رحمان ملک واېي داعش نړۍ ته خطره جوړیدې شي.

د پاکستان پخواني داخله وزیر او د پيپلز پارټۍ سېنېټر رحمان ملک خبرداری ورکړی که په پاکستان کې د اسلامي ریاست یا داعش د زیاتېدونکي اثر مخه اونه نیول شوه نو د عراق او شام نه خور شوی اور به د پاکستان نه ټولې نړۍ ته خور شي ښاغلي ملک د ډیوه ریډیو سره ځانګړې مرکه کې وېلي چې د پنجاب صوبی په جنوبي ضلعو کې د داعش زېلې موندل شوي کوم چې د پنجابي طالبانو مرکز دی.ښاغلي ملک د خپلې خبری په دلېل کې وېلي په پاکستان کې د ډلې یو مشر محمد المهاجر یوه ویډیو د پنجاب صوبې په ګجرانواله ښاریه کې جوړه شویده. او د پاکستان په بېلو بېلو علاقو کې ېې په دیوالونو نعرې لېکل شوي.

د پاکستان پخواني داخله وزیر د ډیوه ریډیو سره خبرو په وخت زیاته کړی د پاکستان حکومت یوه میاشت وړاندې پوری په پاکستان کې د داعش موجودګۍ خبرونه ردول، خو اوس خاموش دي. د پخواني داخله وزیر او د پېپلز ګوند سېنېټر رحمان ملک سره دغه خصوصي مرکه د ډیوه همکار رحمان بونېري کړې تاسو ېي هم اوریدې شۍ.

Your browser doesn’t support HTML5

سېنېټر رحمان ملک سره خصوصي مرکه