د روس پارلېمڼت د نهې، سه شنبې، په ورځ د یو قانون مسوده منظوره کړه چې ترمخه يې د افغان طالبانو نوم د بندیز ښکار ترهګر تنظیمونو د فهرست نه د لرې کېدو لاره هوارېدلی شي.
په کال ۲۰۲۱ کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهسې ماسکو د افغانستان د واکدارانو سره تعلقات زیات کړي دي.
روسي چارواکي غواړي چې طالبان دې د روس د کالعدم تنظیمونو د فهرست نه د لرې کړی شي.
د روسي پارلېمنټ ښکتني اېوان سټېټ ډوما د نهې، سه شنبې، په ورځ د یو مجوزه قانون مسوده منظوره کړه چې غيرقانوني ټاکل شوي تنظیمونه بندیزونو د فهرست نه د لرې کولو طریقه واضحه کوي او که چېرې حکومت یو تنظیم تور فهرست نه لرې کول غواړي نو د دې ګام دپاره قانوني چوکاټ ځای په ځای کوي.
د روسي پارلېمټ اېوان بالا یا فېډرېشن کاونسل به د جمعې په ورځ په مسوده غور کوي او بیا به يې صدر ولادېمير پوټن ته وړاندې کوي چې په خپل دستخط يې په قانون کې بدل کړي.
تېره میاشت کابل ته د سفر په مهال د امنیت په اړه د روس لوړ رتبه چارواکو طالب چارواکو ته ویلي وو چې ماسکو به زر طالبان د هغه فهرست نه لرې کړي چې روس پې پابندۍ لګولي دي.
د مجوزه نظام دلاندې که چېرې روس یو تنظیم د تور فهرست نه لرې کول غواړي نو د روس مشر سرکاري وکیل یا پراسېکیوټر جنرل به عدالت ته خواست کې وايي چې دغه تنظیم د ترهګرۍ په ملاتړ کې خپل فعالیتونه ختم کړي دي او بیا به عدالت فېصله کوي چې د ترهګر په توګه د دغه تنظیم نامزدګي دې ختمه کړی شي.
د طالبانو په اړه د ممکنه اقدام معنا به دا نه وي چې روس د د طالبانو حکومت په رسميت ومنلو. طالبان خپل حکومت د اسلامي امارت په نامه یادوي. تراوسه یو ملک هم د طالبانو حکومت نه دی تسلیم کړی.
د سږ کال په شروع کې پوټن طالبان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د روس اتحادیان بللی وو او د روس خارجه وزیر سرګی لاو روف د مغربي ملکونو نه غوښتلي چې په افغانستان دې بندیزونه لرې کړي او د ملک د بیا ودانولو ذمه واري دې واخلي.
د روس د مرکزي اېشیا اتحادیان او د افغانستان ګاونډیو ملکونو هم طالبانو سره تعلقات د بهتر کولو لوظونه کړي دي. د تېر کال په اخېره کې قزاقستان د ترهګرو د خپل فهرست نه د طالبانو نوم لرې کړو.
که چېرې ماسکو د طالبانو نوم د تور فهرست نه لرې کړي نو دواړو سفارتي تعلقات به ښه شي په داسې په داسې حال کې چې مغربي ملکونو ماسکو او طالبان دواړه تنها کړي دي.