د دریم نومبر د صدارتي انتخاباتو د نتیجو اثر به د امریکا د افغانستان او پاکستان سره په اړیکو هم کېږي، خو څومره؟

که په دریم نومبر د امریکا د صدارتي انتخاباتو په زغل کې وسنی صدر ډانلډ ټرمپ بیا بریالی کیږي نو څېړونکي ​د جنوبي اېشیا لپاره په تګ لاره کې د بدلون زیات امکان نه ویني​.

خو که نتیجه د ډیموکريټ امیدوار بایډن په حق کې وي نو د چین، هند، پاکستان سره په اړیکو او د افغانستان د امن په روانه پروسه به یې اثرات وي؟ د څیړونکو په ګمان ددې امکان تر څه حده شته دی.

د واشنګټن په وېلسن سنټر کې د جنوبي اېشیا د چارو څېړونکی مایکل کوګلمین ګمان کوي ټرمپ او بایډن په ګڼ شمیر خبرو اختلاف لري خو د جنوبي اېشیا تګ لاره د دواړو یو شان ښکاري. هغه وي او ای ډیوه ته وویل:

"دواړه د افغانستان نه د امریکاي ځواکونو د وښکلو په حق کې دي. البته کیدی شي بایډن دا کار په قلاره وکړي. د هند سره دواړه مظبوط تعلقات ساتل غواړي، دغه شان د پاکستان سره هم دواړه د قبول وړ اړېکې ساتل غواړي خو داسې ژورې نه څنګه چې د هند سره دي"

د ډیموکریټس او ري پبلیکن صدرانو په واکمنیو کې د جنوبي اېشیا لپاره په تګ لارو کې ځیني څیړونکي وايي څه توپیر ضرور پاتې شوی دی.

د څیړنیزې ادارې پولیټکيټ څېړونکی عارف انصار واي ددې یو مثال د پاکستان سره د صدر ټرمپ او صدر اوبامه د وخت تګ لارې دي:

“کله چې ډیمو کریټس په پاور (اقتدار) کې وو نو په تعلقاتو کې ټینشن (ترینګلي) ؤ او ډو مور ( نور ګامونه واخلۍ) باندې امفېسیز (زور) ؤ”

ښاغلي ټرمپ په واک کې د راتګ سره سم د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان په کردار سخته ناخوښي ښودلې وه، هغه د کال 2018 په وړمبي ټویټ کې وویل چې د امریکا د 33 اربه ډالرو په بدل کې پاکستان یواځې دروغ ویلي او ټګي يې کړې. خو ښاغلی انصار وايي بیا دغه سختي په نرمۍ بدله شوه:

“خاصکر د افغانستان د امنیت باره کې کوم ټالکس (خبرې) دي... هغه کې د پاکستان او امریکا پارټنر شپ (ملګرتیا) ټیک روان ؤ”

د عارف انصار په خیال که چري بایډن په واک کې راغلو نو دا تعلقات لکه د پخوا په شان ترینګلي کیدی شي.

په حنوبي اېشیا کې د امریکا د تګ لارې یواځې مرکزي ټکی پاکستان یا افغانستان نه دی. څېړونکی مایکل کوګلمین وايي په سیمه کې د چین د سوا کیدونکي اثر په حقله هم په امریکا کې دا کتل کېږي چې څنګه په دې نظر وساتل شي:

"که بایډن ګټي او که ټرمپ دغه تګ لاره به د جنوبي اېشیا لپاره د امریکه د تګ لارې برخه وي"

ددې تپوس په ځواب کې چې په نورو هیوادونو کې د امریکاي پوځونو موجودګي او جګړې تل د صدارتي انتخاباتو مهمه موضوع وي نو ایا سږکال به هم امریکایان د خپل ووټ ورکولو فیصله په دغه بنیاد کوي؟

د ښاغلي کوګل مین په خیال دا ځل په دوه صدارتي بحثونو کې په دغه موضوع د نور کله په پرتله ډېر کم بحث شوی دی:

"زما په خیال دا ځل امریکاي کورنۍ مسلې غټې دي لکه کورنی سیاست، روزګارونه او د کورونا وبا، دا هغه موضوعات دي چې دا ځل ډېر مهم دي او هم په دې بنیاد به امریکایان د خپل ووټ فیصله وکړي"

عارف انصار هم ددې سره اتفاق کوي چې د امریکا ووټ ورکونکو په نظر کې کورنۍ مسلې اهمې دي:

“امریکا کې دننه چې خلک دي هغه چې د هغويی اقتصاد باره کې خبره وشي، د کورونا نه چې کوم نقصانات رسي..... د نوکرو او صحت خبرې دي”

د څیړونکو په خېال د نور کله په پرتله به دا ځل زیات امریکایان د خپل ووټ پرېکړه په دې بنیاد کوي چې د امریکا د کورنیو مسلو د حل لپاره کوم امیدوار ډېر څه کولی شي.