شهباز شریف: نړیواله ټولنه دې پر طالبانو د ټولشموله حکومت او د ترهګرۍ لپاره د خپلې خاورې نه کارول کېدو ټینګار وکړي

د پاکستان په کوربتوب په اسلام اباد کې د شانګهای د همکارۍ تنظیم یا ایس سي او غونډه د اکتوبر په 16مه په افغانستان او سیمه کې د سولې او ارامۍ، تجارت او روغتیا په برخو کې د همکارۍ د زیاتولو له غوښتنې سره پای ته ورسېده.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف غونډې ته په خپله وینا کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو په خلاف استعمال نه شي.

شریف ویلي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري ناورین او اقتصادي سقوط د مخنيوي لپاره د اړتیا وړ ملاتړ هڅې پراخې کړي، خو وایي د افغانستان لنډمهاله [د طالبانو] حکومت باید د ټولشموله سیاست په لور پیاوړي ګامونه پورته کړي:

"[نړیواله ټولنه] باید ډاډ ترلاسه کړي چې [د افغانستان] خاوره د هیڅ ډلې له خوا د ګاونډیو خلاف د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي. د تجارت او ټرانزیټ د داسې تلپاته لارو لپاره چې د شانګهای د همکارۍ تنظیم د ټولو غړو هېوادونو په ګټه وي، په افغانستان کې استحکام لازم دی".

تر دې یوه ورځ وړاندې پاکستان او چین په ګډه اعلامیه کې "د ټولشموله سیاسي چوکاټ جوړولو، معتدل سیاست غوره کولو او له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو ساتلو ته د افغانستان د هڅولو لپاره د همږغه نړیوالو هڅو" غوښتنه کړې وه.

د شانګهای د همکارۍ تنظیم په غونډه کې د چین په شمول د اوو هېوادونو وزیراعظمانو او د غړو هېوادونو استازو ګډون کړی وو خو طالبانو ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شانګهای همکارۍ تنظیم د سرمشريزې او دغې غونډې ته د نه بلل کېدو په اړه سمدستي څه نه دي ويلي.

افغانستان له 2012م کال راهیسې د څارونکي په توګه د تنظیم په غونډو کې ګډون کاوه خو په 2021م کې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي په دې غونډو کې یې ګډون نه دی کړی.

کارپوهان وايي له افغانستان پرته د شانګهاي همکارۍ تنظیم مقاصد نه شي ترسره کېدې. اقتصاد پوه استاد ډاکټر انور شاه وايي، بايد افغانستان هم په رابطه کې ساتل شوی وای:

"د شانګهاي همکارۍ د سازمان ګټې د سيمه ييزه پېوستون سره تړلي دي او دا ګټې هله ترلاسه کېدې شي چې په افغانستان کې امن وي، که هلته بيا عدم استحکام راغلو نو بيا ګټې نه شي ترلاسه کېدی او له دې سره سره د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان په سيمو کې هم استحکام د تنظیم د ګټو لپاره ضروري دی".

ددې تنظیم په لسو غړو کې هېوادونو کې چین، روس، پاکستان، هندوستان، ایران، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او اوزبکستان شامل دي او افغانستان او منګوليا یې د څارونکو هېوادونو حيثيت لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د وزیراعظم مرستیال اسحق ډار روانه اوونۍ په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل، د 2021م کال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په شانګهای تنظیم کې د افغانستان د څارونکي حیثیت "تقریباً ځنډول شوی" یا "غیر فعال" شوی دی.

د هغه په وينا، د دې سازمان غونډې ته د طالبانو د حکومت د استازو نه وربللو پرېکړه تنظیم په شريکه کړې ده.

په اسلام اباد کې د دې سرمشريزې پر مهال د دغه ښار زياتره لارې تړل شوې او په هر ډول غونډو بنديز لګول شوی وو. حکومت په اسلام اباد او ورسره جوخت ښار راولپنډۍ کې د درو ورځو عمومي رخصتي اعلان کړې وه.

تر دې وړاندې د تحریک انصاف ګوند د احتجاج پر مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر له پینځمې د اکتوبر تر 17مې پورې د اسلام اباد د امنيت ساتلو دنده پوځ ته سپارلی وه چې دا ډول د شانګهای همکارۍ تنظیم د سرمشريزې پر مهال کومه ناوړه پېښه ونه شي.