په پاکستان کې د شنګهاي د همکاریو د سازمان د سرمشریزې غونډې لپاره ټولې تیارۍ سرته رسول شوي اؤ ټاکل شوې ده د غړو هیوادونو ترمنځ کانفرنس نن د نهې - سه شنبې په ورځ اؤ سر مشریزه غونډه سبا په 16م اکتوبر پیل کیږي.
د پاکستان حکومت د شانګهاي همکارۍ سازمان د غونډې په موقعه سخت امنيتي تدابير په پام کې نیولي دي، سرښار اسلام اباد کې پوځ له مخکې نه ګمارل شوی دی او ورسره اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د اکتوبر د 14مې نه درې ورځې رخصتي اعلان کړل شوې ده.
د پاکستان په کوربه توب کې د ایس سي او په دې 23مه سرمشریزه غونډه کې به د پاکستان په ګډون د اتوؤ هیوادونو وزیراعظمان برخه ولري.
د امنیتي چارو ماهرين امکان څرګندوي چې د شانګهاي همکارۍ د سازمان په دې غونډه کې به د سيمې دننه د ترهګرۍ په ګواښ هم خبرې وشي.
په غونډه کې به د پاکستان استازیتوب وزیراعظم شهباز شریف کوي اؤ د چین وزیراعظم لي چیانګ، د بیلاروس وزیراعظم رومان ګولوف چینکو،د قازقستان وزیراعظم اولړاس بیکتینوف، د روس وزیراعظم میخایل مشوستن، د تاجکستان وزیراعظم کوهر رسول زادہ او ازبکستان وزیراعظم عبداللہ اریپوف به هم ددې غونډې ګډونوال وي.
غونډه کې به د کرغزستان د کابینې چیرمین ړاپاروف اکیل بیک، د ایران د صدر وړومبی مرستیال محمد رضا عارف اؤ د هند د باندینیو چارو وزیر سبرا منیم جی شنکر هم برخه اخلي.
په دې سر مشریزه غونډه کې منګولیا د مبصر په توګه ګډون کوي چې استازیتوب یې د منګولیا د وزیراعظم په غاړه دی اؤ د ترکمنستان برخه به پکې د میلمه په توګه وي.
د نړیوالو او امنيتي چارو کارپوهه محمد تېمور خان وي او اې ډيوه ته وایي،د سيمه ییز پېوستون، تجارت او ددې نه علاوه د بېلتون پالنې ، ترهګرۍ او د سخت درېځۍ خلاف چې د شانګهاي همکارۍ د سازمان غړو هېوادونو کومه مبارزه ده هغه هم د تنظیم په اېجنډا کې شامله ده.
د سفارتي او سياسي چارو خبريال عبدالله مومند وي او اې ډيوه ته ویلي"تر څو چې د ترهګرۍ خبره ده نو هغه دوه طرفه مسله ده، مطلب د پاکستان د افغانستان سره ده او د پاکستان د هندوستان سره ده. اېس سي او چې دی هغه دوه اړخيزه نه دی او په دې غونډه کې بيا افغانستان هم شریک نه دی نو ځكه په دې غونډه کې به د هېوادونو په دوه اړخيزو اړيکو خبرې نه کېږي"