شي ځواب هم دا وي چې او وزيرستان د ترهگرو مرکز دی- بې شکه وزيرستان کې د طالبانو مشران په ظاهره پټ ژوند کوي – خو وزيرستان کې د ترهگرو د اډو په اړه دومره تبليغات شوي چې د ترهگرۍ اصلي زېله د هر چا نه هېره ده – د پوښتل شوي سوال سم ځواب به دا وي چې د پاکستان ځيني نورې برخو کې هم د دهشتگردو پټ پناځاېونه شته دی- د ترهگرۍ څارونکي د پاکستان پنجاب صوبه د دهشتگردو دزېږولو او پېدا کولو مور گڼي، د پاکستان ډيلي ټائمز وتلې کالم ليکونکې ډاکټرتقي په خپل یو کالم کې ليکي القاعده خپل نوي بچي په پنجاب کې زېږوي ، ډاکټر واېي د نوې القاعده مازغه په پنډۍ زړه په مريدکی او لاس پښې په نور پاکستان کې خواره دي-( پنډۍ ښار کې د پاکستان د ځواکونو مرکز جي اېچ کېو دی) د پاکستان په پنجاب صوبه کې د نور هیواد په پرتله د ترهګرۍ پیښې کمی کیږي خو څیړونکي واېي دغلته په ګاونډي هیوادونو، او پخپله د هیواد دننه د حملو د منصوبه جوړولو ماهران په حکومتي حفاظت کې ساتل کېږي. څیړونکي پنجاب د دهشت ګردو د مفکورې مرکز او نور پاکستان د وجود مرکز ځکه گڼي او واېي دغلته د جماعت الدعوه، لشکر طېبه، جیش محمد، سپاه محمد، لشکر جهنګوي، حرکت الجهادالاسلامي، الغازي بریګیډ او په مذهبي نومونو جوړ شوي ېو شمېر نور خطرناک تنظيمونه خپل محفوظه مرکزونه لري- دغه ډلې د القاعده نوې شکل گڼلې کېږي او تر ټولوپه ډاگه فعاله پکې جماعت الدعوه ده-

د جماعت الدعوه په دوه سوه ایکړه زمکه غټ مرکزد پنجاب په مرید کې ښار کې دی. د جماعت الدعوه جنګي څانګه لشکر طېبه ده- په لشکر طېبه په پاکستان کې د ېو شمېر خطرناکو پېښو کې ککړ کېدو نه علاوه د هند ممبۍ ښار باندی په کال ۲۰۰۸ کې خونړۍ حملوتورونه دي. وېل کېږي ددی پیښې منصوبه ساز زکي الرحمان لکهوي وو، لکهوي آېن اېی ای ته په انتهاېي مطلوبه خلقو فهرست کې (موسټ وانټډ لسټ) کې تر ټولو بره دی او ور پسې دا وخت ګرزي. د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید امریکی ته مطلوبه دی او په سر ېی ورله ۱۰ ملینه ډالره انعام هم مقرر کړیدی
د پنجاب ېوه بله غټه وسله واله او غیر قانوني ګرځول شوي ډله جیش محمد ده. د دغې ډلې مشر مولانا مسعود اظهر د هند د ولقې لاندی کشمر کې نیول شوی وو. او چې کله د هند په جیل کې وو نو په ۱۹۹۸ کې د هند یوه الوتکه وتښتول شوه. او د افغانستان په قندهار کې کوزه شوه. د هغی د سورلو په بدل کې مسعود اظهر هندي چارواکو خوشی کړو او د رپورټونو تر مخه وس په پنجاب کې میشته دی او د ترهګرۍ منصوبې جوړوي-

د جېش محمد نه علاوه د غیر قانوني ګرځول شوی ډلې لشکر جهنګوي مرکز هم پنجاب دی. لشکر جهنګوي په پاکستان کې په کم شمیره فرقو حملو کې لاس لري دوي په روستیو کې په احمدیانو، او شیعه مسلمانانو خونړۍ حملې کړې او ذمه واري ېي هم منلې ده. ددی ډلې مشر ملک اسحاق دی او د پنجاب یو عدالت ورته ضمانت ورکړی دی. د وړوکي اختر نه یوه ورځ وړاندې د بلوچستان په سر ښار کوټه کې د پولیسو په جنازه د خونړۍ حملې پړه طالبانو منلی او واېي دغه ېی د لشکر جهنګوي د څوارلس وسله والو وژلو بدل اغستې په دغه پیښه کې د پولیسو د لوې افسرانو او غړو په شمول ۳۸ کسان وژل شوي وو-
د ډاکټر عثمان تعلق هم د لشکر جهنګوي سره دی – عثما ن د پاکستاني ځواکونو په میډیکل کور کی نوکر وو- دې د پاکستاني ځواکونو په مرکزي دفتر جي ایچ کیو ، په پخواني صدر پرویز مشرف او سر ښار اسلام آباد کې په یو هوټل حملو کې ککړ وو او دا وخت د پاکستاني چارواکو په ولقه کې دی.
سپاه صحابه ېوه بله غېر قانونه گرزول شوی وسله وال ډله ده چې دا وخت د اهل سنت ولجماعت په نوم په پنجاب جهنگ کې ستر مرکز لري، په سپاه صحابه په پاکستان کې په کم شمېره فرقو د خونړو حملو په سر په کال 2002 کې قدغن لگول شوې وو خو زېاتره غړي ېې وس هم د سپاه صحابه نوم استعمالوي او اذاد دي-

حرکت الجهادالاسلامي د پنجاب ېوه بله تندروه ډله وه چې الیاس کشمیري یا مولانا محمد الیاس کشمیري جوړه کړې وه – الېاس په افغانستان کې د روس خلاف په د افغان جهاد ملگرې وو- وروستو الیاس کشمیري د نړیوالی ترهګری ډلې القاعده ملگرې شو او بېا ېې په مهمو مشرانو کې ځاېې پېدا کړو الیاس کشمیري د امریکا ډرون په ېو برید کې د پاکستان په قبایلي سیمه کې وژل شوې دی
په سر ښار اسلام آباد کې د لال مسجد نومې جماعت دوه ورونړو په نوم الغازي بریګیډ هم په پنجاب کې دی. الغازي بریګیډ په باره کې ویل کیږي زېاتره ځان وژونکي ېي پيدا کړي.

د لال مسجد مولانو په سر ښار اسلام اباد کې د خپل سره قانون جوړولو اعلان کړی وو او د
حکومت سره ېی ډغره والې وه - وروستو په دغه جماعت د پاکستان د پوځ په حمله کې غازي عبدالرشید اووژل شو او د هغه مشر ورور مولانا عبدالعزیز په برقعه کې د تښتیدو په
و خت ونيول شو وس خوشې شوې او د لال جماعت مشر دی.
​پخپله د پاکستان واکمنه ګوند مسلم لیګ (ن) مشران نواز شریف او شهباز شریف د طالبانو او وسله والو ډلو لپاره نرمه رویه لري د پنجاب موجوده اعلی وزیر شهباز شریف چې تیر وخت هم د پنجاب اعلی وزیر وو نو طالبانو ته خپل ورونړه ویلي وو-

ځيني څيړونکي فکر کوي که چري پاکستان د تر هگرۍ په ضد جگړه کې وس هم سکوټه تگلاره نه خپلوي نوامکان دی چې نړيواله ورورولی د پاکستان نه په قباېلي سېمه شمالي وزيرستان کې د حقاني شبکې په ضد د عملېاتو د مطالبې سره سره په مریدکې او جهنگ کې هم د شرخوښو په ضد د عملېاتو مطالبه وکړي