روان کال په پاکستان کې د پولیو 24مه پېښه په سیند صوبه کې مخې ته راغلې ده

د پاکستان د سیند صوبې د حیدر اباد ښار نه د پولیو یوه بله پېښه مخې ته راغلې ده چې دې سره روان کال په پاکستان کې د پولیو مخې ته د راغلو پېښو شمېره 24 ته رسېدلې ده.

په نزدې وختونو کې د حیدر اباد نه دا د پولیو دویمه پېښه ده چې مخې ته راغلې ده ، تر دې وړاندې په اګست میاشت کې هم د حیدر اباد څخه د پولیو یوه پېښه مخې ته راغلې وه.

د پولیو د مخنیوي لپاره د نیشنل ایمرجنسي اپریشن سینټر ویاندې عایشه فاروق ویلي، دا پولیو دا تازه پېښه د سیند حیدر اباد ضلعه کې مخې ته راغلې اؤ وایي دغلته د 29 میاشتو یو ماشوم ته د پولیو وایرس ورپورې کېدو پخلی شوی دی.

ددې پېښې سره سږ کال د سیند صوبې نه د پولیو مخې ته د راغلو پېښو شمېره پینځوؤ ته رسېدلې ده.

عایشه فاروق پخپل بیان کې ویلي، د پولیو وایرس د مخنیوي لپاره یوه اړخیزه تګلاره تیاره کړل شوې ده اؤ کومې ضلعې چې د پولیو په حواله زیاتې خطرناکې دي هلته ماشومانو ته د پولیو نه د خوندیتوب د څاڅکو رسولو لپاره ځانګړي ګامونه اخستل کیږي.

تر دې دوه ورځې وړاندې د خېبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې هم د پولیو یوه پېښه مخې ته راغلې وه اؤ دغلته د ۱۰ میاشتو یوې ماشومې ته د پولیو وایرس ورپورې کېدو پخلی شوی ؤ.

پاکستان کې د روان کال په مهال د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمېره 23 ته رسېدلې ده په دې کې تر ټولو زیاتې 15 پېښې له بلوچستان،پینځه له سیند،دوه د خېبر پښتونخوا، یوه له پنجاب اؤ یوه له اسلام اباد رپورټ شوې ده.

د پاکستان پولیو پروګرام په دې وروستیو کې له 9م تر 13م ستمبر پورې په 115 هغو ضلعو کې د پولیو په ضد کمپاین چلولی ؤ چې د پولیو په حواله زیاتې خطرناکې شمیرل کیږي.

د پولیو پروګرام له مخې په دې کمپین کې درې کروړه اؤ 25 لکو ماشومانو ته د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکړل شوي وؤ.