پاکستاني چارواکو ويلي، په ليبيا کې د کشتۍ ډوبېدو په پېښه کې د مړه شوو شپږو نورو پاکستانيانو مړي پښتونخوا ته راوړل شوي دي. د پاکستان مرکزي وزير رياض حسېن پيرزاده ويلي، د نورو مړه شوو جسدونه به هم زر وطن ته بيرته راوړل شي.
د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ويلي، شږ مړي د اسلام اباد هوايي اډه باندې ترلاسه کړل شوي دي.
په مړه شوو کې مصور حسېن، شعېب علي، عابد حسېن، موصاب حسېن او شعېب حسېن د کورمې او محمد علي شاه د اورکزو دی.
خبريال ضیا الرحمان وايي، په 2007م کې په کورمه کې د امنيت د خرابېدو وروسته د کورمې څخه يورپي هیوادونو ته د خلکو تګ پيل شوی وو.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، په ځانګړي ډول د کورمې څخه يورپ ته تلونکي خلک د غربت له امله نه بلکې د ښه او محفوظ ژوند دپاره ځي.
هغه وويل، دغو خلکو ته د يورپ ويزې نه ترلاسه کيږي ځکه په دغو ګرانو او خطرناکو لارو ځي او دغو لارو دپاره ايجنټانو ته په لکونو روپۍ هم ورکوي.
په لسمه فرورۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د ليبيا شمال لويديځ زاويه ښار کې د مرسا ډيلا بندر سره نزدې کشتۍ ډوبه شوې وه، پکې د پاکستانيانو په ګډون 65 کسان سواره وو.
په 11مه فرورۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، ليبيا کې ډوبه شوې کشتۍ کې تراوسه پورې د 16 کسانو مړي ترلاسه شوي او ټول د خېبرپښتونخوا صوبې دي.
د بهرنيو چارو د وزارت په وېب پاڼه ورکړل شوو معلوماتو ترمخه، په 16 مړو کې 13 يواځې د کورمې، يو يو د باجوړ، اورکزو او پېښور وو.
رياض حسېن پیرزاده ويلي، ليبیا کې د کشتۍ په پېښه کې ژوندو پاتې شوو 37 پاکستانيانو بيرته راوستلو هڅې روانې دي.
هغه ويلي، دغه پېښه سبک ورکوي چې په غېر قانونه لارو يورپ ته د تلو هڅې څومره خطرناکې کېدی شي.
يوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير عطاالله تارړ ویلي وو، د 2023م كال د يونان د كشتۍ په پېښه كې د ککړو 17 مفرورو كسانو په شمول 436 انساني قاچاقبر نيول شوي او د انساني قاچاقبرو د نیولو لپاره د انټر پول سره هم په رابطه کې دي.
هغه ويلي وو، د پاکستان قامي اسمبلۍ د قاچاق مخنیوې لپاره قانون کې بدلون هم کړی، چې تر مخه یې تورن کس ته د پينځو څخه تر 14 کالو پورې د بند او د لس میلیونو روپو جرمانې سزا ورکول کېدی شي.
د تېرې جنورۍ د میاشتې په 16مه د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ویلي وو، د موريتانيا څخه سپېن ته تلونکې يوه کشتۍ چې 80 تنه پکې سواره وو، ګڼ یې پاکستانيان وو، ډوبه شوې وه.
له دې وړاندې د کډوالو د حقونو دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې [واکنګ بارډرز] ويلي وو، 50 تنه کډوال چې زياتره یې پاکستانيان وو، د لويديځې افريقې څخه سپېن پله تلونکې کشتۍ کې ډوب شوي وو.
له دې وړاندې چې اکثره دغه ډول پېښې شوي، زياتره پکې د پنجاب صوبې خلک معلوم شوي دي.
په شپږمه جنورۍ د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ يوه غونډه کې د بشري قاچاق جاج اخستل شوی او نوموړي ويلي وو، بشري قاچاق کې د ککړو سرکاري چارواکو ضد پورته کړل شوي اقدامات د ستاينې وړ دي، او بشري قاچاق، انساني سمګلنګ کې د ککړو ټولو ډلو ضد یې د سختو قانوني کارروايانو او د عبرت نخښه جوړولو حکم یې کړی وو.