شهباز شریف:هیواد د اقتصادي سقوط له خطره وتلی اؤ د پرمختیا لیکې ته سم شوی دی

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وایي هیواد یې له اقتصادي سقوط ژغورلی اؤ د پرمختیا لیکې ته یې سم کړی دی.

لندن کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ښاغلي شریف ویلي، د آي ایم ایف استازي پخپله لیکلي دي، چې پاکستان د ترقۍ په لوري روان شوی، د ګرانۍ بوج پکې په کمېدو دی اؤ اقتصادي وده پرمخ روانه ده.

د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف اجراییه بورډ تېره اوونۍ پاکستان ته د 37 میاشتو لپاره د 7 اربه ډالرو د پور منظوري ورکړې وه چې د پاکستان د اسټيټ بینک تر مخه د دغو پيسو نه د وړومبي قسط په توګه یو ارب، 2 کروړه اؤ 69 لکه ډالر اوړمه ورځ پاکستان ته ورکړل شوي دي.

وزیراعظم شهباز شریف وویل د سعودي عرب، متحده عرب امارات اؤ چین مرستې که نه وای نو پاکستان ته به د آي ایم ایف د پور دا پروګرام نه ؤ ترلاسه شوی.

وزیراعظم د پاکستان د پوځي سرلښکر ستاینه هم وکړه اؤ وي ویل چې آي ایم ایف نه د پور پروګرام ترلاسه کولو کې د پوځ سر لښکر هم مهم کردار لوبولی دی.

هغه هیله وښودله چې دا به د آي ایم ایف څخه د پور اخستو وروستی پروګرام ثابت شي.

پروسکال داسې ګنګوسې راپورته شوې وې چې ګنې پاکستان به په اقتصادي توګه سقوط ورکړي خو بیا تېرکال د جولاي میاشت کې آي ایم ایف پاکستان سره د پور په تړون اتفاق وکړو اؤ داسې د اقتصادي سقوط ګواښ پشا شو.

د آي ایم ایف اؤ پاکستان تر منځ د پور له تړون وروسته هم د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي وؤ دا باید د پاکستان له لوري آي ایم ایف څخه وروستی د پور پروګرام وګڼل شي.

اقتصاد پوهان وايي د اي ایم ایف له خوا ددې قرضې لپاره اېښودل شوي شرطونه ډير ګران دي او د دې عملي کولو سره به په پاکستان کې ګراني سېوا شي.

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان د پورونو د پيسو سره د سود بيرته ورکولو موده رانزدې ده، پاکستان دا وخت د زیاتو پورونو د بوج لاندې دی خو بيا هم د پور د پاسه نور پورونه اخلي ځکه چې بله لار هم نه ويني.

ښاغلي شهباز شریف وویل له سیاسي ثبات پرته اقتصادي ثبات نه شي راتلی اؤ پاکستان ته به د اقتصادي ثبات لپاره د ټیکسونو جال پراخول وي.

هغه وویل عام وګړی د تېرو اویاؤ کالو راهسې قربانۍ ورکړي خو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اوس وخت رارسیدلی دی چې اشرافیه قربانۍ ته راوړاندې شي.

د پاکستان سټېټ بینک وایي روان مالي کال پاکستان د قرضو د ستنولو په مد کې 26.5 اربه ډالرو ته اړتیا لري او د یاد بینک په وينا امکان دی چې په دې ترڅ کې د 12.3 اربه ډالره قرضو موده وغوځولی شي.

تر دې وړاندې د خزانې وزارت د قامي اسمبلۍ قايمه کمیټې ته ویلي وو په راتلونکو پینځوؤ کالو کی پاکستان ته 100 اربه ډالره قرضې واپس کول یا ستنول دي.

خو مالیاتی اداره اي ایم ایف وایي په روان کال 2024 کې په قامي پرمختیا کې 2.4 فیصده ښه والی راغلی، د ګرانی رفتار کم شوی او د غیر ملکي زرمبادلې ذخیره کې استحکام لیدل کیږي، پوهان وایي پاکستان له به اقتصادي اصلاحات عملي کول وي.

نړيواله مالياتي اداره وايي پاکستان له به د ټېکسونو جال خورول، په سرکاري ادارو کې اصلاحات کول او د سرمايه کارۍ په لار کې د پرتو خنډانو لرې کولو ترڅنګ د بجلۍ په څانګه کې خساره راکمول وي۔

خو اقتصادي پوهان وايي که حکومت نور ټېکسونه ولګوي نو دې سره به په ولس د ګرانۍ بوج زيات شي.