پاکستان کې د پولیو ضد اووه ورځنی کمپین پیل شوی

د پولیو د مخنیوي لپاره د پاکستان د وزیراعظم استازې عایشه رضا فاروق پخپل یو بیان کې ویلي چې د 28م اکتوبر نه به د پولیو ورکران د پاکستان ګوټ ګوټ ته ځانونه رسوي اؤ ماشومانو ته به د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکوي

په پاکستان کې د پولیو د پرله پسې پېښو مخې ته له راتلو وروسته نن د ګل یا دوشنبې له ورځې راهسې په ګرد هیواد کې د پولیو د مخنیوي اووه ورځنی کمپین پیل شوی دی.

ټاکل شوې ده چې په دې کمپاین کې به تر څلورو کروړو زیاتو ماشومانو ته د پولیو نه د خوندي توب څاڅکي ورکول کیږي.

د روان کال په اوږدو کې د پاکستان دننه د پوليو 41 پېښې مخې ته راغلي چې دې کې تر ټولو زياتې 20 پېښې بلوچستان صوبه کې رپورټ شوي، 12 په سيند صوبه، شپږ په خېبرپښتونخوا، يوه يوه په پنجاب او اسلام اباد کې مخې ته راغلې ده.

د پولیو ضد د تازه کمپین پېل کېدو په مناسب د پاکستان د روغتیا محکمې چارواکو ګرد هیواد کې په میندو اؤ پلرونو غږ کړی چې خپلو ماشومانو ته د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکړي اؤ دې مهم کې فعاله کردار ولوبوي.

دا کمپین به د 28 اکتوبر څخه ت 3 نومبر دوام وکړي اؤ ټاکل شوې چې پکې به په ګرد هیواد کې د پینځوؤ کالو د عمر څلورو کروړو نه زیاتو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي.

دا په پاکستان کې د روان کال په مهال د پولیو په ضد دریم کمپین دی .

د پولیو د مخنیوي لپاره د پاکستان د وزیراعظم استازې عایشه رضا فاروق پخپل یو بیان کې ویلي چې د 28م اکتوبر نه به د پولیو ورکران د پاکستان ګوټ ګوټ ته ځانونه رسوي اؤ ماشومانو ته به د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکوي.

هغې ویلي دا مهال د ملک په 71 ضلعو کې د پولیو وایرش شتون لري اؤ د هر ماشوم لپاره دا یوه حقیقي خطره ده خو د پاکستان حکومت پيلې ده چې د هر کور تر درشل به د پولیو ضد ویکسین رسوي تر څو ماشومان له دې موذي مرضه وژغورل شي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.