د امریکايي پوځ مرکزي کمانډ یا سېنټکام د جمعې په ورځ وویل په مغربي عراق کې د امریکايي او عراقي ځواکونو په مشترکو عملیاتو کې د داعش وسله والې ډلې ۱۵ غړي وژل شوي دي.
سېنټکام، چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو سرپرستي کوي، په اېکس خپل پوسټ کې وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امریکايي او د عراقي ځواکونو د عملیاتو هدف د داعش مشران وو چې په کې د ډلې ۱۵ فعالان ووژل شوو. سېنټ کام وویل داسې نه څرګندېږي چې په عملیاتو کې ملکي خلکو ته نقصان رسېدلی دي.
سېنټکام وویل د داعش غړي په مختلفه قسمه وسله، لاسي بمونو او په چاودېدونکو ځانمرګي کمربندونو سمبال وو. دا چې د داعش ضد اپرېشن کوم خای شوی، سېنټکام په اړه صرف مغربي عراق یاد کړو.
په عراق کې د داعش ضد عملیاتو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې بغداد او واشنګټن د تېرو څو میاشتو راهسې په عراق کې د وسله والو خلاف جنګېدونو ایتلافي ځواکونو د موجودګۍ په مستقل خبرې اترې کوي.
باوجود د دې چې عراق غواړي ټول ځواکونه دې مکمله انخلا وکړي، مګر په دې اړه لا د څه نېټې اعلان نه دی شوی.
د داعش خلاف د نړیوالې ایتلاف په لړ کې امریکا ۲۵۰۰ عسکر په عراق او ۹۰۰ عسکر په شام کې لري.
په عزه کې د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې په شام او عراق کې په اتحادي ځواکونو ګڼ شمېر حملې شوي.
تېر کال اسلامېک رېزېسټنس اف عراق، چې د ایران حمایت یافته ګڼ شمېر وسله والو ډلو اتحاد دی، وویل په عراق او شام کې يې په غېر ملکي اتحادي ځواکونو د راکټو او ډرون ۱۷۵ حملې کړي دي.
امریکايي ځواکونو په عراق او شام کې د وسله والو خلاف ګڼ شمېر جوابي حملې کړي دي.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مغربي عراق کې د عملیاتو نه څو ورځې وړاندې امریکايي ځواکونو وویل د القاعده سره تړلې یوې وسله والې ډلې یو مشر يې وژلی دی.