مارکو روبیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه په لومړۍ ورځ د کواډ وزیرانو سره ملاقات، په چین باندې تمرکز ته اشاره کوي

د امریکې د بهرنیو چارو نوي وزیر مارکو رووبیو د نهې، سه شنبې، په ورځ د خپلې عهدې سوګند پورته کړو. ښاغلي وویل د نوي حکومت د بهرنۍ تګلارې بنیادي ټکی په نړیواله کچه امن ته وده ورکول او د جنګونو ختمول دي.

رووبیو د صدر ډونلډ ټرمپ شکریه هم ادا کړه او دا يې د ځان دپاره اعزاز وبللو چې هغه د دې منصب دپاره غوره کړی شوی دی.

هغه وویل امریکا به په داسې انداز کې خپلو قومي مفاداتو ته ترقي ورکوي چې هېواد نور مضبوط، محفوظ او سوکاله شي.

د نهې یا سه شنبې په ورځ د بهرنیو چارو په وزارت کې د خپل لومړۍ وینا وروسته د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر مارکو روبیو د انډو-پېسیفیک کواډ د بهرنیو چارو وزیرانو سره ملاقات وکړو. چې پکې د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سبرامنیم جای شنکر، د اسټریلیا د بهرنیو چارو وزیره پيني وونګ، او د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ایوایا تاکیشي شامل وو.

د جاپان، اسټریلیا او هند بهرنیو وزیران واشنګټن ته د صدر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو لپاره راغلي وو.

وروسته، روبیو او د هغه همکارانو یو ګډ بیان کې وویل”زمونږ څلور ملتونه دې ته ژمن دي چې نړیوال قوانین، اقتصادي فرصتونه، سوله، ثبات، او امنیت په ټولو برخو کې، په ځانګړي ډول سمندري برخه کې، د انډو-پېسیفیک د خلکو د پرمختګ د پاره کار وکړي. مونږ په کلکه د هر ډول یواړخیزو کړنو مخالفت کوو چې غواړي د زور یا فشار له لارې موجوده حالت بدل کړي. “

په بیان کې زیاته شوې ”مونږ د سیمه ‌ییز سمندري، اقتصادي، او ټیکنالوجي امنیت پیاوړتیا ته ژمن یو، د زیاتېدونکو ګواښونو په وړاندې، او همدارنګه د باوري او لچکدار سپلای چېن جوړولو ته“.

د سټیمسن مرکز د چین پروګرام مشر یون سن د سه شنبې په ورځ وي او اې ته وویل

”زما په نظر، د کواډ هیوادونو د څلورو وزیرانو دا غونډه یو څرګند پیغام دی چې امریکا د چین د ودې په وړاندې د خپلو سیمه‌ ییزو اتحادیانو او شریکانو له ائتلاف څخه نه لاس اخلي “

د ووډرو ویلسن مرکز لوړپوړي څېړونکي ویلیم پومې رانز ، وي او اې ته وویل،

”مارکو روبیو د چین په مخالفت کې ډېر اوږد ریکارډ لري، د چین سره د اړیکو په ځای د بشري حقونو ملاتړ کوي“ ښاغلي زیاته کړه چې “زه فکر کوم چې چین به په اصل کې هڅه وکړي له ډونالډ ټرمپ سره اړیکې بیا جوړې کړي، خو د مارکو روبیو سره نه.

بل اړخ ته د نهې/سه شنبې په ورځ، د روس صدر ولادیمیر پیوټن او د چین صدر شي جین پینګ په ویډیو کال خبری وکړي، چې په ترڅ کې یې له ټرمپ سره د اړیکو د ښه کولو، د یوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې موافقې، او د تایوان په اړه د بیجینګ د دریځ د ملاتړ په اړه یې خبرې وکړې.

دا د روس او چین ترمنځ سټرټیجیک شراکت لا پیاوړی کوي، چې په لوېدیځ کې یې اندیښنې زیاتې کړې دي.

روبیو او د هغه د کواډ همکارانو د چین یا د پیوټن او شي ترمنځ د ویډیو کانفرانس په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.