سوات: پولیس وایي مالم جبه کې په بهرنیو سفیرانو شوي برید کې ککړ دوه ترهګر یې نښته کې وژلي

د سوات پولیسو دعوه کړې، هغه دوه ترهګر د پولیسو سره نښته کې وژل شوي چې څو ورځې وړاندې یې مالم جبه کې د بهرنیو سفیرانو په قافله حمله کړې وه.

پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د ملاکنډ د پولیسو د مشر یا ډي آي جي له خولې ویلي تېره ورځ پولیسو په مالم جبه کې د لټونې عملیات کول چې په دغه مهال پرې وسله والو ډزې وکړې.

د پولیسو مشر ویلي د پولیسو په ځوابي ډزو کې دوه ترهګر وژل شوي دي.

د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو مخې ته نه ده راغلې چې تعلق یې د کومې وسله والې ډلې سره ؤ خو جیو نیوز پخپل رپورټ کې ویلي د پولیسو سرچینو ورته ویلي وژل شوي ترهګر د سفیرانو په قافله د مامورو پولیسو په ګاډي شوې حمله کې ککړ وؤ.

په ۲۲م ستمبر د سوات په مالم جبه سیمه کې د ډیپلوماټانو قافلې سره تلونکي د پوليس په موبایل د چاودنې له امله د امنیتي سکواډ لږ تر لږه یو پولیس عسکر وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي وو.

په دغه پېښه کې ټول بهرني سفیران چې د اسلام اباد د تجارت او صنعت اېوان له خوا په جوړه شوې غونډه کې یې ګډون کړی و، خوندي پاتې شوي وؤ.

د مالاکنډ د پولیسو ډیپټي انسپکٹر جنرل محمد علي ګنډاپور له مخې، په قافله کي د بوسنیا، روس، ویتنام، ایتھوپیا روانډا، زمبابوې، انډونیشیا ازبکستان، ترکمانستان، قازقستان اور پرتګال سفيران شامل وو.

تر پېښې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ ویلي وؤ، دوي ته له وړاندې څخه مالم جبې ته د بهرنیو سفیرونو د تګ په اړه احوال نه ؤ ورکړل شوی.

ویاندې ویلي وؤ"موږ د اړوندو اشخاصو لخوا ترسره شوي نیمګړتیاوې په جدي ډول په پام کې نیولې دي، په شمول د دوی د بهرنیو چارو وزارت ته د داسې د لوړې کچې په تنظیم کولو کې د دوی پاتې راتلل."

ممتاز زهرا بلوچ خبر يالانو ته ویلي وؤ"موږ د لارښوونو د جوړولو په پروسه کې هم یو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې دا ډول پیښې بیا تکرار نه شي.

له دغې پېښې وروسته نایب وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزیر اسحاق ډار د یادو هیوادونو له سفیرانو او د ماموریتونو له مشرانو سره یې لیدلي وؤ او هغوي ته یې ډاډ ورکړی ؤچې پاکستان به د دې پیښې په اړه بشپړ پلټنه وکړي او د دوی خوندیتوب ډاډمن کولو لپاره به طريقه کار تنظیم کړي.