رپورټ:تېره میاشت قبايلي ضلعو کې د بدامنۍ28پېښو کې 34 تنه وژل شوي

د فاټا ريسرچ سنټر دشمېرو ترمخه په وژل شوو کې 8 د امنيتي ادارو غړي، 12 وسله وال او 14 عام وګړي شامل دي

د فاټا ريسرچ سنټر شمېرې ښايي چې د اکتوبر په مياشت کې په قبايلي ضلعو کې د بد امنۍ په 28پېښو کې 34 تنه وژل شوي او 19 ټپيان شوي دي۔

څيړونکي وايي په نزديو کې نه ښکاري چې د وسله والو بريدونه ودريږي، حکومتي چارواکي وايي د وسله والو ضد وخت په وخت عمليات کوي۔

د فاټا ريسرچ سنټر دشمېرو ترمخه په وژل شوو کې 8 د امنيتي ادارو غړي، 12 وسله وال او 14 عام وګړي شامل دي۔

په دې کې د زياترو بريدونو ذمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلي دي اؤ ټي ټي پي تر ټولو د زياتو نهو بريدونو دعوه په خېبر ضلعه کې کړې ده،

د خېبر ضلعې نه خبريال کاشف کوکي خېل ډيوه ته وويل د بدامنۍ له امله خلک انديښمن دي۔

"خلکو پسې د بهتې ټېلفونونه راځي، خلک په دباؤ کې دي، ويره ده پکې، کله چې هم دوي نه بهته غوښتل کيږي نو دوي وګوري چې نه يې پوليس تحفظ کولی شي او نه يې پارليمان کې اواز پورته کيږي نو دوي بيا بهتې په ځان ومني"

د قبايلي ضلعو ترڅنګ د خېبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې هم د بدامنۍ پېښې رپورټ شوي، ټي ټي پي په تېره مياشت کې په ټول پاکستان کې د 43 بريدونو دعوه کړې، چې يو 39 پکې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي.

یاده اداره وایي د تېر ستمبر مياشت کې د روان کال د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې رېکارډ شوې دي.

څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلیکټ اېنډ سيکورټي سټډيزد ستمبر د مياشتې په رپورټ کې ویلې وو چې په ستمبر کې په ټول هېواد کې 42 ترهګریز برېدونه رېکارډ شوي وو چې د تېر اګست دمیاشتې په پرتله 35 فيصدي اضافه پکې شوې وه.

د ستمبر په مياشت کې په قبایلي ضلعو او خېبر پښتونخوا کې د تشدد په کچه کې 106 فيصدي اضافه راغلې وه. خو د فاټا ريسرچ سنټر مشر نمصور محسود وايي د اکتوبر په مياشت کې د ستمبر په مقابله کې په قبائيلي ضلعو کې بريدونه کم شوې دي خو د خېبر پښتونخوا نورو برخو کې شمېر هم هغه پاتې دی۔

"د طالبانو بيا راښکاره کيدو له وجې احتجاجونه شوي دي، طالبان اوس د عامو وګړو په هدف کولو کې محتاط دي، ځکه په قبايلي ضلعو کې روانه مياشت د بريدونو شمېر کم شوی دی"

د خېبر پښتونخوا په سوات ضلعه کې د اګست په مياشت کې د وسله والو ښکاره کيدو رپوټونه مخې ته راغلي وو، چې د يو پوځي او پوليس افسر د تښتولو ويډيو يې هم خپره کړي وه۔ د هغې روسته په سوات او د خېبر پښتونخوا نورو برخو کې احتجاجي مظاهرې پېل شوي دي.

په څلورم نومبر هم سياسي ګوندونو په سوات ايکسپریس وی د کرنل شير خان انټر چېنج سره د پښتون امن مارچ اعلان کړی دی،

د ټي ټي پي لخوا د بريدونو دعوې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د حکومت سره يې د تېر يو کال نه مذاکرات روان دي او ډز بندي یې اعلان کړې ده.

اوس د دواړو خواو نه د مذاکراتو او ډز بندۍ ختمېدو يا نه ختمېدو په اړه څه نه دي ويل شوي خو د يو بل په ضد يې بريدونه روان دي۔

د پاکستان حکومت وخت په وخت وايي چې د وسله والو په ضد ګامونه پورته کوي، د داخله چارو وزير رانا ثناالله څو ورځې وړاندې ويلي وو"امنيتي ادارې خبر او چمتو دي او هره ورځ به تاسو وينئ چې عمليات کيږي او هغه ترهګر چې د دې ملک امن خرابوي وژل کيږي"

دغسې د پاکستان د فوځ سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه ويلي وو د ترهګرو ضد د دوي تشکيلات تيار دي۔