د روس خارجه وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د شمالي کوریا خارجه وزیره چوسون ایي به په ماسکو کې د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو سره "سټرېټيجېک صلاح مشورې" کوي.
ماسکو دغه اعلان په داسې حال کې کړی چې امریکا، جنوبي کوریا او نېټو د تشویش اظهار کړی چې شمالي کوریا د زرګونو په شمېره کې عسکر د تربيي دپاره روس ته لېږلي دي.
امریکايي چارواکي ګڼي چې روس اراده لري چې د شمالي کوریا عسکر په یوکرېن کې وجنګوي او یا د روس په کرسک سیمه کې د عملیاتو په لړ کې د خپلو ځواکونو د ملاتړ کار ترې واخلي.
جنوبي کوریا روس ته د شمالي کوریا د عسکرو تګ د نړیوالې ټولنې د امنیت دپاره لوی خطر بللی دی.
د چین چې روس او هم د شمالي کوریا نږدې ملګری دی، چارواکو يې په دې معامله نېغ په نېغه څه نه دي ویلي.
د چین د خارجه وزارت ترجمان لېن جېیان د نهې، سه شنبې، په ورځ د معمول خبري غونډې ته وویل چين په ټولو فريقېنو غږ کوي چې په صورتحال کې تاوتریخوالی دې کم کړي او د یوکرېن شخړې د سفارتي حل دپاره دې کوښښونه وکړي. هغه زیاته کړه چې د چين په دغه دریځ کې څه بدلون نه دی شوی.
د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای پخوانی چارواکی ډېنېس وایلډر وویل په روس کې د شمالي کوریا د عسکرو په اړه د چین خاموشي حېرانوونکي ده.
د عسکري چارو ځېني څېړونکي دې خبرې ته پام ګرځوي چې د یوکرېن په جنګ کې ګمارېدو دلارې به د شمالي کوریا عسکر په بل ملک کې د جنګ تجربه خو ترلاسه کړي خو د ژبې په شمول د ځينو نورو مشکلاتو سره به هم مخامخ کېږي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ امریکايي چارواکو د روس د خارجه وزیر لاو رو د دې خبرې مخالفت وکړو چې د روس او د شمالي کوریا عسکري همکاري د نړیوال قانون خلاف ورزي نه کوي.
د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترجمان مېتیو مېلر د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په روس کې د شمالي کوریا د عسکرو تربیه چې په کې وسلې او نور اړونده مواد شامل وي او د شمالي کوریا عسکرو سره د بېلېسټېک مزایلو او په نورو وسلو کې مرسته د متحده قومونو د سېکیورټی کاونسل د یو شمېر قراردادونو په مستقیم ډول خلاف ورزي ده.
د یوکرېن صدر ولادېمېر زېلېنسکي او د جنوبي کوریا صدر یون سوک یول اعلان کړی چې په روس کې د شمالي کوریا د عسکرو په اړه د استخباراتی معلوماتو د شریکولو او یو بل سره د رابطې دپاره به د دواړو ملکونو چارواکي د دواړو ملکونو دورې کوي. د جنوبي کوریا دپاره د یوکرېن خصوصي استازی به دا هفته د جنوبي کوریا د چارواکو سره خبرې اترې کوي.
په واشنګټن کې امریکايي چارواکو وویل یوکرېن سره د جنوبي کوریا په ملاتړ کې د اضافې هرکلی به کوي.