ار ایس ایف:پاکستان کې پوځي ادارې میډيا اؤ خبریالان دفشار لاندې ساتي

د پې پولې خبريالانو تنظيم (ار ايس ایف) د پاکستان اعلا پوځي چارواکي خبرداره کړي دي چې خبريالان دې نور نه ځوروي او ويلي يې دي په ميډيا قدغنونه به جمهوريت ته سخت زيان ورسوي۔ خو د پاکستان حکومت او پوځ په مطبوعاتو د فشار خبره ردوي.

خبريالان وايي دوي د رياستي او غېر رياستي ادارو د سخت دباؤ لاندې دي او په ازاده توګه خبرونه نه شي ورکولی،

ار ايس ايف خپل تازه رپورټ کي ويلي چې دکله راهسې په پاکستان کې شهباز شريف وزير اعظم جوړ شوی دی، نو د پوځي ادارو له اړخه د صحافيانو پر ضد نهه مقدمې درج شوې دي،

د پې پولې خبريالانو د ايشيا پېسپک مشر ډېنيل باسټرډ ويلي د خبريالانو د ځورولو په تېرو دوو مياشتو کې يو شمېر مقدمې درج شوي دي او دمقدمو سره مخ شوؤ دغو ټولو خبريالانو کې يوه خبره شريکه ده چې په يو يا په بل ډول یې د پوځ په سياست کې په رول نيوکې کولې .

نوموړي ويلي دا خبره د راټولو کړل شوو معلومات نه په ډاګه شوې چې پوځ په دوي نيوکې کوونکي خبريالان د فشار لاندې ساتي۔

ډينيل زياته کړې چې دا قسمه مداخلت د زغم وړ نه دی، دا عمل دې په سمدستي توګه ودرول شي ګني د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه به په پاکستان کې د اظهار رایې په ازادۍ د قدغنونو نېغ په نېغه ذمه وار ګرځول کيږي۔

د پوځ لخوا لا هم ددې رپورټ په ځواب کې تر اوسه څه نه دي ويل شوي خو د ميډيا ازادۍ د پاره دکار کوونکي تنظيم پريډم نېټ ورک د خېبر پښتونخوا مشر ګوهر علي وايي د صحافيانو په ضد عملياتو کې د پوځ اړخ ته ګوتې اوچتيږي خو تر اوسه کوم ثبوت مخې ته نه دی راغلی۔

نوموړې زياته کړه په پاکستان کې د خبريالانو خلاف د مقدمو، د دوي د وهلو، تښتولو او د وژلو لړۍ روانه ده، چې ورسره ازاد صحافت د نشت برابر شوی دی۔

"په پاکستان کې د اظهار رایې ازادې نزدې ختمه ده، خبريالان سېلپ سنسر شپ کوي او يا بيا ادارې د دوي ازاد او پې پلوا خبرونه نه چاپ کوي"

دا لومړې ځل نه دی په ځايي او نړيواله کچه د خبريالانو د حقونو د خوندي توب او د مطبوعاتو د ازادۍ د پاره کارکوونکو تنظيمونو په پاکستان نيوکې کړې دي، له دې وړاندې هم د پاکستان په حکومتونو، پوځ او استخباراتي ادارو سره سره په غېر رياستي عناصرو تورونه لګول شوي او نيوکي پرې شوي چې تل يې خبريالان د دباؤ لاندې ساتلي او مطبوعاتو ته يې په ازاده د خبرونو خپرولو زمينه نه ده ورکړې۔

خو په پاکستان کې بيا حکومتونو تل دغه تورونه رد کړي او دعوې کوي چې مطبوعات تل په پاکستان کې ازاد ساتل شوي دي. د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې هم دا خبره ردوي چې په مطبوعاتو فشار اچوي یا یې په کار کې لاس وهنه کوي.

ار ايس ايف په خپل رپورټ کې په روستيو کې پاکستان کې د نيول شوي خبريال عمران رياض د خبريال سمیع ابراهم او اياز امير د وهلو ټکولو او په دوي د مقدمو جوړولو يادونه هم کړې ده۔

په اسلام اباد کې خبريال عبدالله مالک وايي چې څوک هم د اسټېبلشمنټ په تګ لارو نيوکې کوي هغه خبريال به په نخښه کيږي که هغه په اسلام اباد کې وي، که قبائيلي ضلعو یا د خېبر پښتونخوا نورو برخو او يا که بلوچستان کې وي۔

"څنګه چې د عمران خان په وخت اسټېبلشمنټ د ځان خلاف څوک نيوکو ته نه پريښودل دغسې د شهباز شريف په وخت کې هم اسټېبلشمنټ څوک نيوکو ته نه پريږدي"

دخبریالانو دحقونو لپاره په مبارزه بوخت سازمان فريډم نېټ ورک په روستيو کې ويلي وو، د کال 2021 د مئ د میاشتې نه تر کال 2022 د اپرېل د مياشتې پورې په پاکستان کې په جرنلسټانو د بريدونو او د مطبوعاتو د سرغړونو لږ تر لږه 86 پېښې مخې ته راغلي دي.

يادې ادارې ويلي په پاکستان کې د ډيجيټل مطبوعاتو دپاره کار کوونکي جرنلسټان په دوامداره توګه په نخښه کيږي. پاکستان کې رياستي عناصر د جرنلسټانو دپاره تر ټولو غټ ګواښ دی او د عمران خان په تېر حکومت کې هم د جرنلسټانو د وژنو، پرضد یې د مقدمو جوړولو، تښتولو او نيولو سره د دړکو پېښې رامنځته شوي وې