صدر ټرمپ: بې گناه یم خو خراب او ټگمار راپسې شوي دي

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ويلي دي چې بې گناه دی خو بد او ټگمار ورپسې شوي دي. هغه په یو ټویټ کې ولیکل چې د سیاسي انتقام غیر قانونه مهم بندیدل پکار دي.

صدر ټرمپ په هنوي کې د شمالي کوریا د مشر کیم جونگ اون سره د ملاقات نه په ستنیدلو یو وار بیا خپلو سیاسي مخالفینو ته ځوابونه ورکړي دي.

صدر ټرمپ په دریم مارچ په ټویټر ليکلي دي چې په تیرو دوه و کلنو کې د صدر د تنگولو په مهم کې ثابته شوه چې ډیموکرېټانو او نورو قانون مات کړی دی.

د امریکې په ایوان کې د قانوني کمیټۍ مشر اراده لري چې د کال 2016 په صدارتي انتخاباتو کې د ټرمپ د روس سره د اړیکو په حقله د وایټ هاوس او قانون د محکمې د چارواکو په گډون د 60 کسانو نه معلومات وغواړي.

د ډیمو کریټ گوند غړي او په ایوان کې نماینده جیرالډ ناډلر ای بي سي خبري ادارې ته ويلي دي د قانون د لارې د نیولو، د بډو رشوتونو، او د طاقت د بې ځایه استعمال په حقله تحقیقات کول او د امریکايي اولس خبرول ضروري دي.

هغه وویل چې د وایټ هاوس د چارواکو نه علاوه د صدر ټرمپ د مشر ځوي ټرمپ جونیر نه هم به هم اختنې پوښتنې کیږي.
هغه وویل صدر ټرمپ په تیرو دوه کالو کې د قانون لاره نیولی ده. د هغه تر مخه د صدر ټرمپ پخواني وکيل مایکل کوهن د اولسي اورېدنې په مهال ومنل چې صدر ټرمپ د صدارت په موده او پخوا هم په یو شمېر جرمونو کې ککړ دی.

ناډلر وویل چې تر اوسه کره معلومات نه لري خو غواړي چې د کره تحقیقاتو اغاز وشي.

کوهن په خپل اولسي سپیناوي کې صدر ته نسل پرست، ټگ، او بې ایمانه ويلي وو، هغه ایوان ته د بینک دوه داسې چیکونه هم ښکاره کړل چې صدر ټرمپ اوځوي یې ورته بیل بیل لیکلي وو.

دکوهن تر مخه دا پېسې ورته دوي د بربنډو فلمونو د اداکارې سټورمي ډینیل د صدر ټرمپ سره د پخوانیو رسوایو پټو ساتلو لپاره ورکړې وې.

ټرمپ وویل چې د دروغجن کوهن په طرفداره اورېدنه کې ددې نه پرته هيڅ نه وو چې د خپل قید موده راکمه کړي. دصدر ترمخه کوهن په خپل کتاب کې ولیکل چې څه چې یې ویل دروغ وو خو جعلي میډیا دغه خبرې نه بیانوي.

د مخالفه گوند ډیموکریټ یو سینیټر او د حساسه معلوماتو د کمیټۍ غړي مارک وارنر سي این این خبري ادارې ته ويلي دي د کوهن د تازه اوریدنو نه ورستو وس باید د صدر ټرمپ په حقله معلوماتو ته نوره ژوره کتنه وشي.

د صدر ټرمپ د خپلو مخالفينو او مطبوعاتو سره په یو شمېر لانجو تاو تریخوالی روان دی چې یوه پکې دکال 2016 د صدارتي انتخاباتو په وخت د روس لاس وهنه او د صدارتي چندې ناجایزه استعمال ده.