امریکايي پوځي جنرال: طالبان، حقاني او نور ترهګر اوس هم په پاکستان کې پټنځایونه لري

یو لوړ پوړی امریکايي جنرال وايي، په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو شتون په افغانستان کې د ترهګرۍ ماتول ستونزمن کړیدي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته په وینا کې وویل، ترهګرې ډلې اوس هم په پاکستان کې خوندي ځایونه لري او دا په افغانستان کې د ترهګرو په وړاندې جګړه کې ننګونې دي.

"دا ډېره زیاته ستونزمنه ده چې داسې ترهګر دې له منځه ولاړ شي څوک چې په بل هېواد کې خوندي ځایونه لري. دا وخت طالبان، حقاني او نورې ترهګرې ډلې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي برخو کې پاکستان غاړې ته داسې ځایونه لري. پاکستان باید ددغې ستونزې د حل یو برخه شي. "

پاکستان د امریکايي او افغان چارواکو دا ادعاوې تل ردوي چې ګواکې ددوي په خاوره د ترهګرو ځالې دي او دوی یې ملاتړ کوي.
جنرال مارک میلي د سنېټ د پوځي چارو کمېټې ته دا هم وویل، چې دا د امریکا د ملي امنیت په ګټه دي چې په افغانستان کې خپل سرتیري وساتي.

ښاغلي میلي دا هم وویل، افغان حکومت له ځینو وسلوالو مخالفینو سره د ملي پخلاینې په درشل کې دی او امریکا ددې کار ملاتړ کوي.

"دا مهمه ده چې مونږ خپل سرتیري بېرته سره راټول او وړتیاوې یې باید زیاتې کړو. مونږ د پاکستان په ګډون په خپلو ستونزو پوهیږو. د پخلاینې بهیر روان دی او بلاخره شخړې همداسې حلیږي"

میلي وویل، له ۹/۱۱ څخه وروسته د امریکا یو هدف دا وه چې له هغو ترهګرو څخه افغانستان وژغوري کوم چې له افغانستان څخه په امریکا بریدونه پلانوي. له همدې امله مونږ هلته یو او دا هله شوني دي چې یو باثباته افغانستان ولرو.

ښاغلي میلي وړاندې وویل، له باثباته افغانستان څخه یې موخه داده چې د وسلوالو مخالفینو وړتیا دومره راکمه شي چې د کابل رژیم و نه ګواښلی شي او افغان امنیتي ځواکونه او استخبارات دومره پیاوړي وي چې د رژیم پرضد د ګواښونو مقابله وکولای شي.