په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو له ترسره شوؤ وروستیو چټک خونړیو بریدونو وروسته د پاکستان پوځ دعوه کړې چې افغانستان سره په پوله پرتو د پښتونخوا په قبایلي ضلعو خېبر اؤ شمالي وزیرستان کې یې د وسله والو پرضد عملیاتو کې “څلور ترهګر” وژلي دي.
تر دې وړاندې په دوؤ ورځو کې د خېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې وسله والو په امنیتي ځواکونو چټک مرګوني بریدونه کړي وؤ چې پکې د ۲۳ عسکرو په ګډون ۳۲ کسان وژل شوي وؤ.
د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې (ای ایس پي آر) د اتوار په ورځ خپل یو بیان کې ویلي امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي چې پکې د یو یو مهم طالب وسله وال انصاف الله په ګډون دوه ترهګر وژل شوي .
پوځ دعوه کړې چې په خېبر ضلعه کې یې هم په عملیاتو کې دوه وسله وال وژلي اؤ وایي درې نور ژوبل شوي هم دي خو ددغو وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو یې نه ده ښکاره کړې.
د ای ایس پي آر په بیان کې دعوه شوې ده چې په دغو عملیاتو کې له ترهګرو وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.
د پوځ په بیان کې وژل شوي وسله وال د “خوارجو” په نوم یاد کړل شوي چې دا نوم د تېرو څو میاشتو راهسې د پاکستان امنیتي ادارې د ټي ټي پي د وسله والو لپاره کاروي .
تر دې وړاندې پوځ په ۲۴م اکتوبر دعوه کړې وه چې باجوړ کې یې د وسله والو په ضد عملیاتو کې نهه ترهګر وژلي دي.
په پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو د وسله والو د بریدونو لړۍ چټکه شوې اؤ په دې بریدونو کې د پاکستان پوځ، پولیسو اؤ د ایف سي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
په نزدې وختونو کې شوؤ زیاتره بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخستې ده.
تېره ورځ په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته ځانمرګی برید شوی ؤ چې پکې د څلورو پولیسو او دوو پوځيانو په ګډون اته کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل ؤؤ.
له دغې يوه ورځ وړاندې خېبر پښتونخوا کې په 24 ساعتونو کې په بېلابيلو وسله والو بريدونو او پېښو کې د 17 امنیتي اهلکارو په ګډون لږ تر لږه 24 کسان وژل شوي وو.
د امنيتي چارو کار پوه پخوانی لوړپوړی پوليس افسر اختر علي شاه وايي، خېبرپښتونخوا کې د ناامنۍ نه ختمېدو څو علتونه دي.
وي او اې ډیوه سره خبرو کې نوموړي ویلي، يو دا چې وسله وال تنظيمونه يا ډلې په مکمله توګه ختم نه دي شته. بل په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو سره وسله وال نور پیاوړي شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د پاکستان امنيتي ادارې، پوليس او پوځ په دفاعي پوزيشن کې ښکاري، چې حمله پرې وشي ځواب کوي، داسې نه ښکاري چې دوی په وسله والو پسې دي.
ښاغلي اختر علي شاه وويل، خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې څو ځله پوځي عمليات شوي، د دغو عملياتو په نتيجه کې دومره کار شوی چې وسله وال اوس کومه علاقه په رسمي ډول په لاس کې نه لري يا په کوم ځای کې د حکومت عملداري نشته، داسې نه ده، خو د ترهګرۍ ملا پوره نه ده ماته کړل شوې.
څيړونکی خبريال حقنواز خان وايي، خېبرپښتونخوا او جنوبي ضلعو کې حالات سخت خراب دي او داسې ويل کيږي چې دغلته د شپې په وخت پوره د وسله والو واکمني وي، او د ورځې هم ځای په ځای وسله وال ښکاري.
وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وويل، داسې ښکاري چې وسله وال پوره منظم شوي او د پاکستان پوځ چې د زرګونو په شمېره کې د عملياتو دعوې کوي، داسې ښکاري چې دغو عملياتو کومې نتيجې نه دي ورکړي. بله دا چې مرکزي او صوبايي حکومت په يو مخ نه دي او د دې ترڅنګ د وسله والو ضد عملياتو ته ولسي ملاتړ هم نه ليدل کيږي، ځکه بدامني روانه ده.
د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري د ستمبر د میاشتې په پينځمه نېټه ویلي وو، د روان کال په لومړو اتو میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 193 افسران او عسکر وژل شوي دي.