د T20 نړيوال کپ 2024م په دويمه سيمې فاينل لوبه کې د هند لوبډلې انګلېنډ ته په 68 رنزونو ماتې ورکړې او فاينل ته رسېدلې ده، په لومړي سيمې فاينل کې جنوبي افريقې د افغانستان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه، فاينل يا پايلوبه به سبا په 29م جون د جنوبي افريقې او هند ترمنځ کيږي.
د د دفاعي چېمپين انګلېنډ او هند ترمنځ دويم سيمې فاينل په ګيانا کې ترسره شوی، د انګلېنډ کپتان جوز بټلر د لوبې پچه/ ټاس ګټلی خو لومړی بېټنګ یې هند ته ورکړی وو.
د هند لوبډلې په لومړي بېټنګ کې په ټاکلو شلو اوورونو کې په اووه لوبغاړو اوټ کېدو 171 رنزونه جوړ کړي وو.
د هند په لوبغاړو کې زیات رنزونه روهېت شرما 57 او سوريا کمار يادیو 47 رنزونه جوړ کړي وو.
په ځواب کې بيا د انګلېنډ لوبډلې په 17م اوور کې په ټولو لوبغاړو اوټ کېدو 103 رنزونه جوړ کړي او په 68 رنزونو یې ماتې خوړلې ده.
د دفاعي چېمپين انګلېنډ په لوبډله زيات 25 رنزونه هېر بروک او په دويم نمبر 23 رنزونه بټلر جوړ کړي وو.
د هند اېکسر پټېل او کلديپ ياديو درې، درې وکټې او جېسپرټ بومرا دوه وکټې اخستې دي. پټېل د لوبې غوره لوبغاړی ګرځول شوی دی.
په لومړي سيمې فاينل کې جنوبي افريقې د افغانستان لوبډلې ته په نهه لوبغاړو ماتې ورکړې او فاينل ته رسېدلې وه.
د افغانستان ټولې لوبډلې په 11.5 اوورونو کې 56 رنزونه جوړ کړي او جنوبي افريقې بيا ټاکلی هدف 8.5 اوورونو کې په يو لوبغاړي اوټ کېدو پوره کړی وو.