په مرګ سزا شوی قیدي دریمه ماسټري کول غواړي

د خیبر پښتونخوا په هری پور زندان کې د تیرو ۱۵ کالو راهسې د مرګ په سزا بندي سجان د پېښور له هايي کورټ څخه غوښتي چې ده ته د حقوقو (قانون) د زده کړې اجازه ورکړل شي.

سجاد د نوښار اوسېدونکی دی. دی د طب (میډیکل) د دریم کال محصل یا زده کونکی وو چې د مرګ کولو وروسته ورته د تیزندۍ سزا واورول شوه.

سجاد د تېرو پنځلسو کالو راهیسې په زندان کې دی او د پاکستان په ستره محکمه کې د ده د سزا خلاف د هغه اورونه روانه ده خو ده په زندان کې خپل ټول وخت په زده کړو تېر کړی.

ده د څلوارلسم د ډیګرۍ سره سره د پولېټېکل ساینس او انګلیسي ژبې ماسټريانې هم اخیستې دي او اوس د حقوقو یا قانون په برخه کې د ډیګرۍ اخیستلو هیله لري.

د هغه له لوري په عدالت کې خواست وړاندې کونکي وکیل خورشید خان وي او اې ډیوه ته وویل: ٫٫ سجاد یو ځانګړی کس دی چې د زندان دننه یې دومره لوړې زده کړې کړیدي او د نورو زده کړو هیله لري. د قانون له مخې د پاکستان هر وګړی د زده کړو حق لري نو له همدې امله ما له محکمې څخه وغوښتل چې ده ته د زده کړو لار برابره کړي.٬٬

خورشید خان وايي، سجاد ورته ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د حقوقو زده کړې غواړي وویل: ٫٫غواړم زده کړې وکړم، یو ښه شهري شم او د خلکو خدمت وکړم.٬٬

عدالت هم له دغه خواست سره لیوالتیا ښودلې او د زندان د قانون له محاکمې نه یې په دې اړه په یوه اونۍ کې د پریکړې غوښتنه کړېده.دا مهال د علامه اقبال پوهنتون کابو زرو بندیانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړېده.

خورشید خان دا هم وویل چې د قانون د ډیګري اخیستلو لپاره په یوې تعلیمي ادارې کې داخله او حاضري ضروري ده او د پاکستان د زندان د قانون له مخې بندي هم کولای شي چې په قانون کې زده کړې وکړي.

دی وايي، اوس به محکمه دا پرېکړه کوي چې سجاد ته د زده کړو دا حق څنګه ورکوي.