اولس:د ترهگرۍ خپسې پښتونخوا وبوږنوله، څېړونکي:صوبه او مرکز یو بل ته گُوریږي

په پښتونخوا کې له شماله تر جنوبه د زیاتېدونکې ترهگرۍ په ضد او دامن د قیام لپاره لوی احتجاجونه روان دي. خو څېړونکي گڼی چې کومه قامي تگلاره نشته دی او په مرکزي او صوبايي حکومتونو کې ورته په دې مهمه موضوع سیاسي رقابتونه ښکاري.

په پښتونخوا کې له شماله تر جنوبه د زیاتېدونکې ترهگرۍ په ضد او دامن د قیام لپاره لوی احتجاجونه روان دي. خو څېړونکي گڼی چې کومه قامي تگلاره نشته دی او په مرکزي او صوبايي حکومتونو کې ورته په دې مهمه موضوع سیاسي رقابتونه ښکاري.

د ترهگرۍ مخه څنگه ونیول شي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې څېړونکیو ته په پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف گوند د مشرانو تر منځ هم غټ نفاق ښکاري.

په انگریزۍ ورځپاڼه ډان کې څېړونکي طاهر خان لیکلي دي:

"په دې ټول حالت کې تر ټولو د افسوس خبره دا ده چې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ کې وفاقي حکومت او په خيبر پښتونخوا کې د پي ټي ايي حکومت حتا د سوات په مسله هم په سياست کې ښکېل دي"

ښاغلی خان لیکي په داسې حال کې چې مرکز د خیبرپښتونخواه حکومت د سولې په ساتلو کې په ناکامۍ تورنوي، د خیبرپښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر محمد علي سیف د دفاع وزیر خواجه اصف ته خبرداری ورکړی چې په خیبر پښتونخوا کې ښه امنیت دی.

د خېبر ټیلي وژن خبریال او څېړونکی حسن خان وايي هغه په دې مسله حېرانه دی چې په پښتونخوا کې د تر هگرۍ په مسله د قامي تگ لارې په ځای په گوندیز بنیادونو د سیاسي گټو کوښښ روان دی، هغه وايي د اجتماعي سیاست تگلاره د بد مرغۍ نه ناسمه ده:

" دې وخت کې په پښتونخوا کې اولس راپاسېدلی دی، خو په مقابل کې په لاهور او کراچۍ کې رسپانس ( غبرگون) نشته دی"

داسې کوم رپورټ مخې ته ندی راغلې چې په پښتونخوا کې د تر هگرو د تازه حملو په ضد کوم عملیات شوي وي.

د دفاعي چارو څېړونکی برگیډیر سید نذير وايي په پښتونخوا کې د امنیت د قیام لپاره یو شمېر ادارې د صوبايي حکومت په اختیار کې دي ، هغه تپوس وکړو چې:

"ایا پولیس استعمال شوی دی؟ ایف سي او فرنټير کانسټېبلري استعماله شوې ده چې وس دويي پوځ ته غږ کوي او مرکزي حکومت ته غږ کوي؟"

په پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف دریځ څنگه وېشل شوی؟

د مرکز او پښتوخوا صوبې تر منځ په دې موضوع د یو بل د تورنولو تر څنگ خپله په پښتونخوا صوبه کې د واکمن تحریک انصاف گوند مشران ویشل شوي ښکاري.

د پښتونخوا صوبې د حکومت ترجمان بیرسټر سیف دا مني چې سوات ته طالبان ورغلي وو خو د زیاتېدونکې ترهگرۍ په موقف یې نظر د خپل گوند د نورو مشرانو څخه بلکل جدا دی.

ښاغلي سېف تېره شپه په خپله استوگنه کې ځايي خبریالانو ته وویل، طالبان سوات ته د جګړې لپاره نه وو ورغلي بلکې هلته دطالبانو یو کمانډر دخپلې خور پوښتنې له ورغلی ؤ.

د پاکستان د شخصي ټي وي جیو نه علاوه د بیرسټر سیف سره په دغه ملاقات کې موجود خبریال سید وقاص علي شاه هم ډیوه ته د ښاغلي سېف خبرې تائید کړلې.

بیرسټر سیف په کابل کې د طالبانو سره د خبرو اترو په وخت د پاکستان نه د ورغلي پلاوي مشري کوله.

د بیرسټر سیف په پرتله د پي ټي ايي نور مشران البته گڼي په سوات کې د یوې منصوبې لاندې امن ته د زیان رسولو کوښښ روان دی.

د پي ټي اي د حکومت پخوانی مرکزي وزیر او د سوات نه زلمی مشر مراد سعيد په دغه موضوع په تیرو څو اونیو کې وار په وار ډېر په بې باکۍ غږیدلی دی.

مراد سعيد هم نن د اکتوبر په څوارلسمه د پاکستان په پنډۍ ښار کې د جلوس مشري وکړه، دغه لاریون په سوات کې د تر هگرۍ خلاف او د امن د قیام لپاره وتی ؤ، جلوس ته مراد سعید وویل :

" ای پاکستانیانو، نن زما د علاقې اولس د چا په لمسه اود چا په جنگ کې خشاک جوړول کیږي؟"

هغه د پنډۍ په راجا بازار کې جلوس ته په وینا کې دا پوښتنه هم وکړله:

"د فاټا په پښتونخوا کې د انظمام د ختمیدلو غوښتنه څوک کوي؟ د ازغن تار د لگولو باوجود طالبان بیرته څنگه راغلل؟"

تحریک طالبان پاکستان په کابل د پاکستاني سره د خبرو نه وروستو ویلي وو:

" دفاټا زوړ حیثیت دې بحال شي"

د ښاغلي سعید په خیال په افغانستان کې د تحریک طالبان سره خبرې د پوځ په خوښه شورو شوې وې او د امن د قیام زمواري هم د هغويي په اوږو ده.

هغه وویل که چري وفاق په پوله د شپول لگولو باجود دترهگرو په مخه نیولو کې ناکامه کیږي، نو گواښ یې وکړو:

" د پښتونخوا اولس به بیا په خپله پیره داري شورو کړي"

په پنډۍ ښار کې د پاکستان د پوځ مرکزي دفتر هم دی، نده معلومه د پي ټي ايي مشر د مظاهرې لپاره د پنډۍ ښار ولې خوښ کړی ؤ، البته ددې گوند مشرانو په ورستیو کې په پوځ سخت ټکونه شورو کړي.

د اګست په څوارلسمه، د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې یو بیان خپور کړی ؤ چې د سوات او دیر تر منځ د غرونو په څوکو کې څه لږ شمیر وسله والو لیدل شوي وو. دپوځ تر مخه

وسله وال له افغانستان څخه خپلو اصلي سیمو ته بیا اوسیدلوله ورغلي دي او د دويي هلې ځلې څارل کیږي.

څېړونکی طاهر خان دا گمان هم کوي چې د تحریک طالبان د اورپکو بیرته ستنیدل په کابل کې د ټي ټي پی او حکومت د خبرو اترو یوه برخه وه. البته دا خبره لا کوم چارواکي تصدیق کړې نده.

په پښتونخوا کې د طالبانو د بیا پیدا کیدلو او د ترهگرۍ د پېښو په سر د مرکز او صوبې تر منځ او په پښتونخوا کې د واکمن گوند د مشرانو سوچونه که څه هم ویشلي شوي ښکاري خو په اولسي احتجاجونو کې دا نعره "نوره نه ترهگري زغمو او نه د ترهگرو پالونکي" په شمال کې له سواته او په جنوب کې له وزیرستانه پرله پسې پورته کیږي.