په افغان امن اؤ نورو مهمو چارو خبرو دپاره د روسیې خارجه وزیر پاکستان ته رسېدلی

د پاکستان د خارجه دفتر لخوا جارى شوي بېان کې ویل شوي چې نوموړی به د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د وزير اعظم عمران خان او د پوځ د سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه او د خارجه چارو وزیر شاه محمود قريشي سره هم لېدنې کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دیو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د نهې په ورځ پلازمینه اسلام اباد ته رسیدلی دی.

مطبوعات وايي د هغه سره په ديارلس کسيزه پلاوي کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازې زمير کابلوف هم شامل دی.

نوموړی به د سبا نه د پاکستاني چارواکو سره په دوه اړخیزه چارو اؤ دافغانستان په په موضوع د خبرو لړۍ پېلوي.

د پاکستان د خارجه دفتر لخوا جارى شوي بېان کې ویل شوي چې نوموړی به د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د وزير اعظم عمران خان او د پوځ د سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه او د خارجه چارو وزیر شاه محمود قريشي سره هم لېدنې کوي.

څېړونکي وايي که څه هم په دې سفر کې به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د پاکستاني چارواکو سره په دوه اړخیزه اړيکو خبرې کوي خو د خبرو مهمه موضوع به افغانستان وي.

دا به 2012م نه وروسته اسلام اباد ته د روس دبهرنیو چارو د وزیر وړومبی سفر وي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پخپل یو ویډيو بیان کې وایي چې دپاکستان اؤ روسیې دوه اړخېزه اړېکې نوی شکل اختیاروي.

هغه ویلي دواړه هیوادونه په سیمه کې همکارۍ ته د ودې ورکولو لیوالتیا لري اؤ دافغانستان په موضوع خپلو کې په ګډه صلاح مشورې کوي.

شاه محمود قریشي وایي دمارچ په 18مه نېټه یې افغانستان دپاره د روس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره هم لیدنه کې دافغانستان په بدلېدونکي صورتحال خبرې اترې کړې دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر لخوا خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د دواړو هیوادونو دخارجه وزیرانو ترمنځ کېدونکې غونډه کې به د دواړو هیوادونو د اړېکو جاج اخستل کیږي اؤ دوئ به په سیمه ییزو اؤ نړیوالو ستونزو هم خبرې اترې کوي.

په دې وروستیو کې بیلابیلو څانګو کې دمخ په زیاتېدونکو اړیکو ترڅنګ روس اؤ پاکستان دافغانستان دامن دعمل مخ په وړاندې بوتللو کې هم همکاري سیوا کړې ده.

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي پاکستان غواړي چې دبهرنیو مشرانو سره یوازې په دوه اړخېزه اړېکو خبرې وکړي خو د روس دپاره به د سرګي لاروف په دې سفر کې افغانستان یوه مهمه موضوع وي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان ویلي د روس نه راتلونکي دیارلس کسیز پلاوي کې افغانستان دپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم شامل دی اؤ دا ښایي چې روسي مشران دلته پاکستان سره دافغانستان په معامله خبرې اترې کول غواړي.

هغه وایي په دې وروستیو کې چې دماسکو ا‌ؤ اسلام اباد ترمنځ اړېکې ښې شوي دي نو دې کې د افغانستان دموضوع لاس هم شته.

هغه وایي د روسیې اؤ‌ پاکستان اړېکې وروسته له هغې په ښې کیدو شوې چې په دې تیره موده کې دامریکې اؤ پاکستان اړېکې خړې شوې وې.

ټاکل شوې ده چې د روس دبهرنیو چارو وزیر به پخپل دوه ورځني سفر کې دپاکستان د وزیراعظم عمران خان ترڅنګ د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره هم لېدنه کوي.

دپېښور پوهنتون دنړیوالو اړېکو استاد خورشید خان وایي د روس خارجه وزیر خپل دا سفر پاکستان ته په داسې حال کې کوي چې هم په روانه میاشت کې په ترکي کې دافغانستان په هکله داستنبول دپروسې په نوم یوه مهمه غونډه هم راجوړېدونکې ده.

هغه وایي"فکر کوم چې دپاکستان اؤ روس ترمنځ دا کومه ډپلوماسي روانه ده نو دا هم یوازې اؤ یوازې د افغانستان د روغې جوړې په اړوند ده اؤ دواړه هیوادونه هڅې کوي چې دافغانستان د روغې جوړې په اړه د دوئ دریځونه یو شان شي"

په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال رحیم الله یوسفزی هم وایي چې پاکستان اؤ روس دافغان کشالې د هواري په اړوند یو شان خیالات لري.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي ویلي روسیه چې دافغانستان په موضوع کې دومره خوښي لري نو دهغې څو علتونه دي ، یو دا چې افغانستان د روسیې ګاونډي هیواد شمارل کیږي اؤ بل په افغانستان کې د اورپکو ، القاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو موجودیت هم د روس پام افغانستان ته ګرځولی دی.

ښاغلی یوسفزی وایي په تیرو وختونو کې افغانستان ته چیچن وسله وال هم ورغلي وؤ چې هغې څخه هم روسیې ته خطره شته اؤ‌ دمخدره موادو نه هم روس یو خطر کوي نو ځکه دغه هیواد ځان دافغانستان څخه لاتعلقه نه شي‌‌ پاتې کولی.

د ملګرو ملتونو په تابیا په 16م اپریل استنبول کې راجوړیدونکې دافغانستان په اړه غونډه کې به طالبان اؤ دافغان دولت استازي هم ګډون کوي اؤ تر دغې غونډې مخکې پاکستان ته د روسیې د لوړ پوړو چارواکو سفر څېړونکي خورا مهم بولي