ټانک: پوځ عملیاتو کې د "درېوو ترهګرو" د وژلو دعوه کړې

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا په ټانک ضل کې د ترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې درې وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار په یو بیان کې ویلي دا عملیات په اتم مارچ ټانک کې وروسته له هغې ترسره شوي چې امنیتي ځواکونو سیمه کې د ترهګرو د شتون اطلاع ترلاسه کړه.

د پوځ ویاند ویلي د عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو د وسله والو ځاله په بریالیتوب ره په نښه کړه چې له امله یې درې ترهګر ووژلی شول.

پوځ پخپل بیان کې د وژل شوؤ وسله والو نوره پېژندګلو نه ده ښکاره کړې خوهغوي یې د خوارجو په نوم یاد کړي اؤ دعوه یې کړې ده چې وسلې یې هم ترې ترلاسه کړې دي.

دا عملیات وروسته له هغې شوي چې تېره اونۍ نامعلومه وسله والو د خېبر پښتونخوا په بنو پوځي چاوڼۍ یو خونړی ځانمرګي اؤ ډله ییز برید وکړو چې د پوځ په وینا دغه برید کې پينځه پوځيان اؤ ۱۳ عام کسان وژل شوي اؤ ۳۲ تنه نور ژوبل شوي وؤ.

پوځ ددغه برید په مهال د شپږو وسله والو د وژلو دعوه هم کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې برید یې شنډ کړی دی.

ددې برید ذمه واري د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې پر غاړه اخستې وه.

په پاکستان کې د فرورۍ په میاشت کې د ترهګرۍ په پېښو کې 73 فيصده زياتوالی راغلی دی، په دغه میاشت کې د ترهګرۍ په 54 بېلابېلو پېښو کې 121 کسان وژل شوي او 103 نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان انسټيټويټ فار پيس سټډيز نومي ادارې رپورټ وایي تر ټولو زيات اغېزمن بلوچستان دی چې د دې پېښو 62 فيصده مرګ ژوبله یواځې په دغه صوبه کې شوې ده.

رپورټ وايي د فررورۍ په مياشت کې پر دويم نمبر د ترهګرۍ زیاتې پېښې په پښتونخوا صوبه کې مخې ته راغلي چې شمېره یې 30 ده اؤ په دې پېښو کې 45 تنه کسان وژل شوي او 58 نور ټپيان شوي دي.

د یادو بریدونو تر شا د تحريک طالبان پاکستان حافظ ګل بهادر ډلې، لشکر اسلام، داعش خراسان او نامعلومو وسله ‌والو لاس ښول شوی دی.

د سيند صوبې په مرکز کراچۍ کې یو بريد شوی او په پنجاب صوبه کې د فرورۍ په میاشت کې هیڅ ترهګر برید نه دی ثبت شوی.