په کوټه کې د کلچر او ټوريزم وزارت د پښتو په شمول د پينځو ژبو ليکوالو او شاعرانو ته د غوره ادبي کتابونو پر ټاکل کېدو کالني ايوارډونه ورکړي دي، چې نغده مرسته هم پکې شامله ده.
د دسمبر پر شپاړسمه د صوبايي حکومت له خوا د ١٦- ١٥- ١٤-٢٠١٣م کلونو پښتو، اردو، فارسي، براهوي او بلوڅي ادبي آثارو ته د «علامه اقبال» په نامه ايوارډونه ورکړل شول. له دغو ايوارډونو سره نغدې مرسته هم ورکول کېږي، چې پخوا لږ وه، خو سږ کال لومړۍ جايزه اخيستونکي کتاب ته ٩٠٠٠٠ کلدارې، دويم ته ٧٥٠٠٠ او درېيم ته شپېته زره کلدارې نغدې انعام ورکړل شو.
په پښتنو ليکوالو کې چې دغه ايوارډونه يې اخيستي دي د پوهاند سيال کاکړ، عبدالکريم بريالى، ډاکټر لياقت تابان، نعيم ازاد، ډاکټر عبدالروف رفيقي، ميرحسن خان اتل، عبدالقادر مجرم، شهيم کاکړ، سومر خاکسار او شفاء کاکړې نومونه شامل دي.
ليکوال او مؤلف ميرحسن خان اتل ته هم د هغه پر ادبي تذکره (دا وګړي ډېر کړې خدايه) باندې ايوارډ ورکړل شو، چې د ږوب سيمې د شاعرانو لنډ ژوندليکونه او شعرونه يې پکې را غونډ کړي دي. ښاغلي اتل امريکا ږغ ډيوه رېډيو ته وويل، د حکومت له خوا د مورنيو ژبو کتابونو ته د جايزو ورکول د اديبانو د ادبي زيار قدرداني ده، خو وايي په ايوارډونو کې ورکول کېدونکې پيسې بېخي لږ دي او بايد زياتې شي:
"دا زموږ د ليکوالو د خوارۍ- چې په بېلابېلو صنفونو کې يې کښلې ده- د توهين تر حده دا پيسې لږ دي. دا د کتاب تر چاپ، د ليکوال تر تکليف او د چاپخانې تر خرڅ هم کمې پيسې دي. تخليقکار او محقق چې کوم زيار ايستلى وي، بايد وستايل شي. په لومړۍ او دويمه درجه ايوارډونو کې پينځه يا لس زره فرق وي بايد چې دا نه واى"
که څه هم د حکومت له خوا ادبي آثارو ته ايوارډونه د دغو کتابونو تر ارزونې وروسته ټاکل کېږي، چې هر ليکوال او شاعر خپل پينځه کتابونه جمع کوي او هغه د ارزونې لپاره بېلابېلو ليکوالو ته ورکول کېږي او د معيار له پلوه غوره کتابونه پکې ايوارډ ته ټاکل کېږي، خو ځينې ليکوال شکايت کوي، چې په دغو جايزو کې تر معيار شخصي ملګرتيا، خپلوۍ او عمر ته زيات ارزښت ورکول کېږي. ليکوال او شاعر عصمت الله زهير ډيوه رېډيو ته د دغو ايوارډونو په اړه وويل:
"صوبايي ادبي جايزې ليکوالو ته په شاعري، نثر او تحقيق کې ورکړل شوې، دا يو مثبت ګام دى او د ليکوالو حق جوړېږي، خو د افسوس او ژړا ځاى نن دا وو، د پښتو ژبې او ادب په نوم جوړې ادارې، چې په کروړونو روپۍ د پښتو ژبې او ادب په نوم اخلي، خو دا ادارې د پښتو ژبې او پښتنو ليکوالو لپاره څه کوي؟ ښه مثال يې نن په دې غونډه کې د دغو ادارو د کسانو نشتوالى وو"
د کلچر وزارت ژمنه کړې چې نه يواځې به د بلوچستان د اديبانو چاپ کتابونو ته هر کال د نغدو مرستو ايوارډونه ورکوي، بلکې د پښتو، براهوي او بلوڅي ژبو د ودې لپاره به له اديبانو سره مرستو ته هم دوام ورکړي، خو د صوبې ليکوال شکايت کوي چې د حکومت له خوا ورسره هيڅ ډول مرسته نه ده شوې. ميرحسن خان اتل وايي اوسني صوبايي حکومت د ژبې او ادب لپاره هغومره کار نه دى کړى څومره چې پکار وو:
"مخکې هم له ليکوالو او ژبو سره چا مرسته نه ده کړې، له اوسني حکومته چې کومه هيله کېده او کوم کار چې د دوى په وس پوره وو، له هغه څخه په سلو کې لس فيصده کار هم نه دى شوى. بايد لږ دې اړخ ته زياته توجه وشي او د ليکوالو اقتصادي اړخ هم په پام کې ونيول شي، ځکه له څو فيصده ليکوالو پرته نورو ټولو د خپل کار او ژوند وخت د ادب، ژبې او کلچر خدمت ته ورکړى دى"
د بلوچستان د کلچر او ټوريزم وزارت په صوبه کې چاپېدونکيو ادبي کتابونو ته هر کال ايوارډونه ورکوي، خو دا ايوارډونه له ډېرو کلونو ځنډېدلي وو، ځکه له تېر کاله د څو کلونو کتابونو ته په يوه ځاى ايوارډونه ورکول کېږي.
دغه ايوارډونه په درو برخو شاعري، داستان او د څېړنې په برخه کې ورکول کېږي، چې په هر صنف کې لومړۍ دويمه او درېيمه درجه کتابونه ټاکل کېږي او لومړي ته ٩٠٠٠٠، دويم ته ٧٥٠٠٠ او درېيم کتاب ته ٦٥٠٠٠ روپۍ ورکول کېږي.