د انتخاباتو نه وړاندې په مخصوصو گوندونو ترهگرو حملې ولې شورو کړې؟

د ترهگرو د حملو په خبرداري پیپلز گوند په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د خپلو جلسو د ځنډولو اعلان کړي دی خو هم نن تحریک انصاف گوند په خیبر پښتونخوا صوبه کې درې اولسي غونډې وکړې، د سیاسي گوندونو مشرانو ويلي دي په انتخاباتو کې یو گوند ته د بري کولو لاره جوړیږي.

د پیپلز گوند مشر بلاول بټو زرداري تور لگولی دی چې هغه ته د خپلو جلسو د محدودو ساتلو ویل شوي دي، ښاغلي بټو نن د جولاي په ١۴مه په پېښور کې خبري کانفرنس ته وویل:

"دا د انتخاباتو نه وړاندې ټگي توري ده او دې سره به د انتخاباتو نتيجې لانجمنه شي" ښاغلي بټو نن په پېښور او ملاکنډ کې د سیاسي جلسو اعلان کړی وو . د پیپلز گوند د پښتونخوا صوبې یوې مشرې روبینه خالد ډان اخبار ته ويلي دي چې پولیسو ورته د جلسو اجازت نه دی ورکړی. ډان اخبار ليکي:

"دترهگرۍ د تازه لړۍ په رڼا کې د صوبې حکومت پیپلز گوند ته د غونډو اجازت نه دی ورکړی"

دا اونۍ په بلوچستان مستونگ کې د بلوچستان عوامي گوند په جلسه کې د ترهگرو په حمله کې نزدې ١٣٠، په بنو کې د جمعیت علما اسلام په جلسه کې ٥ او په پېښور کې د عوامي نیشنل گوند په جلسه کې ٢٠ کسان په ځان مرگي بریدونو کې وژل شوي دي.

د وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د پښتونخوا صوبې پخواني اعلا وزير او د جمعیت علما اسلام گوند مهم مشر اکرم خان دراني وویل چې حملې یواځې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبه کې روانې دي، هغه وویل په دې سوچ وړی دی چې اخر داسې ولې کیږي:

"زمونږ مظبوطې ادارې دي، دويي به مونږ ته وايي چې دا حملې څوک کوي" ښاغلي دراني وویل تر وسه یې په گوند پینځه حملې شوي دي:

"خو سیکوریټي(امنیتي) ادارې مونږ ته دا نه وايي چې دا حملې ورباندې چا کړي دي"

په ښاغلي دراني باندې دا اونۍ د صوبې په بنو ښار کې ځان مرگي بريد شوی وو چې دې پکې بچ شوی خو پینځه ملگري یې وژل شوي او ۴٥ ژوبل شوي وو.

د ښاغلي دراني په گډون په یو شمیر پاکستاني مشرانو د حملو زمواري غیر قانونه گرځول شوې ډلې تحریک طالبان منلې ده.

په تېرو پیځو کالو کې دښاغلي دراني گوند په خېبر پښتونخوا صوبه کې د تحریک انصاف د حکومت رقیب وو.

د تېرو څو کالو راهسې په پاکستان کې د ترهگرو د حملو د مخ نيوي په خاطرحکومتي او سیاسي مشرانو ته ځانگړي امنيتي مامورين ورکړی شوي وو خو په ورستیو کې د پاکستان ستر قاضی ثاقب نثار د سیاستدانانو څخه د حفاظتي مامورینو د واپس اخستلو امر وکړو.

د عوامي نیشنل گوند یو مشر سنیټر الیاس بلور وي او ای ډیوه ته وویل چې د ستر قاضی په وینا ددويي نه د امنیت ساتونکي بیرته اخستل شوي دي. الیاس بلور وویل د امنيتي مامورينو بیرته اخستل ډیر زیاتی وو:

"چېف جسټس دا ډېرزیاتې کړی دی یو ظلم یې کړی دی د پاکستان سره، چې وس دا حملې شورو شوې"

تېره اونۍ په پېښور کې د الیاس بلور وراره او د عوامي نیشنل گوند د صوبايي اسمبلۍ امیدوار هارون بلور او د هغه ٢٠ ملگري په یوه ځان مرگي حمله کې وژل شوي وو.

ښاغلي بلور ته چې ډیوه وریاد کړل چې ستر قاضي خو د امنیتي مامورینو په ټول پاکستان کې د بیرتو اخستلو امر کړی دی نو هغه وویل:

"حملې خو صرف په مونږه کیږي، په باقي پاکستان کې په لاهور کې یا په کراچۍ کې خو نه کیږي" د ښاغلي بلور تر مخه:

"دا خو داسې ده چې ته ترهگرو ته د سیاست دانانو د وژلو لاره پرانیزې"

د الیاس بلور ورو بشیر بلور او یو بل وراره شبیر بلور هم په یوه حمله کې وژل شوي وو.

په ١١ مۍ کال ٢٠١٣ په پاکستان کې د انتخاباتو په مهال هم تر هگرو په کيڼ اړخو گوندونو باندې ډېرې حملې کولې. په دغه کال کې تر هگرو د عوامي نیشنل گوند، پیلپز گوند اوځيني نورو گوندونو مهمه مشران او په سوونو کارکونکي وژلي وو.

د کال ٢٠١٣ په انتخاباتو کې مسلم ليگ نون گوند په مرکز او تحريک انصاف گوند په خیبر پښتونخوا صوبه کې حکومتونه جوړ کړي وو.

د روانې میاشتې په سر کې د ترهگرۍ د مخنیوي مرکزي ادارې د نیکټا چارواکو ویلي وو چې د ٢٥ مه جولاي په انتخاباتو کې د سیاسي قیادت په نښه کولو منصوبې جوړې شوې دي او دا چې د دوی ادارې ته تر لاسه شوي معلوماتو ترمخه، دا څه معمولي یا عام گواښونه نه دي.

د څیړونکو په خیال ښکاري په انتخاباتو کې ځيني گوندونو ته میدان خالي پروت دی ځکه چې موقتي حکومت ورته حفاظتي مامورین هم ورکړي دي، د ترهگرو لخوا ورته څوک گوhښیدلي هم نه دي او نه پری پخوا کله ترهگرو حملې کولې.