د پاکستان ستر عدالت ننۍ پرېکړه هم لکه د تېرو پرېکړو په شان دنيوکو سره مخ ده. ننۍ فېصله کې عمران خان بري شو خو هم دغه شان تورونو کې گېر پخوانی وزيراعظم نوازشريف د جولايي په ٢٨ مه نه ا مين او نه صادق پاتې شوې ؤ.
د پاکستان مسلم ليگ یو مشر دانیال عزيز ويلي دي د عمران خان د بري کولو د عدالت په فیصله نيوکې لري. هغه اوویل:
"عمران خان په خپله منلې ده چې هغه په غیر قانونه لارو مال دولت وړی راوړی دی" پاکستان ټيلي وژن په خپل ټویټر اکاونټ د دانیال عزيز بیان خپور کړی دی.
#ImranKhan Counsel%27s confessional statements have been published in leading papers. Imran Khan himself confessed of money-laundering on state media. We have our reservations on court%27s verdict: Daniyal Aziz pic.twitter.com/VYhEEfgQ2y
— PTV News (@PTVNewsOfficial) December 15, 2017
د پاکستان د واکمن گوند مسلم ليگ نون یو بل غړي او دهېواد د کورنیو چارو زير احسن اقبال هم د عدالت په پرېکړه نېوکه کړې ده، ښاغلی اقبال په خپل ټويټر ليکي:
"د نواز شريف او عمران خان په پرېکړو کې عدالت دوه پېمانې وکارولې"
په ټولنيز رسنیو هم دپاکستان د ستر عدالت په فيصله نيوکې شوي دي. په ټویټر یو شمېر کسانو ويلي دي دويي حیرانه دي چې عدالت په یو شان تور کې نواز شريف نا اهله کړو او عمران خان یې اهل کړو.
د لندن څخه یو خبریال مرتضا علي شاه په خپل ټويټر ليکلي دي:
"د عمران د لندن جایداد د عمران نیازي نومې کمپنۍ ؤ، دغه کمپنۍ تر ٢٠١٥ پورې روانه وه خو عمران خان د پاکستان د الیکشن محکمې نه پټه ساتلې وه، او نوازشريف د خپلې کمپنۍ نه د تنخوا نه اخستلو خبره پټه کړې وه"
Imran Khan’s London property was owned by offshore company Niazi Services Limited which he never declared 2 ECP/remained operational till 2015. Remember, Nawaz Sharif was disqualified 4 not taking salary from his son https://t.co/O4qkoFidZK
— Murtaza Ali Shah (@MurtazaGeoNews) December 15, 2017
سپريم کورټ په خپله پرېکړه کې ويلي دي عمران خان د (نيازي سروېسېز لمېټېډ) د ښکاره کولو زموار نه دی. عدالت په خپله پرېکړه کې ليکي:
"هغه نه خو ددې کمپنۍ مشر او نه شراکتي ؤ"
د پاکستان پخوانی وزيراعظم نواز شریف د پاکستان ستر عدالت نا اهله کړې ؤ. عدالت په خپله پرېکړه کې ويلي وو ، هغه د خپلې کمپنۍ څخه د امدن خبره د انتخباتو د کمیسون څخه پټه ساتلې ده.
ټولنيز فعاله او خبریاله ماروي سرمد ليکي:
"د پا کستان د ستر عدالت ستر قاضي د عمران خان د بري کولو ننۍ پرېکړه ښايي چې په کومو بنیادونو د ستر عدالت پینځه قاضیانو نواز شريف او د هغه د کورنۍ نور غړي لرې کړي وو، هغه غلطه فیصله وه".
Chief Justice of Pakistan%27s today%27s verdict against disqualification of Imran Khan means that the five member bench that disqualified then PM on flimsy grounds, was actually wrong.
— Marvi Sirmed (@marvisirmed) December 15, 2017
ننۍ پرېکړه کې ستر عدالت عمران خان د نورو تورونو څخه هم وينځلی دی. عدالت وايي د عمران خان کور بني گاله د عمران خان خپل جایداد دی، دا ورته د هغه پخوانۍ ښځې جمایما خان په تحفه کې ورکړې ؤ.
د پاکستان ستر عدالت په خپله پرېکړه کې د عمران خان نزدې ملگری او د گوند عمومي سیکتر جهانگير ترين مجرم منلی دی او هغه یې د پاکستان د سیاست لپاره نا اهله کړی دی.
د عمران خان یو اتحادي او سیاست مدار شیخ رشید ويلي دي:
"نوي خلک او نوي سرمایه لگونکي پېدا کیږي. هغه ويلي دي جهانگير ترين پي ټي ايي ته غټ مالي کمک ورکؤ. خو سیاست یوه منډه ده خلک ورته ځي راځي"