په پاکستان کې په زرگونو طالبعلمانو د یونینز بیا په ځای کولو او تعليمي بجټ زیاتولو لپاره احتجاجي مظاهرې کړي

نن په پاکستان کې په زرگونو طالبعلمانو په ټولو غټو ښارونو کې او د سوشل میډیا په پاڼو په تعلیمي ادارو کې د ذدکړه کونکو د سیاسي تنظیمونو (سټوډنټس یونینز) بیرته په ځای کولو لپاره جلسې جلوسونه کړي دي.

نن په ټول هیواد کې د طالبعلمانو د تحریک سره په سوشل میډیا هم د #StudentsSolidarityMarch یا "دطالبعلمانو یو والی" ټرینډ دی او په دې حقله گڼ شمیر پوسټونه شوي دي.

په پاکستان کې د پخواني پوځي آمر جنرل ضیالحق په امریت کې د ذده کونکو په تنظیمونو په 9 فبروري 1984 کې پابندي لگول شوې وه.

په پېښور پوهنتون کې پروفیسر درویش اپریدي وي او ای ډیوه ته اوویل چې جنرل ضیا په یونینز پابندي ځکه لگولې وه چې د جمهوریت پلوه تحریکونو لاره اونیسي.

د ضیا د آمریت ورستو منتخب سیاسي حکومتونو هم او نه کړی شوه چې د طالب علمانو یونیز بحال کړي.

د پیپلز گوند په حکومت کې د هغې وخت وزيراعظم یوسف رضا گیلاني ددې پابندیو د ختمولو لوظ هم کړی وو.

د پېښور نه ددې مظاهرو یو شریک منتظم سنگين باچا ډیوه ته اوویل چې تر ټولو ستره مظاهره په لاهور ښار کې وشوه چې د طالبعلمانو نه علاوه پکې د ځيني سیاسي گوندونو مشرانو هم گډون اوکړو.

سیاسي فعالې بشرا گوهر د طالبعلمانو سره د یووالي په توگه په خپل ټویټر یو پوسټر ورکړی دی

تیر کال هم په دې ورځ په لاهور کې یوه درنه مظاهره شوې وه.

ددې مظاهرو لپاره تیارۍ د دواو اونو څخه روانې وې. تیره اونۍ په لاهور کې ددې مظاهرو لپاره د غږ پورته کونکو طالب علمانو یوه ویډیو په سوشل میډیا وایرل شوې وه چې پکې عروج اورنگزیب نومې یوې پېغلې د هندوستان د مشهور شاعر بسمل عظيم ابادي مشهور غزل--- سرفروشی کی تمنا اب ہمارے دل میں ہے

دیکھنا ہے زور کتنا بازوئے قاتل میں ہے ، ویلی وو

په یوه ویډیو کې چې سعيد سنگري نومې یو تن په ټویټر شریکه کړې ده یوه جینۍ چې دسور رنگ جامې یې اغوستي او سره لوپټه یې په سر ده په تکرار سره شعارونه کوي چې "مونږ څه غواړو"؟ په ځواب کې ورته دسور رنگ بیرغونه په لاسو کې نيولي د ذدکونکو ټولگی واي "آذادي"

یوه بله ویډیو چې د لبنا برکي نومې یو اکاونټ نه خپره شوې ده پکې د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي طالبعلم مشال خان پلار اقبال لالا لیدل کیږي. په ویډیو کې شعارونه دي مشال خان ته سور سلام. اقبال خان د ذده کونکو شعارونو ته په تندي لاس کیږدي او ځواب ورکړي.

مشال خان د طالب علمانو د یونینز د بحالۍ غږ پورته کوو. د کال 2017م د اپرېل په 13م د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنالزم د څانگې په زده کوونکي مشال خان د مذهب د سپکاوي تورلگول شوی وو او په تشدد وژل شوی وو. په هغه تشدد کوونکي زياتره د پوهنتون زده کوونکي وو.

نن طالبعلمانو دا هم غوښتنه کوله چې د مشال د وژنې ورځ دې د مشال خان د نوم سره منسوب شي.

د طالب علمانو په جلوسونو کې غوښتنې شوي دي چې د پوهنتونو په کچه دې د زده کوونکو یونینز په ځای کړی شي اود زده کوونکو انتخابات دې اوشي.

ځیني ظالب علمانو ويلي دي د تعليمي ادارو د شخصي کولو عمل دې ودرول شي، په فيسونو کې چې کومه اضافه شوې هغه دې ختمه شي، د لوړو زدکړو د کمېشن څخه چې حکومت کومې پېسې کمې کړي او د زده کوونکو دپاره وظيفې يا سکالرشپې يې ختمې کړي هغه دې بیرته په ځای شي.

نن د ډیوه په خپرونه کې د یبلا بیلو طالب علمانو مشرانو اوویل په یونینز د پابندۍ د لاسه دوي د یو شمیر چیلنجونو سره مخ دي.

د پښتون سټوډنټس ارگنایزیشن د بلوچستان څانگې مشر کبير افغان اوویل چې په پوهنتونو کې په شعوري توگه داسې ویره خپره کړی شوې ده چې طالبعلمان د خپلو حقونو لپاره غږ پورته نه کړي.

د پښتون سټوډنټس فیډریشن پښتونخوا څانگې مشر وسیم خټک اوویل چې دوي د ضیا د دور نه د روانې پابندۍ په ضد پرامنه احتجاجونه کوي.

د جمعیت طلبا اسلام د پېښور کیمپس مشر اول شیر خان اوویل چې د دوي تنظیم د پابندیو په ضد خپله ځانگړې تگ لاره لري خو نن د کیدونکي احتجاجونو ملاتړ کوي.