دډیورڼد لاين دواړو خواؤ ته په جمهوري نظام د باور لرونکو  په هدفي وژنو کې چټکتیا راغلې: څېړونکي

دډیورڼد لاين دواړو خواؤ ته د تېرو دوه لسیزو راهسې هدفي وژنې کیدلی خو رپورټونه وايي په تېر یو کال کې د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کونکو، د تازه افکارو مننونکو، د جمهوري نظام پلویانو او د اظهار په ازادۍ باور لرونکو په هدفي وژنو کې چټکتیا راغلې.

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر او څیړونکی حسېن حقاني ګڼي دا هدفي وژنې د طالبانو د هغه منصوبې برخه ده چې په اینده کې واک په خپل مټ کې ساتل غواړي، ښاغلي حقاني ډیوه ته وویل، طالبان داسې خلک وژني چې په نظریاتي توګه دويي ته چیلنج جوړېدی شي:

“هغويي غواړي چې داسې خلک ووژني څوک چې په نظریاتي توګه په ټولنه او په افغان سوچ اثر لرلی شي”

د اسلام اباد څخه د پاکستان انسټیټوټ فار پیس سټډیز اداره وایي کال 2020م کې د تشدد په کچه کې 27 فیصدي زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د افغانستان یوې استازې دبیرا لاینز ويلي چې تیرکال په افغانستان کې په هدفي وژنو کې 40 فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د حقاني په خیال طالبان داسې ځکه کوي چې په ټولنه کې پېشګي داسې ویره خوره کړي چې څوک یې مقابل ته راپانسي.

خو حقاني دا هم وايي ممکن ده په دې هدفي وژنو کې یواځې طالبان ککړ نه وي:

“هغه ټول خلک چې غواړي په افغانستان کې سیکولر او لبرل سوچ وده او نه مومي، په پښتنو کې د قام پالۍ او پرمختګ سوچ په ځای د تندروو سوچ اثر ولري هغويي هم ددې هدفي وژنو زموار دي”

د هغه په خیال هم ددغه سوچ لاندې د ډېورنډ د پولې نه پاکستان خوا ته هدفي وژنې روانې دي.

د څیړونکو په خیال ددې هدفي وژنو په شا هغه خلک دي څوک چې په دغه سیمه کې سیکولر او لبرل نظریات نه زغمي.

په وډرو ویلسن سنټر کې د جنوبي اېشيا د چارو ماهر مایکل کوګلمېن هم ددغه دریځ سره اتفاق لري چې ددې هدفي وژنو مقصد دا دی چې یو داسې پیغام ورکړی شي، چې د ښځو د حقونو، د اظهار د اذادۍ او جمهوري نظام خبره کونکي ویرول شي، هغه وي او ډیوه ته وویل:

“د ښځو د حقونو خبره، د اذادۍ او جمهوري نظام دخبرو ملاتړ به نه کېږي”

د هغه په خیال ددې په شا طالبان دي:

“هغوي افغانانو ته یو ښکاره ګواښ ورکوي، چې په دغو خبرو به هیڅ لچک نه ښودل کېږي”

د کوګلمېن په خیال د غم او فکر وړ خبره دا ده چې دا پیغام د افغانانو تر منځه د سولې د خبرو په وخت ورکړی کیږي.

د افغانستان دملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په 24 جنورۍ 2021 وویل:

"له بده مرغه د تشدد لمن پراخه شوه، هدفي وژنې، ځانمرګي بریدونه او چاودنې دوام لري "

که څه هم طالبان ددې وژنو څخه انکاري دي خو د کوګلمېن په خیال د “ویرولو” په دې مهم کې هغه خلک هم کیدی شي څوک چې د طالبانو د. واکمنۍ پلویان دي.

د پاکستان د پوځ پخوانی بریګيډیر او د دفاع د چارو څیړونکی سعد محمد خان البته فکر کوي دا قسمه حملې د وسله والو د وړو ډلو کار کیدی شي:

“په افغانستان کې داعش او داسې نورې ډلې چې هغويي د لویو بریدونو طاقت نه لري نو هغويي بیا دا هدفي وژنې کوي چې په اولس کې د امن څخه نا امیدي خوره کړي”

د سعد محمد خان ترمخه د مخوریزو یا مشهورو شخصیتونو په وژلو سره په ټولنه کې ویره ډېره په اسانه خپرېږي

د رپورټونو ترمخه افغانستان خواته د په ګڼو ولایتونو خو پاکستان خواته یواځې په پخوانۍ قبیلي سیمه فاټا او بلوچستان صوبه کې هدفي وژنې زیاتې شوي تېر کال تر 27 دسمبر پورې په ضم شو قبايلي ضلعو کې د 100 نه زیاتو بریدونو کې 226 کسان وژلي شوي وو.