سپریم کورټ به اینده هفته د نقیب الله مسید د قتل مقدمه اورېدل پېل کړي

د نقیب مسید پلار محمد خان مسید په مارچ کې په اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا وکړه

د پاکستان سپریم کورټ فېصله کړې ده چې د راتلونکې هفتې د گل، دوشنبې، د ورځ نه به په کراچې کښې د وژل شوي پښتون ځلمي نقیب الله مسید د قتل مقدمه اورېدل پېل کړي.

د سپریم کورټ د مشر جج یا علې قاضې ثاقب نثار په مشرۍ کښې به درې کسیزه بېنچ د دغه کېس اورېدنه کوي.

عدالت د مقدمې په لړ کې مرکزې حکومت او د سند حکومت ته د په مقدمه کې د شریکېدو امر کړی دی.

سپریم کورټ په داسې حال کې د نقیب الله مسید د قتل مقدمه د اورېدلو فېصله کړي چې په کراچۍ کې د ترهگرۍ خلاف عدالت کې هم د مسید د وژل کېدو مقدمه دوام لري او د کراچۍ دغه عدالت د جولاې په مېاشت کښې د مقدمې مرکزې ملزم او د سند پولېس لوړ پورې چارواکې راو انوار په ضمانت د ازادولو امر کړی و.

دوه ورځې وړاندې په کراچۍ کې د مقدمې د اورېدنې وروسته راو انوار مطبوعاتو ته وویل چې د سنده پولېس په پلټنو کښې د هغه پرضد د جرم په پابتولو کې ناکامه شوی دی او زر به ورته بیا سنده پولیس کښې مهم منصب وسپارل شي.

د پشتون ژغورنې غورځنگ مشران او د مدني ټولې فعالان د نقیب الله مسید په قتل کې د ملزمانو خلاف د اقداماتو د نه کېدلو غندنه کوي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د سپریم کورټ د پرېکړې په هکله د عوامې نېشنل ګوند د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړي بشره ګوهر وویل چې په دې مقدمه کې تر دا وخت پرمختگ نه کېدل په ډاگه کوي چې د پاکستان عدالتې نظام د نقېب الله مسید بې وسه کورنۍ په مقابل کې ملزمانو ته درانوی ورکوي.

بشره ګوهر وي او ای ډیوه ته وویل امید نه لري چې سپریم کورټ به د نقیب الله مسید کورنې ته انصاف ورکړی شي.

نقیب الله مسید د سږ کال د جنورۍ په مېاشت کښې کراچۍ پولیس د تندروه ډلو سره د تړاو په سر نېولی و خو بیا پولېس دعوه وکړه چې هغه د پولیس او د وسله والو ترمېنځ د ډزو په تبادله کې ووژل شو.

هم د کراچې پولیس د پلټنو یوې ډلې د راو انوار او د هغه د همکار دغه دعوه رد کړه چې گنې نقیب الله مسید په پولیس مقابله کې وژل شوی دی. د پولیس تحقیق کونکو دا هم ومنله چې نقیب الله مسید بې ګناه وژل شو.

په کراچۍ کې د نقیب الله مسید د قتل په سر د پشتون ژغورنې غورځنګ او د مدنې ټولنې لخواه د راپارېدلي غبرګون په سر وړاندې هم سپریم کورټ د مقدمې اورېدنه کړې وه او د مارچ په میاشت کښې د کېس په آخرې اورېدنه اعلې عدالت د نقیب الله د کورنۍ نه د راو انوار نه په خپل سر د بدل نه اخستو لوظ اخیستی و.

د کراچۍ د ترهګرۍ خلاف عدالت کښې د تېرو څو مېاشت راهسې روانې مقدمه کښې وخت په وخت د نقېب الله پلار او د مدنې ټولنې غړو د پېښې پلټنې کوونکو چارواکو او سرکاري وکېلانو په کردار بې باورې څرګنده کړې ده.