که د وزيراعظم په گډون لوی سیاسي گوندونه پرې رضا دي نو په پاکستان کې د طالب علمانو د یونینز په بحالۍ کې خنډان څه دي؟

‏په پاکستان کې په 29م نومبرد طالبعلمانو د يونینز بیرته په ځای کولو غوښتنو ته په ځواب کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي یونینز په ځای کیدی شي خو لومړی به اصول جوړوي. د طالب علمانو مشران د ښاغلي خان په لوظ باور ته تیار نه ښکاري او واي که حکومت رښتیا هم د طالبعلمانو یونینیر بحالوي نو بیا د دوي د ملگرو په ضد مقدمې ولې جوړې شوې؟

د ښاغلي خان نه پرته د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو گوندونو مشرشهباز شریف هم په یو ټویټ کې د طالبعلمانو د غوښتنو منل ضروري گڼي.

د پاکستان پیپلز گوند مشر بلاول بټو زرداري وايي پیپلز گوند تل د طالبعلمانو د غوښتنو ملاتړ کړی. هغه وايي بینظر بټو د طالبعلمانو غوښتنې منلې وې.

څېړونکي سوال کوي چې که د پاکستان زیاتره سیاسي گوندونه غواړي چې د طالب علمانو یونییز دې بحال شي نو په بحالۍ کې یې خنډان څه دي؟

طالبعلمانو په 29 نومبر په پاکستان کې د یو والي په نوم مظاهرې ولې کولې؟

ددې سوال په ځواب کې د پېښور څخه په زرعي پوهنتون کې د اېم فل زده کوونکي او د طالبعلمانو یوه نماینده مشتاق دراني ډیوه ته اوویل بینادي غوښتنه دا وه چې په ټول هیواد کې دې د ټولو طالبعلمانو تنظیمونه بحال کړی شي. دهغه په خیال که څه هم د ټولو مظاهره کونکو غوښتنې شرېکې وې خو د پېښور طالبعلمانو غوښتنه یوه غوښتنه دا هم وه چې په پښتنونخوا صوبه کې د ورگډو کړی شوو قبايلي ضلعو کې دې پوهنتونونه جوړ کړی شي.

د پېښور پوهنتون کې د انوائرمنټل سائنس څانگې زده کوونکی حارث افغان واي د طالبعلمانو په تنظيمي هلو ځلو د پابندنیو په وجه دوي د یو شمیر چیلنوجونو سره مخ دي. هغه وايي په پوهنتونو کې گڼ شمېر مسلې ځکه دي چې طالب علمانو ته د یونینز حق نشته دی.

که څه هم لاریون کونکي طالبعلمان واي چې دوي د خپلو غوښتنو لپاره یو دي خو د اسلامی جمعیت طلبہ پاکستان ناظم اعلیٰ محمد عامر واي د 29 مارچ د لاریون جوړونکو د دوي سره رابطه نه وه کړې.

ښاغلي عامر د وي او ای اردو څانگې ته د ټلیفون په لیکه اوویل چې د طالبعلمانو مقصدونو یو شان دي خو د 29 تاریخ لاریون کونکو د طالبعلمانو لوی اتحاد متحده طلبه محاذ ته بلنه نه ورکړې. په متحده طلبه محاذ کې نزدې 20 زاړه پالي تنظیمونو دي. محمد عامر وايي د 29 نومبر په لاریون کې ټول کيڼ پالي تنظیمونه وو او واي چې ټول زور یې د جمعيت په ضد وو.

د طالب علمانو د لاریون سمدټکه پس د پاکستان په پنجاب صوبه کې د لاريون کوونکو يو مشر عالمگير وزير بې درکه کړی شوی وو او بيا د اتوار په ورځ په لاهور کې د زده کوونکو پرضد مقدمه جوړه کړی شوه. رپورټونه وايي په لاهور کې پوليسو په مقدمه کې د مشال خان د پلار اقبال لالا نوم هم شامل کړی دی.

د بشري حقونو نړیوال تنظیم (اېمنسټي انټرنيشنل) ويلي په پاکستان کې د زده کوونکو پرضد مقدمې درج کول او عمليات کول د رایې د ازادۍ د اظهار سرغړونه ده.

په پاکستان کې د پخواني پوځي آمر جنرل ضیالحق په امریت کې د ذده کونکو په تنظیمونو په 9 فبروري 1984 کې پابندي لگول شوې وه.

په پېښور پوهنتون کې پروفیسر درویش دراني وي او ای ډیوه ته ويلي چې جنرل ضیا په یونینز پابندي ځکه لگولې وه چې د جمهوریت پلوه تحریکونو لاره اونیسي.

د ضیا د آمریت ورستو منتخب سیاسي حکومتونو هم او نه کړی شوه چې د طالب علمانو یونیز بحال کړي.

‍‍په 29 نومبر د طالب علمانو د مظاهرو لپاره تیارۍ د دواو اونو څخه روانې وې.

څو ورځې وړاندې ددې مظاهرو لپاره د غږ پورته کونکو طالب علمانو یوه ویډیو په سوشل میډیا وایرل شوې وه چې پکې عروج اورنگزیب نومې یوې پېغلې د هندوستان د مشهور شاعر بسمل عظيم ابادي مشهور نظم نما غزل--- سرفروشی کی تمنا اب ہمارے دل میں ہے

دیکھنا ہے زور کتنا بازوئے قاتل میں ہے ، ویلی وو.

ښاغلي بسمل دا نظم په 1922 کې لیکلی وو او د قاضي عبدالفغار په مجله "صباح" کې چاپ شوې وو. هغه وخت د برتانیې حکومت د مجلې دغه گڼه ظبط کړله.

د برتانیې نه اذادۍ غوښتونکي یو مشر رام پرساد بسمل شاه جها پوري به دغه نظم اکثره په جلسو کې ویلو او بیا هم د هغه په نوم مشهور شو. ښاغلی جهان پوري انگریزانو په 1927 کې تیزندي کړی وو.

په پاکستان کې ددې کلام په ویلو خو څوک تیزندي شوي نه دي خو یوه پیړۍ ورستو هم طاقتور حکمرانان دا نظم د بغاوت سیمبول گڼي.