د داعش له زندانه د راخلاص شوي یو افغان بګنونکي کیسه

۳۱ کلن زیارکښ شینواری د اچین د ولسوالۍ د (پېښې) د کلي اوسېدونکی دی. ده چې زده کړې یې یواځې د ۱۲ ټولګي پورې کړي امریکا غږ ډیوې ته وویل: ٫٫ د داعش کسان یې د ماښام د تیارو له خپرېدو وروسته کورته ورغلل او دی یې له ځانه سره بوتلو.٬٬

زیارکښ وايي، له طالبانو سره یې کابو یو میاشت (د جنورۍ له ۱۱ څخه د فیبروۍ تر ۱۱ نېټې پورې) په زندان کې تېر کړل.

زیارکښ زیاتوي ٫٫ لومړی یې د سیمې په یوه واړه زندان کې ساتلی وه او وروسته یې بیا د داعشیانو یو لوی زندان ته واستوه کوم چې د اچین د مامندو په باغ کلي کې وه.٬٬

دده په وینا پدغه مهال دده سره شاخوا ۸۰ تنه نور کسان هم داعش بندیان کړي وه.

زیارکښ وايي په داعشیانو کې یې څلور ډلې وه لیدې چې هغه د اورکزۍ، باجوړۍ، ازبک او تاجک ډلې وې او هرې یوې به د داعش د زندان د څلورو شپو د امنیت مسولیت په غاړه درلود.

دی زیاتوي چې تر ټولو ظالمه ډله یې تاجکي ډله وه چې په روسي ژبه به یې خبرې کولې او له بندیانو سره به یې ډیر ناوړه چلند کاوه.

٫٫ بندیان به سخت شکنجه کیدل. د هغوی چغو به ټول زندان کې اوریدل کیدې او کله به چې بندي له تحقیقاتو بیرته راوستل شو نو مات، ګوډ او ټپي ټپی به وه او نورو بندیانو ته دا اجازه نه ورکول کیده چې له ټپي بندي سره کومه مرسته وکړي.٬٬

دی وایي داسې بندیان یې هم ولیدل چې په یوه ځای به پراته وه او د خوریدو به نه وه او حتی بولې به یې هم په هماغه ځای کې کولې چې بوی به یې ټول زندان کې نورو بندیانو ته رسېده.

زیارکښ وايي یواځې په شپه او ورځ کې به ورته یواځې یو ځل یو ګیلاس اوبه ورکول کیدې له ډیرې لږې ډوډۍ سره او بس.

ده دا هم وویل چې په دغه زندان کې دوه څارنوالان وه چې یو د باجوړ څخه و او نورو به د عسکري په نامه یادوه او دوهم یې د لوګر و چې هغه ته به یې ملګرو د حباپ نوم اخیسته.

زیارکښ وايي لږ تر لږه څلور ځله له ده څخه داعشیانو تحقیق کړی چې په تحقیق کې به یې ترې دا پوښتنې کولې.

٫٫ ولې دوه مبایلونه لري یو ساده او بل کمره لرونکی، تاته دولت څومره تنخوا درکوي، په حکومت کې څومره کسان پېژني، له خپل مبایلونو څخه دې چا چاته زنګونه وهل او داسې نورې پوښتنې.٬٬

زیارکښ شینواری وايي په زندان کې یې دوه کسان ترڅنګ اوسېدل یو یې د اچین د شډلو د سیمې څخه حاجي محمد نومېده او دوهم تن د پېښور د متنو سیمې څخه اسحق نومېده چې داعشیانو د دواړو سرونه دده له خوشې کېدو څخه څو ورځې وروسته پرې کړل.

زیارکښ شینواري دا هم وویل چې د متنو اسحق نومې ورته د ټیلیفون یوه نومره هم ورکړې وه چې که زه خوشې شوم نو د هغه کورنۍ ترې خبره کړم.

زیارکښ وایي هغه نومره بیا زما څخه ورکه شوه خو که د پيښور د متنو اوسیدونکي دغه کیسه اوري نو د اسحق کورنۍ ته دې خبر ورکړي چې داعش دی وژلی او مړی یې بیا د پولیسو لخوا د اچین ولسوالۍ د بازار په هدیره کې خاورو ته سپارل شویدي.

زیارکښ وايي، ٫٫ د خوشې کېدو په ورځ سهار وختي د ملا د اذانونو پر وخت یې زما سترګې پټې کړې وې او له زندان څخه یې یو کیلومټر په اندازه په پښو وې وړم بیا یې خوشې کړم او راته یې وویل چې په شا به نه ګورې. هوا ډیره یخه وه، واوره وریدلې وه خو ما هم ډیر مزل وکړ او بیا کښیناستم چې د کور لوری معلوم کړم او بیا په هماغې لوري روان شوم.٬٬

زیارکښ وايي، هیڅ نه پوهیږي چې څه ډول خوشې شو خو بس ده ته خدای نوی ژوند ورکړی او دا هرڅه دده د مور او پلار دعا وه.