صدر ډانلډ ټرمپ:  پاکستان د امریکا لپاره هيڅ نه دي کړي

صدر ټرمپ وویل چې په راتلونکې کې و افغانستان او عراق ته د سفر اراده لري، او هلته به له امريکايي ځواکونو سره لیده کاته کوي خو نوموړي ددغه سفر نیټه نه ده ښودلې. نوموړی د صدر جوړیدلو ورستو دغه یادو هیوادونو ته نه دی ورغلی.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ويلي دي پاکستان د امریکا لپاره هيڅ نه دي کړي. هغه یو امریکاي ټيلي وژن فاکس نیوز ته په مرکه کې وویل چې پاکستان ته د پیسو نه ورکولو په خپله فیصله ولاړ دی.

صدر ټرمپ د کال ٢٠١٨ په وړومبۍ ورځ په یو ټویټ کې ویلي وو د امریکې د اربونو ډالرو د امداد په ځواب کې پاکستان یوازې د دروغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی

" پاکستان مونږ ته د دروغو او درغلۍ نه علاوه هیڅ نه دي راکړي، زمونږ مشران یې بې وقوفان گڼل"

فاکس ته د یو تپوس په ځواب کې صدر ټرمپ وویل د القاعده مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې ساتل شوی وو:

"خو د پاکستان د پوځي چاونۍ سره جوخت اوسیدلو، او په پاکستان کې ترې هر څوک خبر وو چې دغلته پاتې کیدلو"

هغه وویل امریکا پاکستان ته ١.٣ بیلنه ډالره د یو کال ورکول او هغه هم په داسې وخت کې چې اسامه په پاکستان کې اوسیدلو:

"او دغه وخت مونږ د پاکستان مرسته کوله" هغه وویل دغه پېسې وس په پاکستان بندې شوي دي.

صدر ټرمپ وویل چې په راتلونکې کې و افغانستان او عراق ته د سفر اراده لري، او هلته به له امريکايي ځواکونو سره لیده کاته کوي خو نوموړي ددغه سفر نیټه نه ده ښودلې. نوموړی د صدر جوړیدلو ورستو دغه یادو هیوادونو ته نه دی ورغلی.

پاکستان د صدر ټرمپ تازه مرکې ته ځواب نه دی ویلي خو د صدر ټرمپ د ټویټ په ځواب کې د پاکستان د هغه وخت وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ويلي وو, د امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ دپاکستان په هکله ټوئټ دامریکا تگلاره نه گڼي ځکه چې د رسمي تگلارې خبرې په ټوئټونو نه بلکې په غونډو اؤ کاغذونو کې کیږي.

دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د امریکایي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ سره خپله یوه مرکه کې ویلي وو امریکا پاکستان ته هیڅ اقتصادي مرستې نه ورکوي اؤ دامنیت په نوم چې یې کومې مرستې ورکولې هغه هم ډیرې لږې وې .

د امریکا صدر تیر کال د جنوبي ایشیا لپاره د امريکايي تگ لارې د اعلان په وخت هم په پاکستان ټکونه کړي وو.

ددغه تگ لارې د اعلانیدلو ورستو د امريکې د هغې وخت د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن د پاکستان، افغانستان او هندوستان د سفر څخه په ستنېدلو ويلي وو پاکستان ته د دې ويلو دپاره تلی ؤ چې واشنگټن په سيمه کې د ترهګرۍ نوغی اوباسي او که پاکستان يې مرسته نه کوي نو امريکا به په بله لاره عمل وکړي. نوموړي ویلي وو:

"دا گواښ نه دې بلکې حقيقت دی چې امريکا د ځمکنو حالاتو سره مقابله کول غواړي"

د پاکستان وسني وزیراعظم عمران خان د وزیر اعظم جوړیدلو ورستو په خپل یو تقرير کې ويلي وو چې د ترهگرۍ په ضد جگړه کې پاکستان بې کچه زياني شوی دی او وس د خپلو گاونډیانو او امریکا سره د شریکو گټو په بنیاد اړيکې جوړول غواړي.

امریکا او افغانستان په پاکستان تورونه لگوي چې په خپله خاوره يې د حقاني شبکې سره نور ترهگر ساتلي څوک چې په افغانستان کې ترهگري کوي.

خو پاکستان امریکايي تورونه ردوي او تل دغه دريځ تکراروي چې په خپله خاوره يې د ټولو ترهگرو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.