د ټرمپ په نوې سټراټیژي کې د پاکستان، افغانستان او هندوستان لپاره څه دي؟

د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اعلان سره سم، امریکايي چارواکو د ملي امنیت په اړه خپره شوې سټراټیژي کې د پاکستان، افغانستان او هند په ګډون په جنوبي او منځنۍ اسیا کې د ترهګرۍ پرضد د امریکا له هدفونو په ځانګړې توګه یادونه شوې.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپلې کاري دورې په یولسمه میاشت د امریکا د ملي امنیت په اړه خپله نوې سټراتيژي د ډیسمبر په ۱۸ نېټه اعلان کړه.

په وینا کې د پاکستان لخوا د ترهګرو پرضد د کوټلو ګامونو د اخیستلو د غوښتنې ترڅنګ هغه دا هم وویل چې امریکا پاکستان ته د ترهګرو سره د جګړې لپاره ډیرې پیسې ورکړي دي او دا هغه خبره ده چې یادول یې پاکستان ته زور ورکوي نو له همدې امله پاکستان په رسمي غبرګون کې د امریکا دغه نوې تګلاره رد کړېده.

پاکستان:

په سټراټیژي کې ویل شویدي چې امریکا به پدې خبرې باندې ټینګار وکړي چې پاکستان باید د هغو ترهګرو او ترهګرو ډلو پرضد کوټلي ګامونه واخلي کوم چې د پاکستان په خاوره کې دي او امریکا ته له دغو ترهګرو څخه ضرر رسېږي.

په دغې سټراتيژي کې د پاکستان په اړه راغلي دي چې امریکا به پاکستان وهڅوي چې د خپل اټومي پروګرام په سمه توګه ساتنه وکړي.

په سټراتیژي کې دا هم راغلي دي چې د پاکستان له حکومت سره به هیڅ ډول شراکت پداسې حالاتو کې و نشي کله چې د ترهګرو ملاتړ وکړي.

(مونږ له پاکستان څخه غواړو چې د سیمې او افغانستان په بې ثباته کولو کې دې ښکېل نه شي.)

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر لخوا په یوه خپور شوي بیان کې د ټرمپ دغه نوې پالیسې رد شوېده او ویلي دي چې دا په حقایقو ولاړه نه ده.

په بیان کې یوځل بیا پدې خبرې ټینګار شوې چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد جګړې په برخه کې ژمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې دا هم راغلي دي چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی او ددوي په همکاریو سره د القاعده شبکه له سیمې ورکه شوه.

د پاکستان د پوځي چارو یو کارپوه جنرال طلعت مسعود وايي داسې لږې نښې شته چې پاکستان د امریکا د نوې تګلارې سره مل ځیني ګامونه اخیستي دي.

نوموړی زیاتوي: (پاکستان اوس هم په سیمه کې هندوستان ته د ستر رول د ورکول په برخه کې خوښ نه دی.)

ده دا هم وویل چې د پاکستان د اټومي خوندیتوب په اړه اندېښنې کومه نوې خبره نه ده.

افغانستان:

په سټراتيژي کې راغلي چې امریکا به په افغانستان کې د فساد ضد مبارزه ګړندۍ کوي ترڅو د افغان حکومت قانونيت ورسره ښه شي او په پایله کې یې ترهګر نور هم وځپل شي.

سټراټېژي وړاندې لیکي چې امریکا به د شته ګواښونو په تناسب د امریکا او د هغوي د متحدینو د امنیت او خوندیتوب لپاره په سیمه کې خپل حضور ولري.

په سټراټیژي کې دا ډاډ هم ورکړل شوی چې امریکا به د افغان ځواکونو جګړیز ځواک لا پسې پیاوړی کړي تر څو دا طالبانو ته جوته شي چې د جګړې له لیارې یې نه شي ګټلای.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د امریکا د ملي امنیت په اړه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ نوې ستراتیژي، د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د دواړو هیوادونو له ګډو موخو سره مطابقت لري.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې د امریکا نوې ستراتیژۍ (د ملي امنیت ستراتیژي او د افغانستان او جنوبي آسیا ستراتیژي) د تروریزم د ماتولو او په افغانستان کې د ثبات د ټینګولو لپاره د ګډو هڅو پر بنسټ جوړې شوې دي.

په اعلامیې کې راغلي "موږ له هغې ستراتیژۍ، چې موخه یې په سیمه کې د سولې او ثبات پیاوړتیا، په ځانګړي ډول له ډیپلوماټیکو لارو وي، هرکلی کوو".

هندوستان:

د هند په اړه د امریکا د ملي امنیت په سټراتيژي کې راغلي دي چې امریکا به له هند سره خپلې سټراټېژیکي اړیکې لا ژورې کړي او د هندي بحیرې په شاخوا سیمو کې به یې د رهبري کونکي رول ملاتړ وکړي.

سټراتيژي دا هم لیکلي دي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي شخړو په اړه امریکا اندېښنه لري چې هسې نه اټومي وسایل په کې ښکېل نه شي نو له همدې امله باید په دوامداره توګه ددې ستونزې د ډیپلوماټیک حل کوښښ وشي.