افغانستان ولې د طالبانو شوراګانې په خپله خاوره نه غواړي؟

افغان حکومت ویلي، پدې وروستیو کې یې افغانستان ته د حقاني شبکې او د طالبانو د کوټې، پېښور او میرانشا شوراګانو د اړولو مخه نیولې ده.

د افغانستان ددفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته ویلي دي، افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د هغو سټراټیژیکو اهدافو مخه نیولې چې غواړي د کوټې، پېښور او میرانشا شوراګانې افغانستان ته واړوي.

دولت وزیري دغه څرګندونې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار د ادارې یا سیګار د هغه راپور د ردولو پرمهال وکړې چې ویلي وه په افغانستان کې دا مهال درې عشاریه اوه میلیونه خلک د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ژوند کوي.

خو پوښتنه داده، چې افغانستان ته له پاکستان څخه د طالبانو د شوراګانو اوښتل د افغانستان سولې او ثبات ته ګټه لري او که تاوان؟

د افغانستان د کابل په پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر صافی وايي د طالبانو لپاره سیاست او پالیسي د پاکستان استخباراتي ادارې جوړوي او له همدې امله اوس پاکستان غواړي چې د حقاني شبکې او طالبانو یاد مرکزونه افغانستان ته واړوي تر څو نړیوالو ته ځان پاک ثابت کړي.

ښاغلي صافي وویل، دا ټول د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ډنالډ ټرمپ د نوې تګلارې په پایله کې کیږي. ده زیاته کړه، که طالبان پدې بریالي شي چې خپلې شورا ګانې افغانستان ته واړوي او په رښتیا هم پاکستان یې له ملاتړ څخه لاس واخلي نو بې ګټې نه برېښي.

پاکستان تر اوسه پورې پدې اړه چې غواړي د طالبانو شوراګانې افغان خاورې ته واړوي په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځي مشرانو نن له یوې غونډې وروسته ویلي چې د امریکا او افغانستان سره د وروستیو خبرو ارزونه یې کړېده او زیاتوي چې د پاکستان امنیتي ادارې به د پاکستان د ملي ګټو پر بنسټ چلند کوي خو روښانه نه ده چې له افغانستان او امریکا سره به د پاکستان د ملي ګټو پر بنسټ چلند څه معنی ولري.

اصلي پوښتنه داده، چې ایا افغانستان ته له اوښتلو سره به په رښتیا هم پاکستان د طالبانو او د حقاني شبکې له ملاتړ څخه لاس واخلي؟

دې پوښتنې ته زیات افغان سیاسي کارپوهان مثبت ځواب ځکه نه لري چې دوي وايي طالبان او حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي شبکې ایي اېس يي جګړیزې پروژې دي.

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو یو بل استاد پوهاند نصر الله ستانکزی وايي، افغانستان ته د طالبانو د شوراګانو اوښتل نا ممکنه بریښي. دی وايي دا سمه ده، چې پاکستان به د نړیوالو فشارونو له امله په نمایشي توګه د طالبانو ځینې مرکزونه د افغانستان خاورې ته واړوي خو دا کار به نیمګړی وی.

دی زیاتوي که طالبان په رښتیا هم افغانستان ته واوړي نو د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري نو هرو مرو به یا له منځه ځي او یا به د سولې له بهیر سره یوځای کیږي.

افغان سیاسي کارپوه انجنیر مطیع الله خروټی چې په افغانستان کې د خروټو د قومي شورا مشر هم دی ډیوې ته وویل، د طالبانو ځینو کسانو سره یې د سولې د بهیر لپاره اړیکه نیولې خو هغوی ورته ویلي چې که دوي سولې ته نږدې شي نو د پاکستان د استخباراتو لخوا به یې نور ملګري په پاکستان کې ونیول شي.

ښاغلی خروټي وویل، چې په طالبانو کې داسې کسان او ډلې شته چې غواړي د سولې له بهیر سره یوځای شي خو د پاکستان لخوا د فشار له امله دغه کار نشي کولای او هرکله چې افغانستان ته را واوړي نو د پاکستان لخوا د فشار د کمېدو له امله به دوي ښايي سولې ته غاړه کېږدي.

په پاکستان باندې د امریکا لخوا د زیاتېدونکي فشار ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس یوځل بیا وویل چې پاکستان باید په خپله خاوره باندې د ترهګرو د پټنځایونو پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي.

نوموړی تیره اونۍ افغانستان، پاکستان او هند څخه ته په یوه رسمي سفر تللی و.

افغان حکومت او د امریکا د حګومت ګڼو پوځي جنرالانو ویلي چې د ترهګرو اصلي ځالې، پټنځي او روزنیز مرکزونه په پاکستان کې دي چې د پاکستان د استخباراتي ادراو لخوا ورسره مرسته کیږي هغه خبره چې پاکستان یې نه مني.