د امریکې سيکرټ سروس د سپينې ماڼۍ سره نزدې يو تن ويشتی

د واشنګټن پوليسو ويلي، د اتوار، يکشنبې په ورځ سپينې ماڼۍ سره نزدې د سيکرټ سروس لخوا د يو تن ويشتو او ژوبلېدو د پېښې پلټنې کوي.

سيکرټ سروس ويلي، د ډزو دا پېښه نيمه شپه د سپينې ماڼۍ سره نزدې شوې ده.

د پېښې په وخت صدر ډانلډ ټرمپ سپينه ماڼۍ کې موجود نه وو، فلورېډا کې وو.

ويل شوي، ژوبل تن ښيې د امریکې د انډيانا ریاست نه راغلی وو، او چارواکو ويلي په ډزو کې بل څوک نه دی ژوبل شوی.

د سیکرټ سروس وياند ويلي، د پېښې نه يوه ورځ مخکې، ځايي پوليسو د يو خودکش تن د انډيانا څخه د سفر کولو خبر ورکړی وو، او سروس بيا د معلوماتو ترمخه د دغه تن د ګاډي تلاشي کوله.

ويل شوي، د سيکرټ سروس غړی چې دغه تن ته نزدې رسېدلی هغه وسله را ايستې او بيا د ډزو تبادله شوې ده.

سيکرټ سروس ويلي، ژوبل تن روغتون ته وړل شوی او روغتيايي حالت په اړه یې څه نه دي ويل شوي.

په دې خبر کې ځينې معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي