په پاکستان کې پولیو ورځ تر بلې له قابو وځي اؤ د دوؤ نوؤ پېښو رامنځته کېدو سره سږکال پاکستان کې د پولیو پېښو شمېره 45 ته رسېدلې ده.
په اسلام اباد کې د صحت د قامي ادارې د پولیو د مخنیوي ریجنل ریفرنس لیبارټرۍ ویلي دا دوه د پولیو نوې پېښې د خېبر پښتونخوا د ډيره اسماعیل خان اؤ لکي مروت سیمو نه مخې ته راغلي دي.
یادې لیبارټرۍ پخلی کړی چې په لکي مروت کې یوې ماشومې اؤ په ډیره اسماعیل خان کې یو ماشوم ته د پولیو وایرس ورپورې کېدو پخلی شوی دی.
د نیشنل اي او سي شمېرې ښیي چې د روان کال په لسو میاشتو کې د بلوچستان څخه 22، دسیند څخه 12،د خیبرپښونخوا څخه 9 ،پنجاب او اسلام آباد څخه 1-1 د پولیو پېښه مخې ته راغلې ده.
د 28م اکتوبر نه پاکستان کې د پولیو په ضد کمپین پېل شوی اؤ ټاکل شوې ده چې دا کمپین به تر دریم نومبر دوام وکړي ، ددې کمپين په مهال هم د پولیو یو شمیر پېښې مخې ته راغلې دي.
د صحت نړیواله اداره (ډبلیو ایچ او ) د پوليو پېښو زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې له پاکستان څخه پوليو وايرس نورو هېوادونو ته د انتقالېدو فوري خطر شته.
د دوی په وينا، د افغان کډوالو د زیات شمېر راستنېدو او په پاکستان کې د پوليو ټيمونو ته د امنیت ګواښونو له امله د دې ناروغۍ مخنیوی له لویو ستونزو سره مخ دی.
په پاکستان کې د پوليو د خاتمې لپاره د ایمرجنسي آپریشن سينټر له خوا په پيل شوي کمپین کې ټاکل شوې ده چې د پینځوؤ کالو د عمر نزدې څلور نیم کروړه ماشومانو ته به د پولیو نه د خوندي توب څاڅکي ورکولی شي.
په دې کمپين کې 81 زره پوليو ټیمونه کار کوي، چې د هغوی د خونديتوب لپاره 19 زره امنيتي اهلکاران ګمارل شوي دي.
په پاکستان کې 1994 کال راهیسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، او دعوه کوي چې د دې پروګرام له امله په هېواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هېواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې اوس هم ځای پځای د پولیو وېکسین نه انکار موجود دی، او دې خبرې د پولیو ضد هڅې زیانمنې کړې دي.
د سرحدي کرښې دواړو غاړو ته تندلاري د وېکسین په ضد هلې ځلې کوي او د وېکسین په کارمندانو او د هغو په محافظانو یې د تشدد نه ډکی حملې کړې دي چې پکې په سلګونو پولیس اؤ د پولیو د مخنیوي فعالان وژل شوي دي.