په شارلټ ښار کې د ریپبلکن قامي کنونشن تیارۍ روانې دي

د امریکې د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره د نومبر په میاشت کې انتخابات کیدونکي دي او د دغه ولسمشریزو ټاکنو لپاره د خپل امیدوار يا کاندید وړاندې کولو لپاره د ریپبلیکن پارټۍ یا جمهوریپال ګوند غونډه د اګسټ په ۲۴ پیلیږي او تر ۲۷ نیټه به دوام مومي.

د ریپبلکن ګوند یو شمېر مشران به د دوشنبې یا ګل په ورځ د نارت کارولینا ریاست شارلټ ښار کې په کنوینشن کې په فزیکي توګه ګډون وکړي خو د کنوینشن ډیری برخې به د انټرنټ له لارې یا ورچول وي.

د دغه کنوینشن په لومړۍ ورځ یعني د اګسټ په ۲۴مه د ریپلکن ګوند شاوخوا ۳۳۶ استازي به په شارلټ ښار کې راغونډیږي او د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره به ډونلډ ټرمپ، سره د مرستیال صدر مایک پینس په رسمي ډول نوموي. د جمهوري ګوند یو چارواکي سي اېن اېن خبرې ادارې ته وییلي چې تمه ده صدر ټرمپ او مایک پینس دغې غونډې ته راشي.

د سې شنبې یا نهې په ورځ، د اګسټ په ۲۵مه او د کنوینشن په دویمه ورځ تمه کیږي چې لومړۍ میرمن میلانیا ټرمپ او د ټرمپ مشر اولادونه به د سپینې ماڼۍ روز ګارډن څخه ویناوې وکړي. د ټرمپ زوم او لوړ پوړی سلاکار جیرډ کوشنر هم امکان لري خبرې وکړي.

د چهار شنبې یا شورو په ورځ، د اګسټ په ۲۶ او د کنوینشن په دریمه ورځ به مرستیال ولسمشر مایک پینس د بالټیمور ښار د مک هنري فورټ څخه خپله وینا وړاندې کړي.
د پنجشنبې یا زیارت په ورځ، د اګسټ په ۲۷مه نیټه او د کنوینشن په وروستۍ ورځ به د رپیلیکن پارټۍ نیشنل کنوینشن ته په خپله ولسمشر ټرمپ د گوند لخوا په رسمي توګه د نامزدګي قبولولو وینا وکړي.

په خپله رسمي وینا یا تقریر کې به صدر ټرمپ د خپلې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې اهم ټکي بیان کړي. دغه تقریر یا وینا به صدر ټرمپ د سپینې ماڼۍ څخه وکړي.

په دغه شپه به د ولسشمر ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ خپل پلار په هکله د معرفت وینا وکړي او د دې تر څنګ ګڼ شمیر نور مېلمانه هم دي چې ویناوې به کوي. په دغو میلمنو کې تمه کیږي چې د ملګرو ملتونو پخوانۍ سفیره نیکي هیلې، د ساوت کارولینا سینېټر ټم سکاټ، د ایووا سنیټر جان ارنسټ، د ریپبلکن پارټۍ مشر میچ مکونېل، د ټرمپ اولادونه او همداراز ځینې نور ځانګړي میلمانه به ویناوې کوي.

د ۲۰۱۶ کال ریپبلکن کنوینشن غونډې کې شاوخوا ۲۴۰۰ ګډونوالو ګډون کړی وو خو سږ کال به د دغه کنوینشن ډیری برخه د کورونا وبا له کبله ورچول ترسره کیږي.

د ډیموکراټیک ګوند کنوینشن هم چې د اګسټ پر ۱۷ نیټه پیل شوی وو او بیا پر ۲۰ مه نیټه پای ته ورسید زیاتره ګډونوال او ویناوې یې ورچول وشوې.