په واڼا کې د چلغوزو په نوي منډهۍ کې په کاروبار تحفظات

د جنوبي وزیرستان د چلغوزو ځايي سوداگرو په واڼا کې په نوي جوړه کړی شوي منډهۍ یا ایگري پارک کې د کاروبار کولو څخه انکار کړی دی.

وي او ای ډیوه ته ځايي سوداگرو وویل حکومت غواړي چې ددوي څخه مالونه واخلي او دوي ته په ازاد بازار کې د خپلو مالونو خرڅولو اجازت ور نه کړي. ځايي سوداگر او سیاستمدار ایاز وزیر وویل "خو مونږه د حکومت دغه گام منلو ته تیار نه یو."

بلې لوري ته د جنوبي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ ظفرالسلام خټک وايي ایگري پارک د ځايي خلکو د ښیگړې لپاره حکومت په اربونو روپو جوړ کړی دی او دلته سوداگرو ته حکومت د اسانتیاو سره سره د پنجاب د منډهو هومره نرخونه هم ورکوي خو یو څو کسان د شخصي گټو په خاطر د ایگري پارک مخالفت کوي.

په جنوبي وزیرستان کې د کال په سر د ٣٠٠٠ څخه تر ۴٠٠٠ میټرک ټنه چلغوزی یا زڼغوزی پیدا کیږي چې په پاکستاني بازار کې یې د یو کلو قیمت د ١٨٠٠ نه تر د ۴٠٠٠ روپو پورې دی.

د حکومت او د سوداگرو ترمنځه د اختلافونو په وجه په تیرو لسو ورځو کې د واڼا چلغوزي نه خو په ځايي او نه د پاکستان په نورو برخو کې خرڅ شوي دي.

د واڼا د ځايي ولس د کال په سر طمعه وي چې چلغوزي خرڅ کړي نو د ډاکټر، دوکاندار، څرخي مار او نورو نه اخیستې نسیا گانې (ادهار ) به ادا کړي خو سږ کال د نوي ایگري پارک د جوړیدو ورسته تر وسه چا هم خپل چلغوزي خرڅ نه کړی شول.

په دې موضوع په خپرونه واشنگټن ټو خیبر کې بحث واورئ

Your browser doesn’t support HTML5

په واڼا کې په چلغوزو لانجه