جنوبي افریقا انګلېنډ ته ماتې ورکړه، افغانستان له چېمپینز ټرافۍ بهر شو

جنوبي افریقا د شنبې- خالي په ورځ د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کرکټ چېمپینز ټرافۍ په ۱۱مه لوبه کې انګلېنډ ته لویه ماتې ورکړه چې ورسره افغانستان هم له دغو سیالیو بهر شو.

جنوبي افریقا د دې سیالۍ په ګټلو سره د چېمپنیز ټرافۍ نیمه پایلوبو یا سېمي فاینل ته لاره پیدا کړه چې ورسره افغانستان د مخکې تګ کمزوری چانس هم وبایله.

د دې سیالۍ پچه یا ټاس انګلېنډ وګټله او د لومړي بېټنګ پریکړه یې وکړه. انګلېنډ په ۳۹ اوورونو کې ۱۷۹ منډې وکړې او خپل ټول لوبغاړي یې آوټ شول.

جنوبي افریقا د درو لوبغاړو په سوځېدلو سره په ۳۰ اوورونو کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې د اوو لوبغاړو په توپیر وګټله.

د جنوبي افریقا لوبغاړی مارکو جانسین د انګلېنډ د درو لوبغاړو د سوځولو او د درو کېچونو د ترلاسه کولو له کبله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

تر دې سیالۍ وړاندې افغانستان او جنوبي افریقا درې- درې پواینټونه درلودل او د جنوبي افریقا د ماتې په صورت کې افغان لوبډلې نیمه پایلوبو ته د تللو ډېر کمزوری چانس درلود.

خو په نننۍ سیالۍ کې د انګلېنډ په ماتولو سره د جنوبي افریقا پواینټونه پینځو ته پورته شول او نیمه پایلوبو ته یې لاره پیدا کړه.

هندوستان، نیوزیلېنډ او استرېلیا له دې وړاندې د چېمپینز ټرافۍ نیمه پایلوبو ته وتلي و او نن د یکشنبې- اتوار په ورځ به د نیوزیلېنډ او هندوستان ترمنځ لوبې وروسته څرګنده شي چې کومې لوبډلې په نیمه پایلوبو کې سره مخامخ کېږي.