د طالبانو د مشر فضل الله خسر او په ترهگرۍ تورن صوفي محمد سپين باز شو

د پاکستان یو عدالت ويلي دي د غیر قانونه تنظيم تحريک نفاذ شریعت محمدي مشر صوفي محمد د هېواد سره د غدارۍ او په پوليس تهاڼو د حملو په دوو تورنو کې په ضمانت خوشی کوي.

په صوفي محمد د قتل، غدارۍ او په حکومتي ودانیو د حملو ټولې ١٣ مقدمې وې. په ١١ تورونو کې عدالت هغه ته پخوا ضمانت ورکړی وو. خو په پاتې دوو کې هغه د تېرو اووه کالو راهسې په زندان کې وو.

مولانا صوفي محمد دا وخت په ظاهره د پاکستان د لومړي دښمن او دتحريک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله خسر دی. اسلام اباد په کابل تور پورې کوي چې فضل الله د افغانستان په نورستان کې پټ دی.

د مولانا صوفي محمد د غدارۍ د مقدمې یو حیرانوونکی اړخ دا ؤ چې دهغه په ضد عدالت ته څوک گواهۍ له وړاندې نه شو. او ریاست په خپله غلی پاتی شو.

مولانا صوفي محمد د ٩٠م په لسيزه کې د پښتونخوا صوبې په ملاکنډ کې د خپلسره شریعت په ځای کولو د پاره تحريک نفاذ شریعت محمدي( ټي این ایس ایم) جوړ کړې وو.

د رپورټونو تر مخه صوفي محمد په کال ٢٠٠١ کې د ١٢٠٠٠ وسله والو کسانو سره افغانستان ته اوښتې ؤ. هلته د تگ څخه د مخه صوفي محمد په خپلو یو شمېر تقريرونو کې ویلي وو:

"خپلې ټوپکې، تورې، نېزې، چړې او تبرونه راواخلۍ جهاد له ځو"

رپورټونه وايي د هغه سره د ١٢٠٠٠ تلي کسانو څخه د یو شمېر مړي بیرته پښتونخوا ته ورسیدل او پاتې زیاتره ونیول شول خو په خپله صوفي محمد تېښته وکړه او د پاکستان په قبايلي سيمه پاړه چنار کې ژوندی ونیول شو.

د صوفي محمد تنظيم ټي این ایس ایم باندې حکومت په کال ٢٠٠٢ کې د ترهگرۍ د فعالیتونو په بنسټ پابندي ولگوله.

د سوات یو بل سخت دريځه ملا فضل الله چې په ریډیو مولا هم مشهور دی د صوفي محمد زوم دی او دا وخت د پاکستان د طالبانو امير دی.

فضل الله لکه د خپل خسر جمهوري نظام ته کفري نظام وايي اود ریاست په ضد په جگړه کې بوخت دی.

په کال ٢٠١٣ کې هغه په بره دير کې د یو پاکستاني پوځي اعلا افسر میجر جنرل ثناالله نیازي د وژلو ورستو په یو ویډیو پیغام کې ويلي وو:

"یو کافر مې مردار کړو"

په کال ٢٠١٣ کې فضل الله په بره دير کې د یو پاکستاني پوځي اعلا افسر میجر جنرل ثناالله نیازي د وژلو ورستو په یو ویډیو پیغام کې ويلي وو "یو کافر مې مردار کړو"

فضل الله د پاکستاني پوځي افسر د وژنې په خوشحالۍ کې د خپلو ملگرو سره د غوا قرباني ورکړې وه او د هغې ویډیو یې مطبوعاتو ته ورلیږلې وه.

تحريک طالبان دگڼ شمېر ترهگرو حملو نه علاوه په ملاله یوسفزۍ او په ارمي پبلک سکول د حملې زمواري هم منلی ده. په ارمي پبلک سکول کې ١۴۴ د سکول ماشومان وژل شوي وو.

د صوفي محمد په ضمانت د خوشي کیدلو په فیصله خو طالبانو کوم غبرگون نه دی ورکړی خو په کال ٢٠١٣ کې چې فضل الله د طالبانو مشر شو نو تحريک طالبان پاکستان غوښتنه وکړه:

" د اسلامیه کالج یونیورسټۍ د پخواني وائس چانسلر ډاکټر اجمل خان د ازادیدو په بدل کې دې د تحریک نفاذ شریعت محمدي نیول شوی مشر مولانا صوفي محمد خلاص کړی شي"

صوفي محمد تحريک نفاذ شریعت محمدي جوړولو څخه دمخه سخت دريځه گوند جماعت اسلامي غړی وو. جماعت اسلامي دا وخت په پښتونخوا صوبه کې د تحريک انصاف گوند سره شريک حکومت دی.

په زندان کې د یو شخصي ټي وي جیو سره په خبرو کې صوفي محمد ويلي وو که آذاد شو د شریعت په ځای کولو خپل تحريک به بیا ژوندی کوي.

صوفي محمد په یو داسې وخت کې خوشی کیږي چې د پاکستان پوځي چارواکي وايي سخت دريځه گوندونه د هېواد په مرکزي لیکه کې ورگډول غواړي .