نړۍ راتلونکې میاشت سپینې ماڼۍ ته د منتخب صدر ډنلډ ټرمپ د راستنېدو په تمه ده، خو تایوان د چین د زیاتېدونکي تجاوز او د امریکې او تایوان د اړیکو تر منځ له ناڅرګند حالت سره مخ دی او د نوي امریکایي صدر له راتلونکي حکومت سره کار کولو ته تیاري کوي.
له پوځيانو تر عامو خلکو پورې، د تایوان اوسېدونکي په داسې وخت کې چې یوې خواته ورباندې د چین فشارونه زیاتېږي او له بلې خوا د امریکې نوی صدر د جنورۍ پر شلمه واک تر لاسه کوي، یو ناڅرګند راتلونکي ته تیاري کوي.
بیجینګ تایوان- چې خودمختار حکومت لري- د چین یوه برخه ګڼي او وايي که اړتیا پېښه شوه د خپلې دې دعوې د ریښتیا کولو لپاره به له زوره هم کار واخلي.
که څه هم صدر جو بایډن بیا بیا ویلي، که چین پر تایوان برید کاوه امریکا به یې مرستې ته وشي خو منتخب صدر ټرمپ ویلي، تایوان باید د خپلې دفاع لپاره امریکې ته پیسې ورکړي.
د تایوان یوه اوسېدونکې اینجل چي د ټرمپ د دریځ په اړه داسې نظر لري، "زه یو څه اندېښمنه یم، ځکه، دا خبره کول یوه څه ګرانه ده چې څوک ووایي چې ټرمپ وايي څه، په اصل کې کوي څه او د پردې تر شا څه کوي، دا هغه څه دي چې موږ یې نه شو لیدای. هغه تل د خپلو ګټو او د امریکې د ګټو لپاره کار کړی دی."
ټرمپ د چین په اړه مشهور د سخت دریځ لرونکی مارکو روبیو او مایکل والټز د خپلې کابینې د ممکنه نوماندانو په توګه غوره کړي دي، خو د تایوان په اړه د هغه تبصرې مبهمې دي.
د 2023م کال په جولای کې فاکس نیوز ته په مرکه کې کې د ټرمپ جواب داسې وو، "زه نه غواړم هغه څه ووایم چې زه ورباندې فکر کوم. که زه دې پوښتنې ته جواب ووایم، دا به ما د خبرو اترو په ډېر بد حالت کې ښکېل کړي".
د جيوپوليټيکل چارو څېړونکی مايکل کول وایي، "موږ دا وخت نه پوهیږو چې ایا هغه به دا معنا لري، کله چې هغه وايي چې هغه غواړي امریکا نوره د یواځیتوب حالت ته راستنه کړي."
د نومبر د اوومې نېټې له خبري غونډې د چین دریځ ښکاره دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت ويانده ماو نينګ ویلي وو، "چین په کلکه د امریکې او تایوان تر منځ د هر ډول رسمي تعامل او ښکېلتیا مخالفت کوي."
د تایوان ځینې اوسیدونکي فکر کوي چې د دې جمهوريت لرونکې جزیرې ارزښتونه به له امریکې او همخیاله هیوادونو سره د دې هېواد اړیکې پیاوړې کړي.
د تايوان اوسېدونکی چن چینګ يي وایي، "ټرمپ غواړي ځان له بایډنه جلا کړي ځکه چې هغه خپل شخصي نظر لري، خو زه فکر نه کوم دا به په امریکا کې د تایوان په ارزښت یا د [چین خلاف] د دفاع د نړیوالې کرښې د یوې برخې په توګه څه اغېز وکړي."
کارپوهان هم پر خبره یوه خوله دي چې د ډانلډ ټرمپ په حکومت کې د امریکې او تایوان په اړیکو کې د لویو بدلونونو امکان په نظر نه راځي.
د تایوان د «پراسپېکټ فاونډېشن» څېړونکی لای ای چنګ وایي، اندازه دا ده چې د تایوان خلک به د نوي پرمختګ یا دا چې څه کېږي په دې اړه به ډېر محتاط اوسي او ډېر پام به کوي:
"خو موږ وارخطا نه یو، موږ په کانګرس کې هم د دواړو ګوندونو ډېر قوي ملاتړ لرو او دا تل د تایوان او امریکې د تلپاتې او ښو اړیکو لپاره په ټولو بېلابېلو څانګو کې د تایوان بهترین سنګر ثابتېدای شي."
که یوې خواته تایوان امریکې ته د نیزدې کېدو هڅو ته دوام ورکوي او د ټرمپ له راتلونکي انتظامیې سره کار کولو ته تیاري کوي، خو بلې خواته چې په می میاشت کې د تایوان صدر لای چینګ تي واک تر لاسه کړی، چین ورباندې پوځي فشارونه زیات کړي او د تایوان شاوخوا ته له پوځي مشقونو سره سره یې ساحلي ساتونکي دخل اندازي کوي.
مایکل کول وايي، د چین دا اقدامات چې څومره د تایوان حکومت ته متوجه دي هغومره یې د هېواد رایه ورکوونکي هم په پام کې دي:
د جيوپوليټيکل چارو څېړونکی مايکل کول زیاتوي چې، "دوی په دې تمه دي چې له تایوان سره د شخړې او مخنیوي د احساس په پیدا کولو سره به اخر که د تایوان حکومت نه وي خو د تایوان رایه ورکوونکي به دې ته مجبوره کړي چې له خطره ډډه وکړي."
مایکل کول وايي کېدای شي د تایوان خلاف د بېجینګ د تېري او جارحیت کچه د تایوان او چین لپاره د ټرمپ د ادارې د نويو پالیسیو په ارزونه او جایزه پورې اړه ولري.