په امریکا او وېسټ انډیز کې د ټي -۲۰ کرکټ نړیوال جام په اتمه لوبه کې نن هندوستان اېیرلېنډ ته ډیر په اسانه په اتو وکټو ماتې ورکړه او په ورلډ کپ کې یې خپله لومړۍ لوبه وګټله.
د امریکا نیویارک ښار په ناسا کاونټي کرکټ ګراونډ / لوبغالي کې شوې دغه لوبې ټاس/ پچه هندوستان وګټله او لومړی يې اېیرلېنډ ته د بیټنګ بلنه ورکړه.
د اېیرلېنډ بیټسمینان د هندوستان بالرانو ته په میدان ایسار نه شول او ډیر په منډه پرله پسې اوټ شول.
د لوبې په دویم اوور کې د هندوستان ځوان بالر ارشدیپ سنګ د اېیرلېنډ دواړه لومړي لوبغاړي(اوپنران) اوټ کړل او سم د ټکه د اېیرلېنډ بیټنګ لاېن د دباو لاندې راغی.
د دغه فشار کمولو لپاره یې نوو بیټسمینانو د لویو شاټونو وهلو او رنزونو کولو هڅه کوله خو د هندوستان بالرانو څوک هم په وکټ اېساریدو ته پرې نه ښودل.
د اېیرلېنډ لخوا ګېرت ډېلني ۲۶ ، جاش لټل ۱۴، کرټس کېمپر ۱۲، او لارکن ټکر ۱۰ منډې جوړې کړې او ټوله لوبډله په ۱۶ اورونو کې په ۹۶ رنزونو جوړولو اوټ شوه.
د هندوستان لخوا هارډک پانډیا ۳، ارشدیپ سنګ او جسپرت بمرا ۲،۲، محمد سراج او اشرپټل یو یو وکټ واخستو.
د ۹۷ منډو د هدف په ځواب کې د هندوستان کېپټن روهت شرما او د کرکټ د نړۍ تر ټولو غوره بیټسمېن ویراټ کوهلي لوبه پېل کړه خو ویراټ یواځې په ۵ بالونو په ۱ رنز جوړولو اوټ شو.
د ویراټ وروسته ریشاب پنټ لوبې له راغی او د کېپتان روهت شرما سره یې د پنځوسو رنزونو پارټنرشپ هم جوړ کړو.
روهت شرما په ۵۲ منډو جوړولو په یو بال د لږیدو له سببه د لوبې نه بهر (ریټاېرډ هرټ) شو او د هغه په ځاې سوریا کمار یادو بیټنګ شورو کړو.
سوریا کمار یواځې په ۲ منډو جوړولو اوټ شو خو ریشاب پنټ د لوبې ګټلو پورې په میدان ولاړ وو او په یو ریورس شاټ یې په شپږیزې وهلو ټاکل شوی هدف د ۱۲م اوور په ۲م بال پوره کړو.
د هندوستان لوبډلې په ۱۲.۲ اورونو کې لوبه وګټله چې پکې روهت شرما ۵۲، او ریشاب پنټ ۳۶ منډې جوړې کړې.
د هندوستان لوبډله به د روان نړیوال جام په دویمه لوبه کې د اتوار/ یکشنبې (۹ جون) په ورځ خپل روایتي رقیب پاکستان سره لوبه کوي. اېیرلېنډ به خپله دویمه لوبه د جمعې په ورځ (۷م جون) د کېنېډا پرضد کوي.
د هندوستان او اېیرلېنډ د لوبې ترڅنګ نن د روان نړیوال جام ۲نورې لوبې هم کیږي چې یوه د یوګنډا او پاپوا نیوګیني تر منځه او دویمه د اسټریلیا او عمان تر منځه په وېسټ انډيز کې کیږي.