ټرمپ: جنګ د ختمېدو وروسته به اسرایل غزه امریکې ته ورکړي

ټرمپ وویل فلسطینان به موقع ترلاسه کړي چې خوشحاله، محفوظ او ازاد شي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل جنګ د ختمېدو وروسته به اسرایل د غزه تړانګه امریکې ته حواله کړي او د امریکايي ځواکونو ضرورت به نه وي.

ټرمپ د غزه په باره کې تازه خبره د سوشل میډیا په خپل وېب پاڼه ټروت سوشل وکړه او ويې ویل د هغه د تجویز دلاندې به په غزه کې اوسېدونکي د دوو مېلین نه زیات فلسطینیان په سیمه کې نورو محفوظو، ښکلیو او نویو کلیو ته منتقل کړی شوي وي.

ټرمپ دا و نه ویل چې ایا فلسطینیان به د غزه دننه په نویو کلیو کې او که نورو ملکونو ته لېږل کېږي. مصر او اردون په وروستیو ورځو کې د ټرمپ د دې تجویز مخالفت کړی چې دواړه ملکونه دې نورو فلسطینیانو ته ځای ورکړي.

ټرمپ وویل فلسطینان به موقع ترلاسه کړي چې خوشحاله، محفوظ او ازاد شي.

د دې نه مخکې ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې امریکا دې د غزه ملکیت ترلاسه کړي.

فلسطینیانو، د ملګرو ملتونو د چارواکو او د امریکې د ځینو نږدې اتحادیانو په شمول ګڼ شمېر ملکونو د ټرمپ د تجویز مخالفت کړی دی.

فلسطیني مسلح ډلې حماس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټولو فلسطیني ډلو غږ وکړو چې د ټرمپ د تجویز په ضد یوځای شي.

د غزه په اړه په مخکنۍ خبرو کې ټرمپ دا امکان هم څرګند کړی و چې د غزه ملکیت ترلاسه کولو په لړ کې امریکايي خواکونه هم سیمې ته لېږدول کېدی شي خو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټروت سوشل خپل پېغام کې ټرمپ وویل د امریکايي ځواکونو ضرورت به نه وي او ثبات به په سیمه راج کوي.

د کال ۲۰۲۴ د اپرېل د میاشت د ۱۹ نېټې په دې تصویر کې د فرانس د ريویرا سیمې نایس ښار لیدل کېږي

په تازه خبرو کې ټرمپ وویل امریکا د ټولې دنیا نه د ترقیاتي کارونو لویو لویو ټیمانو سره کار کوي، په ورو ورو او په احتیاط به د بیا ابادولوکار شروع کوي او غزه نه به د دنیا عظیم الشان او د کتلو وړ ځای جوړوي چې په دنیا کې به خپل خصوصي مقام لري.

د نهې، سه شنبې، په ورځ ټرمپ ویلي وو چې غزه نه به د منځني ختیځ رېوېریا جوړوي. ریويویرا ا د فرانس، اټلي او د مناکو د ځینو علاقو په شمول د بحیره روم په ساحل علاقه ده چې د سیاحت مرکز هم ګڼل کېږي.

د غزه په اړه د ټرمپ د تازه خبرو نه مخکې د اسرایل د دفاع وزیر اېزرایل کېټز د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل پوځ ته يې هدایت کړی چې غزه نه په لویه شمېره کې د فلسطینیانو د وتلو دپاره دې په ځمکنیو، سمندري او هوايي لارو تیاری ونېسي.

کېټز د ټرمپ د دې زړه ورې منصوبې هرکلی وکړو چې د غزه اوسېدونکي دې د سېمي څخه ووځي، چې د اسرایل او د حماس د جنګ وروسته تباه شوې ده.

فلسطینیانو د ټرمپ د تجویز رد کړی چې امریکا دې غزه په خپل ملکیت کې واخلي، د سېمي اوسېدونکي دې نورو ملکونو ته منتقل شي او امریکا به غزه بیا ودانه او ترقي به ورکړي. ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د اسرایلي وزیراعظم ترڅنګ په خبري غونډه کې دغه تجویز پېش کړو.

نېټن یاهو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې فاکس ټېلې وېژن سره مرکه کې وویل غزه د بیا ودانولو په وخت فلسطینیان د سیمې نه وتلي او بېرته راتللی شي. اسرایلي وزیراعظم وویل دا یوه ډېره ښه مشوره پکار ته چې په دې غور او کار وکړی شي. ځما په خیال دا به د هر چا دپاره بدل مستقبل جوړ کړي.

د ټرمپ په تجویز په پراخه کچه تنقید شوی دی او د ملګر ملتونو ترجمان سټیفان ډوجېرېک د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل خلک په زور بې ځایه کول د نسل ختمولو برابر عمل دی.

د جرمني صدر فرېنک والټر سټاینمایر د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د ټرمپ تجویز د ځینو خلکو ژور تشویش او ویره راپارولې ده او د نړیوال قانون دلاندې به د منلو وړ نه وي.

عرب لیګ چې ۲۲ عرب ملکونه يې غړیتوب لري، د ټرمپ تجویز يې د بې ثباتۍ نسخه وبلله او ويې وېل چې د فلسطیني ریاست د جوړېدو په لړ کې به څه پرمختګ و نه کړی شي.

امریکې د ډېر وخت راهسې د شخړې د حل دپاره د دوو ریاستونو د قیام حمایت کړی دی، چې د اسرایل ترڅنګ دې فلسطینیان هم خپل جدا ریاست ولري.

د برطانيي وزیراعظم کېیر سټآرمر د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل فلسطینیانو ته دې خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازت ورکړی شي، د خپلو کورونو بیا جوړولو اجازت ورکړی شي. هغه وویل د دوو ریاستونو د حل په لاره کې پکار ده چې فلسطینیانو سره د بیا ودانۍ په کارونو کې مرسته وکړی شي.

اسټرېلیا، چین، جرمني، ایرلېنډو روس، سعودي عرب او سپېن وویل د دوو ریاستونو حمایت کوي.

فلسطیني صدر محمود عباس د ملګرو ملتونو نه غوښتنه وکړه چې د فلسطینیانو او د دوي د حقونو تحفظ دې وکړي. هغه وویل ټرمپ چې څه کول غواړي دا به د نړیوال قانون سنګینه خلاف ورزي وي.

فلسطیني مسلح ډلې حماس وویل د ټرمپ تجویز په سیمه کې د تاوتریخوالی او د انتشار نسخه ده او د نسل وژنې او خلکو د بې ځایه کولو په سر د صېهوني قبضې د احتساب او سزا په ځای انعام ورکول کېږي.

په غزه د امریکې د ملکیت په اړه د ټرمپ د خبرې نه مخکې هم مصر او اردن په نږدیو ورځو کې د امریکايي صدر دا خبره رد کړې چې دواړه ملکونه دې فلسطینیانو ته ځای ورکړي.

د مصر خارجه وزارت په یو بیان کې وویل فلسطینیان د بې ځایه کولو بغېر دې غزه بیا اباده کړې شي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د څانګې مشر ولکر ټرک د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د اسرایل په قبضه کې غزه نه خلک بې دخله کول غېرقانوني کار دی.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو تقریر کې وویل د حل په لټون کې پکار نه ده چې مسله نوره خرابه کړی شي او نسل د ختمولو نه پکار ده چې ډډه وکړی شي.

د اسرایل او د حماس ترمنځ په غزه کې جنګ د شپږو هفتو د ډزبندۍ دلاندې ودرېدلی دی.

د اسرایل او د حماس جنګ د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی و. په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړو. د غزه د صحت وزارت ترمخه جنګ دلاسه په سیمه کې د ۴۷۵۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې يې ۱۷۰۰۰ وسله وال وژلي دي.

ویل کېږي چې ۶۰ یرغمالان د حماس په ولکه کې دي.

د اسرایل او د حماس د ډزبندۍ په اولنۍ مرحله کې حماس ۱۸ یرغمالان او اسرایل په سلګونو فلسطیني قېدیان ازاد کړي دي.

د ډزبندۍ د دویمې مرحلې په تفصیلاتو خبرې اترې شروع شوي دي چې په کې شخړه د ختمولو، د باقي پاتې یرغمالانو د ازادولو او غزه نه د اسرایلي ځواکونو د انخلا په شان موضوعات شامل دي. او توقعو ده چې په اینده هفتو کې به نور یرغمالان او فلسطیني قېدیان ازاد کړی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي