طالبان: د طورخم لار به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خلاصه وي

طالبانو د طورخم دروازه د اتوار، يکشنبې، په ورځ وتړله او د پاکستان په اميګرېشن چارواکو يې افغانانو او په خصوصي توګه د هغو بيمارانو سره چې درملنې دپاره يې پاکستان ته تګ غوښتلو د بدسلوکۍ الزام ولګولو

په اسلام اباد کې د افغانستان د طالبانو سفارت ویلي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د طورخم لاره خلاصه وي.

د طالبانو سفارت دغه اعلان د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وکړو.

د طالبانو سفارت وویل چې افغانانو ته "خبرتیا ټولو درنو هیواد والو او محترمو تجارانو ته خبر ورکول کیږی چي سبا پنجشنبه، د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب د میاشتې څلورمه نېټه، د تورخم لاره به د مسافرو، ترانزیټ او تجارت لپاره خلاصه وي."

طالبانو د طورخم دروازه د اتوار، يکشنبې، په ورځ وتړله او د پاکستان په اميګرېشن چارواکو يې افغانانو او په خصوصي توګه د هغو بيمارانو سره چې درملنې دپاره يې پاکستان ته تګ غوښتلو د بدسلوکۍ الزام ولګولو.

امنیتي چارواکو ویلي وو چې په طورخم تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د دواړو خواو د امنیتي ځواکونو ترمنځ د ډزو په تبادله کې یو طالب سرحدي محافظ وژل شوی او یو پاکستانی عسکر زخمي شو و.

طالبانو د طورخم لار د بیا پرانېستل کېدو اعلان په داسې ورځ ورکړو چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف او د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر په کابل کې د لوړ رتبه طالب چارواکو سره خبرې وکړې.

په سمدستي ډول دا نه ده معلومه چې ایا د طورخم لار کابل ته د پاکستاني مامورینو د دورې په نتیجه کې خلاصېږي.

پاکستاني چارواکو د طالبانو دا دریځ رد کړی و چې افغانانو سره په طورخم بدسلوکي کېږي.